افغانستان غوره لیګ- کرکټ ۲۰۱۸ سپورټ

حضرت الله ځاځی د نړۍ په کچه شپږم لوبغاړی شو، چې یو اورکې د شپږ شپږیزو ریکارډ جوړوي.

د افغانستان پریمیرلیګ په دوام په ۱۴ مه لوبه کې د اکټوبر په ۱۴ مه نېټه د بلخ او کابل لوبډلو ترمنځ لوبه کې په ۲۴ توپونو ۱۲۷ منډې جوړې شوې.

د بلخ دوه پیلوونکو لوبغاړو د کابل لوبډلې چټک کیڼ لاسي بالر فرید احمد ملک څخه په یوه اورکې ۳۳ منډې واخېستې، چې ۴ نوبالونه پکې وشول.

په دغه اورکې چې د کابل لوبډلې څلورم اور و، درې شپږیزې، ۴ څلوریزې، دوه سېنګلې، یو وایډ او څلور نو بالونه ترسره شول، چې دېلشن منوېرا او کرېس ګېل ۳۳ منډې له فرید ملک څخه واخېستې.

له دې وروسته بل اورکې مسلم موسی چې د کابل لوبډلې بالر دی، په یو اورکې د ۳ څلوریزو، دوه شپږیزو او یوې سېنګلې په ورکړې سره ۲۵ منډې ورکړې، چې محمدنبي او دروېش رسولي ترې واخېستې؛ دا د لوبې اوولسم اور و.

تر دې وړاندې یو اور د کابل لوبډلې لپاره افریقایي کولېن اېنګرام وکړ، چې کرېس ګېل او دروېش رسولي په ۳۲ منډو کې پرچه کړ، څلور شپږیزې، یوه څلوریزه، یوه سېنګله او د یو وایډ په شمول درې منډې وې، چې مجموعي ۳۲ منډې کېږي.
له دې وروسته د بلخ لوبډلې د توپ اچونې وخت راغی، چې حضرت الله ځاځی په کرېس کې ولاړ و.

عبدالله مزاری د بلخ له خوا اور ته راغی، حضرت الله ځاځي په لومړي او دوهم بال شپږیزې ووهلې، ورپسې توپ وایډ شو، بیا په دریم بال شپږیزه، په څلورم بال شپږیزه، په پنځم بال شپږیزه او په شپږم بال شپږیزه په دې ډول حضرت الله ځاځي په یو اورکې شپږ ، شپږیزې سر په سر ووهلې او له مزاري څخه یې ۳۷ منډې واخېستې.

حضرت الله ځاځی د کرکټ په دُنیا کې د نړۍ په کچه دریم توپ وهونکی شو، چې په ۱۲ توپونو نیمه سلیزه پوره کوي.

یوراج سېنګ په ۲۰۰۷ م کال کې د انګلستان خلاف په ۱۲ توپونو نیمه سلیزه جوړه کړې وه، چې په سټورټ براډ یې په یو اورکې ۶ شپږیزې سر په سر وهلې وې.

کرېس ګېل په ۲۰۱۶ م کال کې د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې د اډیلایډ سټرایکرز لوبډلې خلاف په ۱۲ توپونو نیمه سلیزه وهلې وه.

او حضرت الله ځاځي په ۲۰۱۸ م کال کې د بلخ لوبډلې خلاف په ۱۲ توپونو نیمه سلیزه ووهله، چې د نړۍ په کچه یې ریکارډ جوړکړ، نوموړي دوه ریکارډونه جوړکړل، لومړی یې د چټکې نیمه سلیزې ریکارډ خپل کړ او بیا یې د شپږ ، شپږیزو ریکارډ هم جوړکړ.

د کابل او بلخ لوبډلو ترمنځ د ای پي ایل په ۱۴ مه لوبه کې د دواړو لوبډلو له خوا ۷۰ بونډریانې لوبېدلې وې، چې بلخ لوبډلې هم ۳۵ بونډریانې ولوبولې، چې ۲۳ شپږیزې او ۱۲ څلوریزې پکې شاملې وې او د کابل لوبډلې له خوا هم ۳۵ بونډریانې ولوبېدې، چې ۱۴ شپږیزې او ۲۱ څلوریزې پکې د یادولو وې.

دواړو یو بل ته د بونډریانو ځواب په مساوي بونډریانو ورکړ.

لوبه کابل لوبډلې په ۲۱ منډو بلخ ته وبایلله؛ بلخ لوبډلې کابل ته ۲۴۵ منډې هدف ورکړی و. چې کرېس ګېل د بلخ لپاره په ۴۸ توپونو د ۱۰ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته ۸۰ منډې وکړې او بیا رن اوټ شو.

حضرت الله ځاځي په ۱۷ توپونو د کابل لپاره د ۷ شپږیزو او ۴ څلوریزو پرمټ ۶۲ منډې وکړې او کېچ اوټ شو.

افریقایي هارشل ګېبز د هایلېنډ خلاف ۲۰۰۷ کال کې په یو اور کې شپږ شپږیزې وهلې وې، ده په یو ورځني نړیوال جام کې دا ریکارډ جوړکړی و.

یوراج سېنګ هم په ۲۰۰۷ م کال کې د انګلستان خلاف په یو اورکې ۶ شپږیزې په براډ ووهلې.

یوراج په نړۍ وال شل اوریز جام کې دا ریکارډ جوړکړی و.

راس وایټلي دریم لوبغاړی دی، چې په ۶ توپونویې پرله پسې ۶ شپږیزې وهلي، دی د انګلستان هېواد دی او د واروېکشایر لوبډلې خلاف یې دا ریکارډ په کورني کرکټ کې جوړ کړ.

ویسټ انډیزی سر ګارفیلډ سوبرز لومړی توپ وهونکی و، چې په یو اورکې یې ۶ شپږیزې په ۱۹۶۸ کال کې د انګلستان په سوداګریز لیګ کې په ګلامورګن لوبډلې ووهلې.

 

له ویسټ انډیزي سوبرز وروسته دوهم لوبغاړی د هندوستانۍ لوبډلې اوسنی مشر روزونکی

ریوي شستري دی، چې په ۶ توپونویې په یو اورکې پر له پسې شپږ شپږیزې په بروډا لوبډلې په کورني کرکټ لیګ رنجي ټرافي کې ووهلې، ده په ۱۹۸۴ م کال کې دا کارنامه کړې وه.

او شپږم لوبغاړی د نړۍ په کچه افغان کیڼ لاسی توپاني توپ وهونکی حضرت الله ځاځی شو، چې په بلخ لوبډله یې په یوه اورکې د ۶ شپږیزو ریکارډ جوړ کړ.

نوموړي د پاڼۍ په څلورم اورکې په کیڼ لاسي سپېن توپ اچوونکي عبدالله مزاري د شپږ شپږیزو بنسټ کېښود او له کلونو وروسته یې د یوراج سېنګ ریکارډ مات کړ.

دا چې د ځاځي ریکارډ به څوک ماتوي؟ د دې پوښتنې ځواب وخت ته پرېږدو.

انګلستاني الېکس هېلس هم په شپږ توپونو شپږ شپږیزې وهلي؛ خو هغه په یو اورکې نه دي وهلي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې