ټولنیز ژوند کورنی ژوند

د یوې خوشحالي کورنۍ د نېکمرغۍ راز په څه کي وي؟

ژباړه: نوراحمد فضلي

آیا تاسي غواړئ چي په درو دقیقو کښي دي د نېکمرغۍ او خوشحالۍ په آسانو او کلیدي لارښوونو پوه سئ؟ آیا تاسي وخت نلرئ چي ددې خوشحالۍ او نېکمرغۍ له پاره دي په کلونو وخت ولګوئ؟ نو ددې مطلب تر پایه ویلو سره به په هغو کوچنیو رازونو پوه سئ چي وخت پر وخت ازمایل سوي او د علمي تحقیقاتو پر بنسټ ترلاسه سوي دي.

خوشحالي کورنۍ د یو و بل سره د خبرو کولو، د کور په کارونو کښي د ګډون، او اقتصادي فعالیتونو له پاره خپل ځانګړي معیارونه او روشونه لري.

یو د بل په څنګ کښي نه یو د بل په وړاندي
پوهانو موندلي دي چي د یو و بل په څنګ کښي اوسېدل یو غوره د ګډون او یوځای والي حس ورکوي ددې پرځای چي یو د بل په وړاندي کښېني. په ځانګړي ډول د تصمیم نیولو پر مهال. په دې اساس کله چي غواړئ فکر وکړئ هم یو د بل په څنګ کښي کښېنئ نه یو د بل په وړاندي.

وبه وینئ چي دا” لاس مي ونیسه ګرانه/ترڅنګ مي کښېنه وروره “ مشهوره مقوله هم خپل خاص حکمت لري.

خاموش څراغ!
کمه روڼا زیات سکون؛ ویل کېږي چي دا یوه قاعده ده چي د بشر په تحت الشعور کښي ننوتلې او کولای سو چي د روښنايي په کمولو سره د یوې مکالمې له پاره سکون زیات او سټریس راکم کړو.

په دې کي هیڅ ستونزه نسته چي که غواړئ د خاوند سره مو د نوو تخفیفونو او قیمتونو په اړه خبري وکړئ، د کور څو ګروپونه مو ګُل (خاموش) کړئ په دې کار سره به مو یو ټک دوه نښانه ويشتلي وي.

هوښيار او باخبره نسل
څېړني ښيي هغه اولادونه چي د خپلو والدینو د بریالیتوبونو او ناکامیو په اړه پوهېږي، په آسانۍ سره کولای سي چي خپل سټریس او فشار کنټرول کړي او دوئ انعطاف منونکي دي.

په دې اساس که غواړئ چي ستاسي اولادونه د سټریس او فشار کنټرول زده کړي د پټولو پر ځای هغوی ته هرڅه ور زده کړئ چي کله ستونزه وي؛ کورنۍ څنګه له هغې څخه راوزي. هغوی وفهموئ چي بریالیتوب د کورنۍ د ټولو غړو د ګډو زحمتونو پایله ده او د هغه له وجي خوشحالي او نېکمرغي په ټولو پوري اړه لري.

د نېکمرغۍ پر بالښت تکیه
دا بالښتان په رښتیا سره د خوشبختۍ او نېکمرغۍ احساس زیاتوي. د ییل او هارورد پوهنتونو څېړني ښيي چي کله وګړي پر نرمه سطحه ناست وي د هغه وخت په نسبت چي پر سخته او کلکه هغه ناست وي؛ ډېر انعطاف منونکي او سوله خوښ دي.

نو بهتره خبره ده چي له همدې ګړي څخه د کورنۍ د کنفرانس خونه تغییر کړئ او له داسي ځایه استفاده وکړئ چېري چي ستاسي پاسته او نرم فرنېچر وجود لري.

د مشرانو تر سېوري لاندي
خوشحالي او نېکمرغي د مشرانو تر سېوري لاندي ده. دا یوه پخوانۍ افسانه نه ده، اوس د هغه د کارولو وخت هم تېر دي. د ۶۶ څېړونکو یوه څېړنه ښيي هغه مېندي چي خپل ماشومان د هغوی اناګانو ته سپاري؛ کم سټریس لري او د هغوی اولادونه د نورو ماشومانو په پرتله په آسانۍ سره ځانونه د حالاتو او شرایطو سره جوړوي.

نیم ډک، نیم تش/کښته پورته
که د غرمنۍ او ماښامنۍ پر مهال د کورنۍ غړي یو د بل ځني لېري وي څه باید وکړي؟ یوه خوشحاله کورنۍ په بسم الله سره پیل کوي او له خبرو پرته د خپل غاب له خوړلو څخه غذا خوري او بیا خدای ج ته شکر باسي یا که دا فُرصت د خبرو اترو له پاره غنیمت ګڼي؟

هو، خوشحاله او نېکمرغه کورنۍ پر دسترخوان باندي یو دبل سره د خپل ژوند له کښته پورته یا لوړو ژورو څخه ږغېږي او د ورځي په جریان کښي د ورپېښ سوو ښو او بدو تصادفونو څخه یو و بل خبروي. دا واقعیت له ډېرو طبي څېړنو څخه استنباط سوی دئ. څېړني ښيي هغه ماشومان چي په کور کښي د خپلو والدینو د لوړو ژورو او د هغوی د طرحو شاهدان دي؛ د نورو ماشومانو په پرتله د کورنۍ او شاوخوا کسانو سره زیات همدله او خواخوږي وي.

د یوه بالقوه سرتېري روزنه
کله چي د کورنۍ اړتیاوي د خپلو هغو دمخه کوئ، په کورنۍ کښي یو کلتور پنځوئ:” د ځان وروسته کول د نورو خدمت کول “. په کورنۍ کښي هره ننګونه یو فرصت دئ ددې له پاره چي زده کړو- دا چي د یو و بل په څنګ کښي اوسو- یا د یو و بل په مقابل کښي او د هغه په خاطر څنګه له ځانه تېر سوو.

یو سخت پروګرام/پلان
په یوه خوشحاله او نېکمرغه کورنۍ کښي همېشه کارونه آسانه او له خنډونو خلاص پرمخ نه ځي. د نېکمرغۍ راز په دې کښي دئ چي په کورنۍ کښي یو معلوم، منسجم او هدفمند پلان ونیول سي. درې پاڼي راواخلئ او پر هره صفحه ولیکئ:
– کوم کارونه چي باید وسي؛
– ښه کېدونکې او مخ پر وده اوضاع؛
– او پاته (نه ترسره سوي) کارونه؛

د کورنۍ د يوه غړي په توګه کوښښ وکړئ چي له اول څخه دوهم ستون ته د حرکت په حال کښي اوسئ. ډاډه اوسئ دا کار تاسي هومره بریالي کوي چي د بریالیتوب هیڅ یوه سمینار تر اوسه دا اغېز ندی درلودلی.

انعطاف منونکي اوسېدل
څېړني ښيي چي انعطاف منل د نېکمرغۍ راز دئ. هغه که په ورځ کښي د ورسره مخامخ کېدونکو کسانو سره وي یا د هغو تکنیکونو په مورد کښي چي د کورنۍ سره ئې د نظم و دسپلین، تفرېح یا عاطفي اړیکو په موخه کاروئ. څومره چي په موضوعاتو کښي راګيرېږئ هغومره ستړي او ستومانه کېږئ په داسي حال کښي چي نېکمرغه او خوشحاله انسانان د اوبو په شان د ډبرو په سوړو کښي هم خپله لاره پيداکوي.

ورزش او نېکمرغي
همېشه د قضیې یو اړخ سالم وجود دی او روغ وجود د ورزش سره ترلاسه کېږي.
جیم تامپسون، د مثبت فکرکوني موسسې بنسټګر په دې باور دی چي والدین د هغو اولادونو په اړه چي د لومړي ځل له پاره د ورزش او مسابقو سره بلدېږي؛ ډېر مهم مسئولیت لري. نوموړی ارواپوه سپارښتنه کوي: تر لوبي وروسته د اولادونو د احتمالي تېروتنو مخه ونیسئ او هغوی ته ووایاست: کومه ضربه چي مو خوړلې ده، دا مهمه نه ده او زه فکر نه کوم چي ته له هغو کسانو یې چي په آسانۍ سره لاس اخلي.

د کورنۍ عمومي ټولنه
کورنۍ هم یو ټولنیز بنسټ دی او هیڅ دلیل نه لیدل کېږي چي د هغې ملزومات دي لغوه کړل سي. ددې ملزوماتو څخه یو هم د روانو جاري ستونزو د حل و فصل کولو له پاره د کورنۍ پر شاوخوا ټول راجمع کېدل او د راتلونکو موضوعاتو په باره کښي مشوره کول دي. په دې ناستو کښي کولای سئ چي کورنۍ ته د عالي چال چلند روزنه ورکړئ. که کورنۍ د موضوعاتو د مطرح کولو له پاره خوندي ځای نه وي؛ په کورنۍ کښي هيڅ پلان په سمه توګه نه اجراء کېږي.

په چنو وهلو کښي د هنداري په شان څرګند اوسئ
څېړنو ښودلې ده کوم کسان چي د خپلو ملګرو په پرتله پر لوړ ځای کښېني، خپلي پښې یوه پر بله اړوي او د لاسو ګوتي یوه په بلي کښي ورکوي، د نورو په نسبت د برترۍ احساس لري، په داسي حال کښي چي په لاندي ځایونو کښي کښېني، دفاعي موقعیت یې کمزوری کېږي او د کمترۍ په احساس اخته کېږي.

له یو و بله سترګي مه اړوئ
په کورنۍ کښي د اختلافاتو او لاس و ګرېوان کېدو یو له مهمو لاملونو څخه د سترګو تماس پرېکول دي. د اینډیانا څېړونکو په ګډ ژوند کښي د ناندرو او اختلافاتو پر مهال بدني حرکتونو لکه د وروځو کشول، د پزي راغونډول او د شونډو خوځولو ته په کلونو وخت ورکړ. هغوی برسي جوړې ۴ کلونه وروسته بیاځلي برسي کړل او معلومه ئې کړه چي د څېرې له ټولو حرکاتو ځني، د سترګو اړول او د سترګو تماس پرېکول تر ټولو زیات د کورنیو اختلافاتو او جنجالونو په رامنځ ته کولو کښي تاثیر درلود. نو که تاسي غواړئ چي يوه خوشبخته او نېکمرغه کورنۍ ولرئ، خپلو سترګو او د سترګو تماس ته مو متوجه اوسئ او له خپل ملګري/ملګرې ځني سترګي اړولو یا هغه/هغې ته چپ کتلو څخه پرهېز وکړئ او کنه د هرڅه شاهد چي پاتېږئ ستاسي د خپلو سترګو به در پېښه وي!

د تعامل حلقه/دایره
دمخه مو وویل چي د خپل ملګري (مېړه) یا ملګرې (ماینې) یا میرمنې سره د همفکرۍ او صمیمیت د حس له پاره یې په څنګ کښي کښېنئ نه دا چي په مقابل کښې کښېنئ، مګر اوس غواړو ووایو چي پوهانو موندلې ده چي په کورنۍ کښي د کښېنستلو دایره/حلقه کولای سي د کورنۍ اړیکي او تعاملات زیات کړي. لکه څنګه چي د یو و بل په څنګ کښي کښېنستل همدلی او خواخوږي زیاتوي.

( تا وویل) پرېږدئ
تا وویل؛ پرېږدئ او پر ځای یې (موږ وویل) ووایاست. مثلاً ددې پر ځای چي ووایاست: ته باید اړیکي ښې کړې، ووایاست:” موږ باید خپلي اړیکي ښې کړو. “ ارواپوه، جیمز پنه بکر په دې باور دی چي په دې ډول دواړه؛ ښځه او خاوند یو ټیم (ډله) جوړوي او اړ نه دي چي یو د بل په مقابل کښي وجنګېږي.

د بې حوصلګۍ وخت
د شیکاګو د څېړونکو دوو ارواپوهانو موندلې چي په څلورویشت ساعته کښي له سټریس او فشاره ډک وختونه د ۶ او ۸ ساعتونو ترمنځ دي. والدینو له سټریس او فشاره یوه ډکه ورځ تېره کړې ده، اولادونه خسته سوي دي او د کور غړي ټول په کور کښي راټول سوي دي.
دا وخت اصلاً د ګیلې او شکوې له پاره مناسب نه دئ. نو لطفاً دا ساعتونه د هغو کارونو له پاره وقف کړئ چي ستاسي اعصاب ارام کړي نه چي ترمنځ مو جنجال زیات کړي.

درې دقیقه يي استدلال
جان ګاتمن، د واشنګټن پوهنتون د تحقیقاتو پر مهال موندلې چي د هر بحث په لومړیو درو دقیقو کښي د هر استدلال مهم ټکي په ښه توګه درک کېږي او تر هغه وروسته ډېری خلک خپلي خبري په لوړ ږغ سره تکراروي.
نو تاسي هم له دې وروسته تلاش وکړئ چي خپلي ټول بحث او خبري په ډېر ښه شکل په درو دقیقو کښي خلاصه کړئ ولي چي تر دې زیات به نور خسته کاندي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي