سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

نړیوال جام او ځاځی؛ ریکارډ جوړونکی وپېژنئ

لیکنه: عبدالله عادل

حضرت ځاځی د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي کیڼ لاسی اُپنر توپ وهونکی دی چي په خپلي چټکي توپ وهوني سره یې په کور دننه او بهر زیات مینوال موندلي دي.

حضرت ځاځي په ډیره کمه موده کښي زیاتي لاسته راوړني درلودلي او توانېدلی چي په افغان ملي لوبډله کښي ځانته ځای جوړ کړي.
ځاځی د ۱۹۹۸ کال مارچ میاشتي پر ۲۳مه نېټه د افغانستان په پکتیا ولایت کښي دې نړۍ ته سترګي پرانستلي او دا مهال ۲۱ کلن دی.

۲۱ کلن ځاځی کیڼ لاسی اُپنر توپ وهونکی دی ، هغه د افغانستان لپاره نړیوال کرکټ ته د ۲۰۱۶ کال په سپټمبر کښي راستون سو .
وروسته ځاځي خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۱۸ کال د اګسټ میاشتي پر ۲۷مه نېټه د ایرلینډ خلاف ترسره کړه .

حضرت ځاځي د ۲۰۱۹ کال په فبروري میاشت کښي په شل اوریزو لوبو کښي د یو افغان لوبغاړي په توګه په یوه شل اوریزه لوبه کښي تر ټولو ډیري ۱۶۲ منډي جوړي کړې چي دغه ۱۶۲ منډي یې یوازي په ۶۲ توپونو د ایرلینډ خلاف ترسره کړې همدا ۱۶۲ منډي په نړیواله کچه د پینچ تر ۱۷۲ منډو وروسته دوهمي لوړي منډي وې.

هغه د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر میاشت کښي د ترسره کېدونکي لومړي پړاو اې پي ایل (APL) سیالیو لپاره د کابل ځوانانو لوبډلي سره یو ځای سو او د اکټوبر میاشتي پر ۱۴مه یې د بلخ پر وړاندي لوبه کښي په یوه اوور کښي ۶ شپږیزي هم ترسره کړې او همدارنګه په شل اوریزو لوبو کښي یې په ۱۲ توپونو د چټکي نیمه سلیزي ریکارډ سره ځان برابر کړ هغه همدارنګه په یاد لیګ کښي په ۳۲۲ منډو د خپلي لوبډلي (کابل ځوانان) لپاره مخکښ منډي جوړونکی هم سو.

وروسته تر په زړه پورو لوبو او لاسته راوړنو هغه د راتلونکي ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لپاره د افغان لوبډلي برخه سو.

د حضرت ځاځي د یو ورځنیو لوبو کارکردګي:

ځاځی په ۷ یو ورځنیو لوبو کښي ۱۶۹ مندي لري چي یوه لوبه کښي یې زیاتي منډي ۶۷ دي چي یادو ۱۶۹ منډو کښي یوه نیمه سلیزه لري.
ایورېج یې ۲۴.۱۴ او سټرایک رېټ یې ۱۰۷.۶۴ دی .
۱۵ څلوریزي او ۱۱ شپږیزي یې ترسره کړي.

د حضرت ځاځي د شل اوریزو لوبو کارکردګي:

ځاځي په ۶ شل اوریزو لوبو کښي ۳۷۸ منډي جوړي کړې چي یادو منډو کښي یې ۲ پنځوسیزي او یوه سلیزه شامله ده او یو ځلي ناسوځېدلی هم پاته سوی دی.
ایورېج یې ۷۵.۶۰ او سټرایک رېټ یې ۱۹۲.۸۵ دی .

همدارنګه په یوه لوبه کښي یې تر ټولو زیاتي منډي *۱۶۲ دي چي د ایرلینډ خلاف یې ترسره کړي دي.

شل اوریزو لوبو کښي یې ۳۲ څلوریزي او ۳۱ شپږیزي ترسره کړي.

په کم وخت کښي د حضرت ځاځي څو بهتریني لوبي د هغه د چټګ پرمختګ لامل سوې او د همدغو ښو کارکردګیو په مټ هغه د لومړي ځل لپاره راتلونکي ۲۰۱۹ نړیوال جام ته هم غوره سو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې