موخه ولرئ، خامخا ور رسیږئ

د بریاوو پر وړاندې دېوالونه د دې لپاره نه دي جوړ شوي، چې زموږ مخه ونیسي، بلکې د دې لپاره جوړ شوي چې په سختۍ ترې تېر شو او خلکو ته وښیو چې خپلې موخې ته رسېدل راته څومره مهم دي. دېوالونه زموږ مخه نه نیسي، د هغه چا مخه نیسي، چې هیلو ته رسېدل یې ورته مهم نه وي.

یو بېوزله کس پر لاره روان و او د غنمو یوه وړه بوجۍ یې پر اوږه وه، د خپلو ستونزو په فکر کې غرق تللی و، له خدای پاک څخه یې وغوښتل چې نور يې د ژوند دا غوټه خلاصه کړي، په همدې وخت کې د غنمو د بوجۍ خوله خلاصه شوه، غنم پر ځمکه باد باد شول، بېوزله کس وویل:
«یا خدایه! ما غوښتل چې د ژوند غوټه مې خلاص کړه، نه د غنمو د بوجۍ». بېوزله کس د غنمو په ټولولو لګیا شو، ګوري چې د غنمو په منځ کې یې د طلایي سکو ډکه همیانۍ ده. نوموړی له خپل عجولانه قضاوت او بې اعتمادۍ سخت وشرمېد.

کله چې ورځ پیلوی، هڅه وکړئ هغه خلک چې ښه کارونه ترسره کوي، ویې ستایئ او تشویق یې کړئ. کله چې موږ خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له یو بل سره مرسته کوو، د ورځې په پای کې به ټول ګټونکي يو.

About حمیدالله حمیدي 171 Articles
حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې. له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.