افغانستان سیاست مخکښان

د حکمتیار شخصي ژوند؛ په اویا کلنۍ کې یې د روغ صحت راز څه دی؟

لیکنه: بشر درویش

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، چې د افغانستان له ناندریزو او مقتدرو سیاسي څېرو څخه ګڼل کیږي، په لومړي ځل د یوې ټلویزوني مرکې پرمهال د خپل شخصي ژوند په اړه ځینې موضوعات را برسېره کړل.

نوموړي د یک خصوصي تلویزون په ککتوس نومې خپرونه کې د خپل ژوند ځینې ناویلې بیان کړي، چې دلته یې مهم ټکي د یاران وېب پاڼې له درنو لوستونکو سره شریکیږي.

زوکړه
ګلبدین حکمتیار څه باندې اویا کاله او اوه میاشتې وړاندې د شمال ختیځ ولایت کندوز د امام صاحب په ولسوالۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولي.
دا ولسوالي د آمو له سیند څخه ۱۲ کیلومتره لیرې موقعیت لري.

کورنۍ
حکمتیار وایي د یوې متوسطې کورنۍ غړی و؛ د ده په ګډون یې پلار پینځه زامن او ۳ لوڼې لرلې، خو په خبره یې پلار یې له خپلو دوو زامنو سره د پخواني شوروي خلاف جهاد کې شهید شوی دی.

ګلبدین حکمتیار زیاتوي، چې د پلار او وروڼو قبرونه یې لا هم نه دي معلوم.

زده کړې
ګلبدین حکمتیار لومړنۍ زده کړې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې تر پینځم ټولګي کړي.

وروسته د یوې ازموینې له لارې د کابل حربي ښوونځي ته راغلی او تر اتمه یې دا ښوونځی لوستی.

هغه وایي: په حربي ښوونځي کې اول نومره وم، خو اتم نه نهم ټولګي ته د ورتلو پر وخت د امتیازي چلند له مخې بل کس زموږ اول نومره شو.

دا کار سبب کیږي، چې حکمتیار له حربي ښوونځي زړه توری او د نورو زده کړو د دوام لپاره بیرته د امام صاحب شېرخان لېسې ته لاړشي.

حکمتیار ادعا کوي، چې په امتیازي ډول اول نومره شوی کس د کمونیست پلوه حکومت لوړپوړی جنرال آصف شور و.

د ده په وینا د ډاکټرنجیب د حکومت پر وخت هماغه آصف شور د دفاع وزیر شهنواز تڼي د ارتباطي په حیث ورته پيغام لیږي، چې دوی د مجاهدینو په پلوۍ پرنجیب کودتا ته حاضر دي.

د لېسې له زده کړو وروسته بیا کابل ته راځي او د کانکور ازموینې له لارې د کابل پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي ته کامیابیږي.

دا پوهنځی ترې د سیاسي فعالیتونو له کبله نیمګړی پاتې کیږي.

حکمتیار د داودخان د صدراعظمۍ پر وخت بندي کیږي او له بنده تر خوشې کیدو وروسته پاکستان ته ځي.

له هغه ځایه د داودخان د جمهوریت، کمونیست پلوه حکومت او بیا شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې جنګیږي.

ودونه او اولادونه
حکمتیار وایي په اوولس کلنۍ کې یې په لومړي ځل د پلار په خوښه واده کړی.

له دغه واده څخه هغه ۲ زامن او ۴ لوڼې لري.

وروسته یې د مشر ورور کونډه هم نکاح کړې، چې له هغې څخه یو زوی او درې لوڼې لري.

حتا شوخ زوی مې یوه څپېړه نه دی وهلی!
ګلبدین حکمتیار خپل کشری زوی حبیب الرحمان تر ټولو اولادونو زیات شوخ ګڼي او د مرکې په تالار کې ورته له اشارې سره وایي، چې که د دغه زوی سر یې ولیدل شي، د ماتیدو زیات داغونه به پکې ولیدل شي.

له دې سره حکمتیار وایي، چې ان خپل دا شوخ زوی یې په ټول ژوند کې یو ځل هم په څپېړه نه دی وهلی.

د هغه د دغو خبرو پر وخت په تالار کې ناست حبیب الرحمان، چې اوس ځوان دی، تاییدي موسکا کوي.

حکمتیار دا هم وایي، چې په کورنۍ کې یې اړیکې او چلند دوستانه دی او دیکتاتوري یې بدې شي.

د هغه دغې خبرې ته په ټولنیزو رسنیو کې منتقدینو یې توند غبرګون ښودلی.

دوی دې ته په اشارې سره، چې حکمتیار د نورو تنظیمي مشرانو په شان د تنظیمي او نورو جګړو پر وخت د ګڼو خلکو په وژلو تورن دی، لیکلي، چې هغه خپل زوی حتا یوه څپېړه نه دی وهلی، خو لسګونه پردي بچي یې وژلي!

د روغ صحت راز
حکمتیار وپوښتل شو، چې په اویا کلنۍ کې څنګه صحتمند دی او دومره عمر خوړلی نه ښکاري؟
ځواب یې دا و، چې یو خو له حده زیات ساده ژوند او خوراک کوي.
د ده په وینا همېشنی خوراک یې مستې وي، تر دې چې ان د سهار چایو کې هم مستې او ډوډۍ خوري.

د زیاتو اوبو څښل او منظم ورزش د حکمتیار په وینا د ده د صحتمندۍ دوه نور لاملونه دي.

هغه دا هم وایي، چې د ناروغه کیدو یو دلیل یې اکثره وخت د درنو خوراکونو کول وي.

د ده په وینا له ۱۵ کلنۍ راهیسې هره اونۍ د دوشنبې او پنجشنبې پر ورځ روژه وي، چې دا کار یې د صحت لپاره تر هرڅه ډېر ګټور ثابت شوی دی.

بې تکلفه ژوند
حکمتیار دا هم وایي، چې خپلې جامې خپله اوتو کوي او ډېر کم داسې پېښیږي چې د سهار چای ورته کور کې بل څوک تیار کړي.

د ده په خبره پوره کوشش کوي، چې په کور کې له ښځینه وو سره په کارونو کې مرسته وکړي.

الکترونیکي وسایل خو په خاص ډول یادوي او وایي هرکله چې کور کې خرابیږي، دی یې خپله جوړوي.

وایي کور کې یې چا ته د خپلو بوټانو د رنګولو اجازه نه ده ورکړې او نه یې هم د ضرورت پر وخت څوک د خپلو پښو چاپي کولو ته پریښی.

نور مهارتونه
حکمتیار پر پښتو او دري سربېره پر عربي، انګلیسي او عربي ژبو هم پوهیږي.

وایي په یوه ژبه کې هم د ژباړن اړتیا ورته نشته او پر پښتو او دري خو روان لیکل هم کولای شي.

هغه د خپلو چاپ شویو کتابونو یادونه هم کوي او وایي شمېر یې ۱۲۱ ته رسیدلی.

دی د قرآنکریم د شلو سیپارو حافظ او مفسر هم دی.

هغه ادعا کوي، چې په سپینه شګې سیمه او کندوز کې له کور پرته بل هیڅ کوم کور او ماڼۍ نه لري.

د ده په وینا په کابل کې کرایي کور لري او کرایه یې دولت ورکوي.

وایي سره له دې، چې ډېر امکانات په لاس ورغلي، خو ټول یې پر جهاد لګولي او په هیڅ کوم بانک کې پیسې نه لري.

د شتمنیو په اړه ډېر افغان سیاستوال همداسې ادعاوې کوي، خو دا به ګرانه وي، چې څوک یې په خبرو باور وکړي!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي