ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د یوه خوشحاله ژوند ۲۵ رازونه چې تر اوسه مو نه وي اورېدلي یا لوستلي!

اعلان

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

د خوشحاله اوسېدو ارواپوهنه د زیاتو ارواپوهنیزو مقولو برخلاف رواني اختلالاتو ته زیاته توجه نه کوي بلکي له ژونده پر خوند اخیستلو او خوشحالۍ باندي زیات تمرکز کوي خو اوس پوښتنه دا ده، چي څنګه کولای سو په خوشحالۍ سره ژوند وکړو او له ژونده خوند واخلو؟ هغه رازونه عبارت دي له:

۱ـ له خدای سره اړیکه ونیسئ: انسان د خالق تعالی قُرب او د هغه ذات د خدایۍ روح ته داسي اړتیا لري، لکه یو نوی زېږېدلی ماشوم چې مور ته لري. څوندي چي جسم د ژوند د ادامې او پایښت له پاره هوا او غذا ته اړتیا لري، هغوندي روح او باطن هم الهي لارښووني او روح ته اړتیا لري. د روح سکون او آرامش هغه خاصلخېزه ځمکه ده چي د” غوښتني او اړتیا “ تخمونه په هغې کښي ښه وده کوي، خپلي حقه غوښتني د الله تعالی په یاد کي چي د زړه او روح سکون دئ، وکرئ څو په ښه ډول در حاصلي سي. خدایتعالی له هغه چا سره دئ چي هغه له خدای ج سره وي. الله تعالی او د هغه ذات نومونو ته په پام کولو سره، د هغه ذات همراهي او ملاتړ د ځان په لور در جلب کړئ. انسان هم همدا دئ چي الله تعالی ته توجه کوي، بناً خدای ج ته پاملرنه وکړئ څو الهي وګرځېږئ! پر خدایتعالی ج باندي توکل وکړئ. هر څوندي چي تاسي الله تعالی ته نژدې کېږئ، هغوندي به په ځانو کي لا ډېر سکون او آرامش حاصلوئ او هم هرڅوندي چي تاسي له خدای ج څخه لېري کېږئ، لا ډېر په وېري او اضطراب کي راګيرېږئ. الله تعالی فرمایلي دي: که زما بنده ګي وکړئ زه به ستاسو همراهي وکړم او ګامونه به مو محکم کړم. د الله تعالی همراه او ملګری اوسېدل، یعني د الهي قوانین له مخي رفتار او چار چلند کول، له ګناه ځان ساتل، له نورو سره مرسته کول، د نورو نه آزارول، د والدینو او استادانو احترام، پر کشرانو شفقت او د مشرانو احترام او نور. د خدای سره ملګری اوسېدل په واقعیت کي د ځان سره مرسته کول دي.

۲ـ خوشبين اوسئ: ژوند ته له مثبتي زاویې څخه وګورئ څو ځان د لا ډېري خوشحالۍ او انرژۍ د احساس په وجه چي ستاسي په نصیب کېږي، حیران کړئ.

۳ـ مسئوليت منوونکي اوسئ: مسئوليت قبلونه د خوشحالۍ د درجې زیاتېدو سبب کېږي. هر څوندي چي انسان مسئوليت منوونکی اوسي همغوندي به خوشحاله وي. البته په دې شرط چي تر خپل وس به لوړ او زيات مسئوليت نه مني. ځکه نو هیڅکله فکر ونه کړئ چي که له مسئوليته وتښتئ خوشحالي به مو نصیب سي!

۴ـ محاکمه او د نورو قضاوتول مو وځنډوئ:

په دې دنیا کي هیڅ پېښه د تصادف له مخي نه کېږي، بلکي په ټولو پېښو کي د الله ج لطف او رحمت نغښتی دئ. ټولي پېښي موږ ته داسي پیغامونه لري چي زموږ د روح او روان د تکامل سبب کېږي. مثلاً تاسي کېدای سئ د یوې پېښي پیغام په ښکاره توګه بد وګڼئ خو تر یوه لنډ وخت وروسته شاید پر هغه پوه سئ یا حتی کېدای سي ترڅو چي ژوندي یاست هم ورته متوجه نه سئ. دا ځکه چي ډېری دغه ډول پېښي زموږ له درک و فهمه په هاخوا او د الهي اسرارو څخه دي او زموږ په محدود هوښ او ذکاوت سره د الله تعالی حکمت فهمول داسي دي لکه د سمندر اوبه چي په پیمانه اندازه کوو. همدارنګه په الهي ذهن کي بایلل نسته او که تاسي په ظاهره کوم شی بایلی، د هغه معادل او یا حتی تر هغه شه تر ترلاسه کوئ او دا ټول شیان د یوې وسیلې په توګه ستاسي د روح د تکامل او ښایست له پاره دي. راځئ دا حقیقت ومنو چي په هر ناخوښ حالت کي، حتمن یو پټ حکمت سته.

۵ـ پراخ نظر ولرئ: مه پرېږدئ چي کوچني مشکلات مو غچ پچ کړي.

۶ـ د انسان باورونه او عقاید: د انسان پر شاوخوا باندي له پېښو څخه د برداشتونو په شکل نیولو کي د فرد باورونه او عقاید خورا مهم او اغېزناک نقش لري او سبب کېږي چي د فرد احساس مثبت یا منفي لوري ته تمایل پیداکړي. بالاخره هغه کس چي همېشه تروش او تریو ګرځي حتمي به لږ خوشحاله وي او له ژونده به لږ خوند اخلي دا په داسي حال کي ده چي يو خوش خلقه انسان په ژوند کي زیاته خوشحالي تجربه کوي. نو د افکارو تغیر او عوضول کولای سي چي زموږ په خوشحالي زیاتولو کي مثبت نقش ولري.

۷ـ مثبت فکر وکړئ: هر فکر، د انرژۍ یو صورت دئ چي د خپلو نېکیو یا بدیو په پایله کې تولیدوو. په مثبت فکر کولو سره له مثبت توان او طاقته سره مرتبط کېږو، د خوشحالۍ احساس کوو او چي چېري ځو له ځانو سره د خوشحالۍ یاد احساس لېږدوو. دا زده کئ چي څنګه د مثبتو افکارو له لاري خپل احساسات مهار او قابو کړئ. په ځیر سره خپلو افکارو ته متوجه سئ او کله چي يو منفی فکر درباندي حمله کوي، په وړاندې ودرېږئ او پر ځای ئې یو مثبت فکر ته ځای ورکړئ. مثبت فکر او ذهن، مثبت حالات ځان ته را کاږي. مې هېروئ چي عالم، زموږ د نیتونو جوابګوی دئ. زموږ افکار او باورونه د انرژۍ په بڼه زموږ له وجوده وزي او دباندینۍ نړۍ ته لاره کوي او محیط دا کوښښ کوي هغه څه چي موږ ئې غواړو، موږ ته راکړي. د توفیق راز همدا دئ چي په مثبت او صعودي لور کي د خپلي انرژۍ کچه لوړه کړو او د ځانو او نورو له پاره همېشه د بهترینو غوښتنه وکړو. ځکه حتی که د نورو په اړه منفي او بد نیت ولرو، زیان راوړونکي اثار ئې خپله پر موږ باندي هم پرېوزي. څوندي به ښه وي چي د ځانو او نورو له پاره بهترین نیتونه، فکرونه او تمنیات ولرو څو د سکون او آرامش اوج ته ورسېږو.

۸ـ منندوی او شکر کښونکي اوسئ: له نورو څخه مننه وکړئ. له همکاره مو د هغه د مرستي په خاطر مننه وکړئ او په کار کې د بریالیتوب په خاطر هغه وستایاست.

۹ـ له نورو سره چار چلند: کېدای سي فکر وکړئ چي د نورو سره ستاسو د تعامل او چارچلند ډول به یوازي د مقابل طرف پر روحیاتو باندي تاثیر وکړي خو داسي نه ده. یوازي مقابل طرف ستاسي د برخورد له ډوله نه اغېزمن کېږي بلکي له نورو سره ستاسي د برخورد ډول ستاسي د خوشحالۍ او خوښۍ په احساس کي هم اغېزناک او موثر دئ. کوم کسان چي په ورین او خلاص تندي له نورو سره مخامخېږي هغوی په ژوند کي ډېر خوشحاله وي.

۱۰ـ پر خپل دننني سکون او آرامش باندي تمرکز وکړئ:

د توفان په زړه کي هم سکون پټ دئ. مهمه دا نه ده چي څه وخت څه در پېښېږي. هر څونده چي مشکلات سخت او سردرد جوړوونکي معلومېږي او هر څوندي چي هم وغواړو ډېر کارونه په آن واحده کي وکړو، باید یوازي خپلي دروني خلوتځای ته ننوزو، او دروني سکون حاصل کړو. دروني خلوتځای ته د لاسرسي له پاره، خپلي سترګي بندي کړئ او بیا په خپل درون کي آرامه او ملایمه روڼا تصور کړئ. دا نو هغه فضاء ده چي ستاسي د زړه ضربان ستاسي په امر آرام غورځي – همغه ځای ته ولاړ سئ. په دې وخت کي ستاسي معنوي استاد را رسېږي؛ او تاسي په غوږ کي وايي:” هرځای کولای سې ښه وکړې، په هر شي کي کولای سې، په هره بڼه چې کولای سې، هر وخت چې کولای سې، د هر څومره کسانو سره چې کولای سې او تر هره وخته چې کولای سې – فقط ښه وکړه. “ دلته دئ چي سپینه روښنايي مو زړه آراموي، ځکه نو پر دې حاصل سوي سکون او آرامش باندي تمرکز وکړئ.

۱۱ـ هغه کارونه وکړئ چي له کولو ئې خوند آخلئ: خپل موټر پرېولئ، په کور کي دننه د ځینو کوچنیو ځایونو په جوړولو پیل وکړئ، تلوېزیون وګورئ، د سودا له پاره مارکېټ ته ولاړ سئ.

۱۲ـ نېک او ښه دوستان ولرئ: ستاسي په نظر د يوه ښه دوست او ملګري لرل به ښه وي که ډېره شتمني؟ ستاسي په فکر کوم یو کولای سي چي تاسي ته ډېره خوشحالي درکړي؟ په زړه پوري نه ده چي پوه سئ دا چي یو ښه دوست کولای سي چي په آسانۍ سره د اضافي شتمنۍ ځای ونیسي او ستاسي په خوشحالولو کي تر اضافي شتمنۍ زیات اغېزناک وي. فکر مو وي چي زه وایم پیسې او اضافه شتمني! یعني د فرد تر اړتیا اضافي عاید او شتمي، کنه له دې حقیقته هیڅوک هم سترګي نه سي پټولای چي د فقر ژوند هم کولای سي چي د ژوندانه پر کیفیت باندي منفي تاثیر پرېږدي. د هغي څېړني له مخي چي په انګلستان کي سوې وه، هر ښه دوست د ۵۰ انګلیسي پاونډو سره برابر دئ او د ښه دوست نه لرل کولای سي چي په همدې شمېر ستاسي خوشحالۍ ته تکان ورکړي. نو چي وس مو وي د خپلو ښو دوستانو په قدر پوه سئ.

۱۳ـ له خپلو شتو راضي اوسئ: بدن د ژوند وسیله ده نه د هغه تومنه یا جوهر. څوندي چي موږ انسانان د خپل جسم له ظاهر سره مشخصېږو ، يوه درخته له خپلي تنې سره نه مشخصېږي. زموږ تجربې باید لکه د درختي د ښاخلو په شان موږ ته شکل او بڼه راکړي، خو دا کار نه کوي. يوازي زموږ د وجود ماهیت او جوهر دي چي په محیطي شرایطو سره له منځه نه ځي، ماتېږي نه او يا د نورو د بررسۍ لاندي نه راځي. سته والی یا موجودیت له معنا ډک او بامفهومه دئ: زه حضور لرم، زه يم، زه دلته يم، زه په حال کېدو کي یم، یوازي زه یم چي ژوند مي جوړوم او… موږ ټول په نننۍ نړۍ کي خپل خاص مسئولیت او ماموریت لرو. له نورو سره په مرستي او کومک کولو سره، د خپل روح د تکامل سبب کېږو. پر دې دنیا زموږ اصلي رسالت هوښيارېدل یا بیدارېدل او هوښیارول او بیدارول دي او زموږ ژوند د سفر د يوه منزله په شان دئ او هدف نه دئ. له بیدارېدو څخه هدف د وجود په ټولو برخو او د ژوند په ټولو زاویو کي فعاله کېدل دي. لکه: روحي ويښوالی، جسمي، فرهنګي، اقتصادي، سیاسي، اجتماعي او… ویښوالی همدارنګه د زمان، مکان او لنډه دا چي” الهي بیداري “!

۱۴ـ له خپل جسمه ساتنه وکړئ: سالمه غذا وخورئ او ښه ورزش او استراحت وکړئ. کلب ته ولاړ سئ، پلی تګ وکړئ او يا په يوه ورزشي لوبه کي برخه وآخلئ.

۱۵ـ په خپلو خوشحالیو کي د نورو راګډول: کله چي یو فرد په خپلو خوشحالیو کي نور کسان را شریکوي، خپله خوشحالي ئې هم زیاتېږي. ځکه نو که غواړئ چي خپله خوشحالي ډېره کړئ څوندي چي کولای سئ نور په خپلو خوښیو او خوشحالیو کي در شریک کړئ او هیڅکله خپله خوښي او خوشحالي یوازي مه نمانځئ او د هغو کسانو سره خپله خوښي او خوشحالي شریکه کړئ چي مینه ورسره لرئ.

۱۶ـ د اخلاقي دستورونو احترام وکړئ: د نورو په ژوند کي له مداخلې او پلټني څخه پرهېز وکئ. د نورو د شخصي پیغامونو او محرمو خاطراتو لوستلو او د هغوی شخصي خبرو ته له غوږ نیولو څخه پرهېز وکئ. له دروازې ټکولو او اجازې اخیستلو څخه پرته هرځای مه ننوزئ. نورو ته د خپلو باورونو او نظریاتو د سهی ثابتولو له پاره کوشش مه کوئ. هڅه مه کوئ چي په زور سره د نورو باورونه، نظریات او افکار تغیر کئ. ځکه د دغو دستورونو د نه مراعاتولو په صورت کي، خپل سکون او آرامش مغشوشوئ (ناراحته کوئ). له خپلو والدینو سره ښه وکړئ. له هغوی سره په لوړ ږغ خبري مه کوئ. بتی. جی. ایدی وايي:” هرکله چي تاسي د الله تعالی په دربار کي دعا کوئ، دغه دعګاني د نوراني شعاعوو په شکلونو د آسمان و طرف ته پورته کېږي او پرښتې د هغوی د قبلېدو له پاره ځمکي ته راکښته کېږي. خو له دغو دعاګانو څخه ئې يوه ډېره نوراني ده او پرښتې ئې په محضی لیدو سره هغې ته په چټکۍ سره ځانونه رسوي. دغه قدرتمندترینه دعا ستاسي په حق کي ستاسي د مور دعا ده. د مور دعا له ډېرو خالصو دعاوو څخه ده. “ څوندي به ښه وي چي د زړه له کومي د خپلو والدینو احترام وکړئ او د هغوی غوښتني او احتیاجات ور پوره کئ، ځکه چي د هغوی سره محبت او نېکي، ستاسي د آرامش او خوشحالۍ سبب کېږي.

۱۷ـ خپل ورځني پروګرامونه مو تغیر کړئ څو نوی سېک در پکښي پیدا سي.

۱۸ـ له خلګو سره په اړیکه کي اوسئ: آیا په یادېږي مو کله چي مو يوه پخواني دوست او ملګري – چي تاسې تمه هم نه لرله، درسره اړیکه ونیوله څنګه احساس مو درلود؟ د کورنۍ یا دوستانو له پخوانیو غړیو سره مو اړیکه ونیسئ او د هغوی له حاله خبر سئ.

۱۹ـ نوی اند او نظر پیداکړئ: طاووس رنګارنګ بڼکي لري او کله چي له یوې خاصي زاویې څخه ورته ګورئ، خورا زیاته او بې جوړې ښکلا لري. په ژوند کي ډېری مسایل، هغه وخت خپل ارزښت ښکاره کوي چي له صحیح زاویې څخه ورته وکتل سي؛ خو یوشان او کلیشه يي کتنه، د دغو ښکلاوو لیدل ستونزمنوي. که هري مسلې ته له صحیح زاویې څخه وګورئ، په هغې کي به ځلېدونکي څیزونه او ښایست ووینئ. کوښښ وکئ چي هرشی او ټول کسان له نوي نظره ووینئ چي د عادت له مخي ناهیلي او نا اُمیده سوي نه دي. په دې روش سره به تاسي نامحدودي شتمنۍ کشف کړئ. مې هېروئ که له سهی زاویې څخه ټولو شیانو او خلګو ته وګورئ، هر شخص يا هر شی ستاسي د پروردګار له طرفه تاسي ته ښایسته زېری او پیغام له ځانه سره لري. فلورانس وايي:” ټول انسانان په د خیر او صلاح په یوه ځنځیر کي د زرینو/طلايي حلقو په شان دي “.

۲۰ـ نوښتګر اوسئ: هره ورځ مو په ځان کي د نوښتګرۍ انرژۍ پیداکئ. په دې کي کېدای سي لاسي کار، بیاجوړونه، نقاشي، د کاریکاتور رسامي، لیکنه او حتی باغداري هم راسي. مهمه دا نه ده چي څوندي ځان بوخت وساتئ او یا څوندي د هفتې تر پایه د بې حالۍ احساس کوئ، که د نوښتګرو فعالیتونو له پاره وخت وقف کړئ، لا به د ډېري خوشحالۍ احساس کوئ.

۲۱ـ خپل نېک او مثبت صفتونه مو زیات کړئ: له غیبته، تهمته، د افرادو یا پېښو په اړه له ناسنجول سوي قضاوته، له نورو سره له حسادته، کینې، درواغو او جروبحثونو او لنډه دا چي د نورو له زهیرولو پرهېز وکړئ. ځکه په داسي کارونو سره ځان له منفي توانایو څخه ډکوئ، څوک چي له دې ټولو منفي تواناییو څخه ځورېږي، تاسي خپله یاست. هرکله چي د نورو سره مرسته او ښه کوئ، په ځان کي زیاتي مثبتي قوې برابروئ او دا مثبتي قوې ستاسي د خوشحالۍ او سکون سبب ګرځي. کله چي اودس تازه کوئ، ساکن برق خپل بد ته ورکوئ؛ اوبه هم برق تېروونکي دي او تاسي د آلفا څپې (سکون بخښوونکي څپې) تولیدوئ. د سر په مسحه کولو سره دغه څپې یا امواج د مغز کورتکس ته انتقالوئ او سبب کېږي چي د مغز بوخته او مشغوله برخه آرامه سي. د پښو په پرېوللو او مسحه کولو سره، په لاندینیو غړیو کي د آلفا څپو انتقال ته سرعت ورکوئ. د ځمکي پر مخ چي کوم ځای ډېري د آلفا څپې لري، هغه کعبه ده. کله چي تاسي نمونځ کوئ او د خدای ج د کور پر خوا باندي درېږئ او د بدن ۷ برخي مو له ځمکي سره لګېږي، داسي څپې او موجونه ترلاسه کوئ چي ستاسي د سکون او ارامتيا سبب کېږي. په ځان کي د مثبتو قوو زیاتولو له پاره کولای سئ چي د حمام په یوه تشت کي چي له مالګینو اوبو ډک وي، د ۲۰ دقیقو له پاره کښېنئ. په رنګه پلاستیکي ډبو کي د چښاک اوبه واچوئ او د ۲ ساعتو له پاره ئې تېز لمر ته کښېږدئ؛ وروسته اوبه را واخلئ او په یخچال کې کښېږدئ او د اړتیا په وختو کې وچښئ. له بوټو او جرابو پرته پر تازه چمن باندي وګرځېږئ؛ دا ځکه چي طبیعت د مثبتو قوو د انرژۍ سرچینه ده.

۲۲ـ تخیل وکړئ: خپلي ستري هیلي او آرزوګاني یاداښت کړئ او په تدریج سره هغو ته واقعیت ورکړئ هغه وخت به نو تاسي همېشه د انتظار کولو له پاره څیزونه، او د خپلي انرژۍ د متمرکزي کولو له پاره ځای ولرئ.

۲۳ـ حسونه يو له بله، جلا کړئ: موږ ډېریو دې مسلې ته دوندي پام نه دئ کړی چي خپل پنځه ګوني حواس یو له بله تفکیک او هغوی هر یو یو له بله جلا په یوازي ډول حس کړو. ذهن مو د حسي آګاهۍ زیاتولو او لوړولو له پاره وروزئ. نن ورځ پر لیدلو باندي تمرکز وکړئ، سبا پر خوند کتلو، بل سبا پر بویولو او… مثلاً: کله چي په حمام کي لمبېږئ، پر خپل بدن باندي د اوبو څاڅکي محسوس کړئ او له دې څخه چي ستاسي د پاکوالي او سکون سبب کېږي، خوند واخلئ. هرکله چي د ډوډۍ خوړلو په حال کي ياست یوازي د غذا پر خوند او مزې باندي تمرکز وکړئ. کله چي په ګیلاس کي چای در اچوئ، د چایو د توئیدلو ږغ ته متوجه سئ. په دې ترتیب سره، یو له بله د خپلو حسي تجربو په جلا کولو شروع وکئ او له هر یوه څخه خوند واخلئ.

۲۴ـ بخشش کوونکي اوسئ: کېدای سي هغه وخت راغلی وي چي یو څوک (یا ځان) د هغه شي په خاطر چي پېښ سوی دئ او يا ویل سوی دئ – ورته انعام یا بخشش ورکړئ. تېري سوي پېښي او غلطۍ ومنئ او هېرې کړئ. پوه سئ چي نه سئ کولای وخت شاته کړئ. خپله خوشحالي د تېرو سوو ناهیلیو او ماتیو په له منځه وړلو سره بیاځلي ترلاسه کړئ.

۲۵ـ خپل اضافي شیان مو د اوسېدو له محیطه لېري کړئ: د کور دننه شیان مو وګورئ او له ځانه وپوښتئ چي: آیا دا دې سامانو ته اړتیا لرم؟ کتابونه مو له بکسونو څخه راوباسئ او وګورئ چي د هغوی بیاځلي لوستلو ته قصد او اراده لرئ. ټول یادګاري شیان بررسي کړئ او له ځانو څخه وپوښتئ چي آیا اوس هم هغه لحظې چي یادو شیانو تاسي ته در په یادولې، ستاسي له پاره مهمي او با ارزښتي دي؟ خپل کالي بررسي کړئ او توجه وکړئ چي آیا دې ټولو کالیو ته اړتیا لرئ او آخري وار چي مو هغوی آغوستي ول څوندي وخت ورڅخه تېر سوی دئ او آیا بیاځلي ئې د اغوستلو قصد او اراده لرئ؟ وروسته تر دا ډول کلي بررسۍ چي کوئ ئې خپل ټول اضافي وسایل او لباسونه یا خو نورو ته بخشش او یا ئې هم نیلام کړئ. ځکه چي هر شی خپله انرژي لري او که کار ورڅخه وانخیستل سي په کور کي په ولاړو اوبو سره بدلېږي. همدارنګه د موږکانو او مږو له پاره په مناسب ځای باندي بدلېږي. نو باید پام مو وي او پرېږدئ چي انرژي په آزدانه توګه جریان پیداکړي او اوبه رواني سي. که زاړه شیان وساتئ، د نوو د ساتلو او ځای پر ځای کولو له پاره به ځای نه وي. نو په ژوند کي د انرژۍ د جریان او ستاسي د پرمختګ له پاره خپل ټول اضافي وسایل چي نور ورته اړتیا نه لرئ له خپل محیطه دباندي وباسئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي