ټولنیز ژوند کورنی ژوند

د خپلو میرمنو د خوشحالولو لپاره څو ټکو ته پام ولرئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د خپلو خیالانو له میرمنې سره آشنا کېږئ؛ له یو بل سره واده کوئ او له ګډ ژوند څخه کلونه وروسته هرڅه بدلون کوي او سره له دې، چې خپله مېرمن ښه پېژنئ، خو دې ته مو پام کېږي، چې کله وخت واقعاً په ډېرې سختۍ سره کولای شئ، چې له یو بل سره ښه اړیکه ولرئ، سره له دې تاسو باید د یوه خاوند په توګه خپل رول ولوبوئ او خپلې مېرمنې ته هغه مینه، چې وړ یې ده، ورکړئ.

هغې ته د ځانګړي اوسېدو احساس ورکړئ
تاسو د یوه نارینه په توګه، کله چې له خپلو دوستانو سره یاست، په طبیعي توګه آرامه او خوشاله یاستئ او له یو بل سره ټوکې ټکالې کوئ، خو یوه ښځه له دې خبرو څخه ډېره پېچلې ده او دا هغه څه دي، چې تر ډېره نارینه یې هېروي. نارینه له ښځو پرته یوازې موجودات دي، ټولې هغه پیسې، شهرت او ځواک، چې ترلاسه کوئ یې، که چېرې داسې کوم څوک ونه لرئ، چې وکولای شئ، خپلې دا لاسته راوړنې ورسره شریکې کړئ، نو په څه درد خوري؟

تاسو باید پوه شئ، چې ستاسو مېرمن په تاسو پورې تړاو لري او د دې وړتیا لري، داسې چلند ورسره وکړئ، چې د ځانګړي اوسېدو احساس وکړي. هغې ته د ستاینې او مننې یو کوچنی یاددښت پرېږدئ او اعتراف وکړئ، چې ورسره څومره مینه لرئ او څومره درته مهمه ده.

د هغې د خوښې وړ خواږه ورته واخلئ، له دې څخه به ډېره زیاته خوشاله شي، چې په یاد مو دي څه څه یې خوښېږي او ورته اخیستي مو دي.

کله چې له یو بل سره خبرې کوئ، نو غوره وخت دی، چې هر څه ورته په زړه پورې او جذاب کړئ، اړتیا نه شته، چې خارق العاده کارونه ترسره کړئ، خپله پوهېږئ، چې زموږ موخه څه ده!

کوم کارونه یې چې در سپارلي دي، له نیمګړتیا پرته یې ترسره کړئ. د ورځې په اوږدو کې له خپلې مېرمنې سره ټیلیفوني اړیکه ټینګه کړئ او یا یو مینه ناک پیغام ور واستوئ. داسې یو کار ترسره کړئ، چې د آرامتیا او هوساینې احساس وکړي.

هغې ته ووایئ، چې څومره ښکلې یې
که چېرې داسې یو نارینه یاست، چې واقعاً د خپل ژوند شریک ستایئ، نو باید پوه شئ، چې ښکلا یا ( ښکلی خطاب کېدل ) د یوې ښځې لپاره څومره ارزښت لري. خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ، هره ورځ یا یوه ورځ وروسته ولامبئ. مسواک ووهئ، خپل نوکان اوږده مه پرېږدئ او ښې جامې واغوندئ، په ډاډه سره ویلی شم، چې تاسو به ډېر وستایي، کله چې دا کار یې وکړ، ورو یې په غېږ کې ونیسئ او ورته ووایئ، چې ستا د خوشاله کولو لپاره په خپل ځان باندې ګوتې وهم او دغه راز ځان ښکلی کوم.

ستاسو مینه او پام هغه څه دي، چې مېرمن مو ورته اړتیا لري او هغه ډاډ چې په تاسو باندې یې لري، دې ته یې اړه کوي، چې ستاسو په خاطر له ټولې نړۍ سره وجنګېږي، نو هماغه نر واوسئ، چې مېرمن مو وکولای شي په تاسو باندې اعتماد وکړي او دا باور یې په شونډو باندې مسکا خپره کړي.

هغې ته خوښي ورکړئ
پوهېږئ، ډېرې جوړې دي، چې له ګڼو ستونزو سره لاس و ګرېوان دي، خو مینه ناک ژوند لري. پیسې ځواک او ښکلا، ستاسو له ژوند څخه په خوند اخیستلو باندې اغېز نه لري. خوند او خوشالي ستاسو له دننه څخه سرچینه اخلي او هغه راضي کوونکی او خوشالونکی احساس دی، چې کولای شئ، له خپلې مېرمنې سره یې له کوم محدودیت څخه پرته شریک کړئ.

په خوبونو باندې یې باور ولرئ، مرستندویه او ملاتړ کوونکی یې واوسئ، هغې ته آزادي ورکړئ، هرڅه یې چې خوښېږي وې ټاکي، ورسره په ډېر پام او نرمښت سره چلند وکړئ او په خپلو خبرو کې له ښو او مؤدبو کلمو څخه ګټه واخلئ.

که چېرې ستاسو ترمنځ کوم بحث را منځته شو، لومړی ښه غوږ ونیسئ او که چېرې هغه په حقه وه او تاسو د مخالفت لپاره کوم دلیل نه درلوده، نو ترې بښنه وغواړئ او اړین بدلونونه را منځته کړئ.

له هغې سره خرید ته لاړ شئ، ماښامنۍ په ګډه له کور څخه بهر وخورئ او هغه ځای ته لاړ شئ، کوم چې د مېرمنې مو خوښېږي، په ګډه په تفریح او مسافرۍ لاړ شئ.

پورته سپارښتنې ستاسو له نارینه روحیې سره هېڅ مخالفت نه لري، بلکې هغه چلندونه دي، چې یو رښتینی او واقعي نارینه یې له خپلې مېرمنې سره لري. ټول په دې باندې ښه پوهېږي، چې الله (ج) ښځه او نارینه یو د بل د بشپړتیا لپاره پیدا کړي دي او تاسو د یوه نارینه په توګه پرته له هغې ښځې چې پرې مین واوسئ، تل به یو څه کم ولرئ، حتا که چېرې لوړ مقام ته هم ورسېږئ. که چېرې ستاسو مېرمن ښه احساس ولري، نو د هغې ښه احساس تاسو ته درګرځي او له ژوند څخه به ستاسو تجربه هم رضایت بښونکې وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل