ټولنیز ژوند روغه سټه

د زړه ناروغي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

په امریکا کې د زړه ناروغۍ د وقايې مرکز وایي، د زړه ناروغي د ښځو د مړینې اصلي لامل ده.

دغه مرکز وایي، په هرو څلورو مړو شویو ښځو کې د يوې د مړينې لامل د زړه ناروغي ده.

دا محاسبه د نارینه‌وو لپاره هم صدق کوي او د نارینه‌وو په مړینه کې هم د زړه ناروغي له پامه نه شي غورځول کېدای.

د امريکا د زړه ناروغۍ د وقايې مرکز وايي، په ټوله نړۍ کې یوازې ۵۴ سلنه ښځې دې پېښې ته متوجه شوې دي.

ایا تر اوسه مو په دې اړه فکر کړی چې د زړه ناروغي څه ډول ناروغي ده؟ د زړه ناروغي ټولو هغو ناروغیو ته ویل کېږي چې په زړه پورې اړوندې وي، نه یوازې د زړه په سکتې پورې.

د نیویارک په هیل لنوکس روغتون کې د ښځو د زړه د سلامتیا د موسسې ريیس او د نړیوالې تغذیې د ټولنې بنسټ اېښودونکی، ډاکټر سوزان شتاینباوم وایي، د زړه ناروغي په ټوله کې د رګونو د تنګوالي له کبله منځ ته راځي، خو دا چې زړه له څلورو برخو جوړ شوی، نو ناروغي یې هم په بېل بېل ډول د هرې برخې اړوندې کېدای شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.