روغه سټه کورنی ژوند

د نارینه وو د وریو او غاښونو پاکوالی د هغو د جنسي سلامتۍ سره تړاو لري

لیکنه: شمیم اتل

ډاکتران وايي، د هغوې چې خوله او غاښونه خیرن وي، جنسي قوت يې ورځ تر بلې کمزوری کیږي او همدا سبب شي چې بیا یې په حکیمانو ګرځي، یا په تعویذګرو او یا هم د یوناني طبیبانو په دکان کې ناست وي.

تاسې ته به حیرانوونکي وي؛ خو ډاکتران وايي د وریو( Gum ) ناروغي د نارینه جنسي وړتیا کمزورې کوي.

د مهمو څیړونو په ژورنال کې، د چین خپره شوې څیړنه وايي، چې د نارینه جنسي کمزوري د هغه د ورویو د ناروغیو سره نیغ په نیغه اړیکه لري.

د پلټنو له مخې د انګلستان ۵۰ سلنه خلک د وریو او غاښونو له ناروغۍ کړیږي، چې له ۱۰ تر ۱۵ سلنه يې د غاښونو مهمه برخه له لاسه ورکوي.

په همدې اساس د غاښونو پاک ساتل نه یوازې دا چې د غاښونو د جوړښت او روغتیا لپاره ضرور دي، بلکې د نارینه جنسي ځواکمنتیا کې هم رغنده رول لري.

ډاکتران وايي، چې د ورویو ناروغي د نارینه تناسلي الې ته د وینې غزیدلې رګونه زیانمنوي او ورته په سمه توګه وینه نه شي رسولی.

د نارینه جنسي کمزوري یوازې د وریو یا غاښونو په ناروغۍ پورې نه ده تړلې؛ بلکې ګڼ شمیر نور عوامل، چې په هغې کې کمزوری غذايي رژیم، سګرټ څکول، د تمرین یا سپورت نه کول، ستریس او روحي فشار، د عمر زیاتوالی او ارثي خواص راځي.

نارینه د جنسي کمزوري نور لاملونه ممکن تشویش، خپګان، ویره او ستړیا اووسي. د الکولو استعمال، د وینې لوړ فشار او لوړ کلسترول هم انسان په جنسي او جسمي لحاظ کمزوری کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شمیم اتل