ټولنیز ژوند له نړۍ

نارینه که ښځینه؛ مجرد که واده کړي؟ د نړۍ تر ټولو خوشاله خلک څوک دي؟

لیکنه: صادق طارق

د نړۍ تر ټولو خوشاله خلک څوک دي؟

دوی نارینه دي که ښځینه؟

هغوی چې اولادونه او د ژوند ملګري لري او که نه یې لري؟

په دې اړه د تازه څېړنو پایلې څه دي؟

د ګارډین راپور

د برتانیې ګارډین ورځپاڼې په دې اړه یو راپور خپور کړی.

په راپور کې د لندن د یوه مشهور څېړونکي پل ډولان خبرې په دې تړاو را اخیستل شوي.

هغه باور لري، چې نا واده کړې ښځې د هغو په پرتله چې واده او اولادونه لري، په عامه توګه زیات عمر کوي.

د دغه برتانوي عالم په وینا عام باور دا دی، چې واده او اولاد لرل د خلکو په خوشالولو کې مهم رول لري.

خو دی وایي چې د علمي څېړنو له مخې داسې پایله نه ده ترلاسه شوې.

واده خوښي که ناخوښي؟

پل ډولان وایي د دوی څېړنو ښودلې، چې واده نارینه وو ته خوښي بښي، خو ښځو ته برعکس هغومره په زړه پورې پایله نه لري.

د ده په خبره که نارینه یاست د واده فکر وکړئ او که ښځینه نو زیات مه ورته خوشالیږئ.

د ډولان په وینا نارینه له واده سره ډېر آرامیږي.

دی وایي له واده وروسته لږ نارینه خطر ته غاړه ږدي، خو اکثره یې د هوساینې په فکر کې وي.

نوموړی د ښځو په اړه وایي، چې دوی له واده وروسته د ژوند تر پایه زیاتې سختۍ زغمي او د نا واده کړو ښځو په پرتله زر مري.

ډولان په همدې دلیل وړاندوینه کوي، چې ناواده کړې نجونې یا ښځې تر واده کړو ښځو، واده کړو او نا واده کړو نارینه وو ټولو زیات خوشاله دي او اوږد ژوند کوي.

خو ناواده کړې ښځې ولې نارامه وي؟

پل ډولان پخپل وروستي کتاب ( د ژوند تر پایه خوښي) کې په مفصل ډول د مجردو، متاهلو، طلاق شویو او د ژوند له ملګرو محرومو شویو انسانانو په اړه د خپلو څېړنو پایلې خپرې کړي دي.

په دغه اثر کې هغه ویلي، چې نا واده کړې نجونې او ښځې هم هغومره، چې باید خوشاله وي؛ خوشاله نه دي.

د ده په وینا د دوی د خوشالۍ د نیمګړتوب لوی دلیل دا دی، چې دوی د عام دودیز ذهنیت له مخې فکر کوي، چې د ژوند ملګري او ماشومانو نه لرل یې نېمګړتیا ده.

ډولان زیاتوي: دوی په همدې وجه ځان نارامه او نېمګړې محسوسوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق