ژوند او ژواک

د نړۍ په کچه د خوشاله خلکو لس (۱۰) عادتونه

لیکنه: سین کیم
ژباړه: شاهین

د مثبتې ارواپوهنې پلار مارتین سیلګمین وايي، چې ۶۰ سلنه خوښښي د انسان په ارثي او محیطي خصوصیاتو پورې تړلې ده؛ او پاتې ۴۰ سلنه د حالاتو په وړاندې زموږ او ستاسې په غبرګون پورې اړه لري.

ښاغلی سلیګمین باور لري، چې خوښښي عبارت ده له خپلو اغظمي وړتیاو له درک؛ او د هغې څخه د شخصیت او ژوند د سطحې د لوړولو لپاره د پوره ګټې اخیستنې څخه.

د سلیګمین په څير ګڼو څیړونکو د خوښښۍ ساینس او هنر مطالعه کړی. موږ دلته په دې لیکنه کې تاسې ته د خوشاله خلکو (۱۰) عادتونه در په ګوته کوو. خوشاله خلک څه کوي؟!

۱ـ دوې له خپلې هرې لحظې څخه خوند اخلي.

خوښ خلک له ګل بویول هم خوند اخلي. دوې د ژوند هره ښه او بده شیبه درک کوي او په خپله خوښه يې څرخوي.

دوې یواځې د ژوند په هغه شیبو فوکس کوي، چې دوې کنټرولولای شي. دوې د هغه شیبو په کیسه کې نه دي، چې ددوې تر وس بهر وي. دوې تر کنټرول لاندې خپلې ټولې شیبې شماري او خوند ترې اخلي.

۲ـ خوښ خلک لوړ ذهنیت لري.

خوشاله خلک لوړ ذهنیت لري. دوې د تړلي ذهنیت لرونکو خلکو په څير خپله خوښښي یواځې په بریالیتوب پورې نه تړي، بلکې دوې ان له خپلو کامیابیو هم ذده کړه کوي او د ماتې له تجربو خوند اخلي.

دوې ناکامي خپله کمغلتوب نه بولي، بلکې د ناسمې ستراتیژۍ او پلان له امله يې بولي. په لنډ ډول ویلای شو، چې خوښ خلک له خپلو ناکامیو هم خوند اخلي او له هغې څخه د ژوند د پرمختګ په برخه کې د تجربې په ډول استعمالوي.

۳ـ دوې له نورو خلکو سره راشه درشه ساتي.

د جیم روهن په نوم یو پوه وايي، چې تاسې د هغه ۵ کسانو اوسط يئ، چئ ستاسې په شاوو خوا کې دي.

موږ د چا سره راشه درشو لرو؛ څوک زموږ ملکري دي؟ دا ټول زموږ په احساس او فکر تاثیر لري.

دا خبره موږ په تاسې ښه ونه لګیږي، خو موږ سپارښتنه کوو، چې ټول منفي ذهنیت لرونکي خلک له خپله ځان لرې کړه. هغوې چې ستا خوشالي تروړي، په خوا يې هم مه تیریږه.

که په یو دم له منفي خلکو نه شئ لرې کیدلای، ناسته پاسته ورسره کمه کړئ او په تدریجي ډول سره ترې لرې شئ.

۴ـ خوشاله خلک هیله مند وي.

هیله، امید او خیال هغه څه دي، چې په سختو شیبو کې موږ ته اساني راولي او موږ راتلونکي ته هیله مند کوي.

ځان سره د سهار پاڅیدو لپاره یو علت وټاکئ. سهار چې پاڅیږئ، ولې پاڅیږئ؟ څه کوئ؟ څه کار کوئ؟ ولې يې کوئ؟! دا ډول پوښتنې ژوند ماناداره کوي او شخص ته خوښښي بښي.

۵ـ حوصله لري.

ژوند کې خوښ او خوشاله خلک باحوصله او استقامت لري. دوې ژر نه ناهیلي کیږي او د ستونزو سره د مقابلې ډیره انرژي او سړه سینه لري.

دوې په دې باور لري، چې د صبر میوه خوږه وي.

۶ـ خوشاله خلک ځان ته حدودات ټاکي.

دوې همیشه هر چاته (هو) نه کوي؛ بلکې کله کله (نه) هم کوي. دوې خپل ځان او خلکو ته حدودات ټاکي. د نورو د خوشالوولو لپاره خپل ځان نه پایمال کوي.

د نورو خلکو لپاره یواځې د ګټې ځاله مه جوړیږه، چې هغوې راشي او له تاسې څخه ګټه پورته کړي او ځي په خپله مخه. په ځان هم کار وکړئ او ځان ته هم وخت او انرژي بیله کړئ. ته له هر چا ډیر مهم يې.

۷ـ  تجربه په پیسو اخلي؛ مالونه نه اخلي.

خوشاله خلک ځان ته د ۶۴ انچه دري ضلعي ټلویزون او سکرین په ځای اروپا، امریکا او نورو خارجي هیوادونو ته د تګ زمینه برابروي. دوې هلته ځي، چې د خلکو څخه ذده کړي، څوک څه ډول ژوند کوي. دوې تجربې ته د جنس په نیسبت ډیر ارزښت ورکوي. تجربه موږ خوشاله ساتي. موږ ته د ژوند درس راکوي او د راتلونکې لپاره مو هوښیاروي.

۸ـ خوشاله خلک ډیر ورکوي، لږ اخلي.

خوښ خلک ډیره مینه ویشي. د پیسو د جمعه کولو په ځای، ډيرې خلکو سره په مرسته لګوي. دوې خیر و خیرات ډیر کوي. اړمنو خلکو سره مرسته کوي، لایقه ذده کوونکي، هنرمندان او نور استعدادنه په جایزو سره نازوي.

۹ـ د سحت حالت سره مبارزه کوي.

خوشاله خلک د سختو شیبو په وړاندې نه مایوسه کیږي؛ بلکې د هر ځل پریوتو څخه وروسته دوې بیا راپاڅیږي او بیا هڅه کوي. دوې باور لري، که ۷ ځلې مات شي، اتم (۸) ځل به ودریږي.

خوښ خلک عادت لري، چې مبارزه وکړي. دوې وايي، هڅې او کوښښونه به يې رنګ راوړي او پرمختګ يې په نصیب شي. دوې په دې پوهیږي، چې څه کوي، هغه دا ارزي، چې دوې ورته خپلې خولې تويې کړي.

۱۰ـ خوښ خلک دوامداره ذده کړه کوي.

خوشاله او بریالي خلک همیشه ذده کړه کوي. دوې هڅه کوي، چې یو څه نوي ذده کړي. دوې کتابونه لولي؛ سفرونه کوي، او بهرنۍ ژبې ذده کوي. ددوې ذده کړه عمري وي. دوې هیڅلکه هم د نویو شیانو له ذده کړې څخه نه په شاه کیږي.

دوې په دې باور لري، چې د خوشاله ژوند لپاره په ژوند کې پرمختګ لازمې دي. دوې د ژوند د پرمختګ لپاره له ذده کړې مخ نه اړوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */