افغانستان عمومي کلتور

د ارواښاد پوهاند حسن کاکړ جنازه لغمان کې خاورو ته وسپارل شوه

د نامتو تاریخپوه، څېړونکي او استاد دوکتور محمد حسن کاکړ جنازه ادا او خاورو ته وسپارل شوه .

د افغانستان د نامتو تاریخپوه، څیړونکي او استاد دوکتور محمد حسن کاکړ جنازه د مرغومې په ۲۸مه د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د سرخکانو په سیمه کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ادا او خاورو ته وسپارل شوه .

په یادو مراسمو کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل،په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلام نبي فراهي،د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر عبدالغفور لیوال، دوه سوه یو سیلاب قول اردو قوماندان ډګرجنرال محمد زمان وزیري، لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د کابل پوهنتون رئیس او استادانو، د ارواښاد د کورنۍ غړو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و.

د جنازې د مراسمو پر مهال د ولسمشر محمد اشرف غني پیغام په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلام نبي فراهي ولوست، چې په کې د ارواښاد پر مړینه د خواشینۍ څرګندولو سربېره د مرحوم کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کړې و.

په دغه مراسمو کې د کابل پوهنتون رئیس او یو شمېر نورو د خپلو خبرو پر مهال د پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ د ژوند او فن په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل .

د جنازې په مراسمو کې د ارواښاد کاکړ زوی کاوون کاکړ د ټولو چارواکو او ولسونو څخه مننه وکړه،چې د پلار په مړینه کې یې له دوی سره غمشریکي وکړه او د جنازې په مراسمو کې ورسره ګډون وکړ.

د یادو مراسمو وروسته د ارواښاد پوهاند محمد حسن کاکړ جنازه د لغمان ولایت د مسلکي زده کړو په انسټیټوټ کې د نوموړي په نوم د نوې جوړېدونکي کتابتون په سیمه کې خاورو ته وسپارل شوه .

ارواښاد پوهاند محمد حسن کاکړ په ۱۹۲۹ میلادي کال کې د لغمان ولایت د الیشنګ درې د پلوټي کلي په یوې درنې کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */