اقتصاد

د هلمند د انګورو حاصلات زيات شوي

لیکنه: ياران
اعلان

راپور: صابر حمیدي

هلمند دا مهال په ۶۴۱۰ هکتاره ځمکه ګڼ شمېر د انګورو باغونه لري، چې د تېرو کلونو سره په لوی توپیر يې سږ کال حاصلاتو کې  مسوولين د زياتوالي خبر ورکوي.

بڼوال وایي، چې د انګورو له سږنیو حاصلاتو راضي دي، خو د خپلو حاصلاتو لپاره د مناسب بازار او سړو خونو نشتوالی اندېښمن کړي دي.

د هلمند د کرهڼې رئیس وایي سږکال به د انګورو له باغونو ۸۹ زره ۷ سوه متریک ټنه حاصل په لاس راوړي، چې دا د نورو کلونو په پرتله ۱۰ سلنه زیات دي.

د نوموړي په خبره دا چې د هلمند انګور د نورو ولایتونو په پرتله ژر حاصل ته رسېږي، نو په بېلا-بېلو ولایتونو کې ښه مارکېټ هم لري.

د الکو په خبره هڅه کوي، چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کښتونو د مخنيوي لپاره د انګورو نوي باغونه هم جوړ کړي.

هلمند که څه هم د کوکنارو د پراخې کرکیلې له اړخه خاص شهرت لری، خو مسوولین وایي هلې ځلې روانې دي ترڅو د کوکنارو د بدیل په موخه کروند ګرو ته د نوو نباتاتو  د کښت او باغ جوړوني په برخه کې تخنيکي مشورې ورکول شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران