افغانستان

د نورستان په شمول بیلابیلو سیمو کې درنې واورې اویا کسان وژلي

راپورونه وايي چې په نورستان ولایت کې د یکشنبې په ورځ پر یو کلي د واورې د ښوییدو له کبله لږ تر لږه پنځوس کسان وژل شوي او لسګونه نور نادرکه دي.

د رویټرز خبري اژانس د نورستان د والي حافظ عبدالقیوم له خولې ویلي چې ځايي چارواکو ورته د پنځوس کسانو د جسدونو ایستل تایید کړي او دا شمیر ښايي تر دې زیات شي ځکه یو شمیر کسان د واورې د راشي د ښوییدو پر مهال لا هم ورک دي چې په ژوندیو یا مړیو پسې یې لټون روان دی. پېښه د برکمټال په غرنۍ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

په نورستان کې د کورنو د چتونو د غورځیدو له کبله د پنځو نورو مړینو راپور هم ورکړل شوی دی.

په شمال کې د بدخشان ولایت کې هم په تیرو دوو ورځو کې درنې واورې وریدلي چې ځايي چارواکو یې له کبله د لږ تر لږه ۱۹ کسانو مړینه او د ۱۷ نورو ټپي کیدل تایید کړي دي.

د بدخشان د والي ویاند نوید فروتن ویلي ، دا مرګ ژوبله د کورونو د چتونو په نړیدو او د ترافیکي پېښو په ترڅ کې رامنځ ته شوې ده.

چارواکي وايي، په نورستان او بدخشان دواړو کې هغو ولسوالیو ته چې واورو سختې زپلې ورغلې لارې تړلې دي او تر اوسه واوره زپلو ته په ډیرو ځایونو کې بیړنۍ او لومړنۍ مرستې نه دي رسیدلي.

په مرکز کابل کې هم درنه واوره شوې چې حکومت یې له کبله د یکشنبې په ورځ رسمي دفترونه تړلي وو.

د غزني چارواکو ویلي چې د کابل کندهار لویه لاره د درنې واورې له کبله د یکشنبې په ورځ تړلې وه او دغلته پولیسو او سرتیرو هڅه کوله د هغو شا او خوا ۲۵۰ موټرو سپرلۍ وژغوري چې غزني ته نژدې د واورې توفان کې بند پاتې وو. په غزنې کې د راپورونو له مخې دوه میتره تازه واوره وریدلې ده.

د سالنګ د لویې لارې د خوندیتوب یو چارواکي جنرال رجب سالنګي ویلي چې سالنګونو کې تر دوه نیم میترو پورې واوره وریدلې او له کبله یې د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړلې ده. سالنګي ویلي تر هغې چې واوره پاکه شوې نه وي د سالنګ لویه لاره به تړلې پاتې وي.

د یادونې وړ ده چې په ګاونډي هیواد پاکستان کې هم درنې واورې وریدلې چې هلته یې هم مرګ ژوبله رامنځ ته کړې.

یاران کې نور تازه مطالب چې  په لوستلو ارزي

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */