ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

هغوی چې له خپلې میرمنې د خوابدۍ او ستړیا احساس کوي، دا لارښونه ورته ضرور دي

اعلان

ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي

که تاسي د ښځو نړۍ ښه وپېژنئ بیا به اړتیا نه وي چي هغوی تاسي آزار کړي او نه به تاسي د هغوی د ژوند له پاره په یوه لویه بلا اوښتي یاست. تاسي به حتمي داسي نارینه لیدلي وي چي له واده څو میاشتي وروسته ناهیلي کېږي او همېشه له خپل تصمیم او انتخاب څخه پښېمانه وي. شاید ددې ډول کسانو په لیدلو سره به ستاسي سره د خپل واده په اړه هم شک او تردید پیداسوی وي یا له دې څخه به وېرېږئ چي ونه سي ستاسي راتلونکې مېرمن هم لکه څنګه چي دوئ نن ورباندي ږغېږي په یوه لویه بلا درته وانه وړي. کېدلای سي سټریس او اضطراب پر تاسي غلبه وکړي خو بهتره ده ددې پر ځای چي د کمزورو نارینه وو رول ولوبوئ او په بېهوده وهمونو سره مو د خپل ژوند سره لوبي وکړئ، د ښځو د نړۍ سره ډېر بلد سئ.

دایره المعارف اوسئ
که غواړئ چي یو بریالی واد ولرئ، باید په اړه یې پوښتني ګروېږني کلونه وړاندي شروع کړئ. ستاسي د ژوند ملګرې یوازي ستاسي مېرمن نه ده. مور، خویندي، خاله ګاني او عمه ګاني هم کولای سي چي ستاسي د شناخت او پېژندني له پاره ښه منبع اوسي او د هغوی رفتار او چال چلند ته متوجه سئ.

وګورئ چي کوم څیزونه دي چي هغوی ته زیات آزار ورکوي او په کومو کړنو هغوی خوشحالېږي. شرمېږئ مه! که کومه پوښتنه یا غموض درته پیداکېږي له هغوی پوښتنه وکړئ او خپل اطلاعات او مالومات بشپړ کړئ. کېدلای باور به مو نه کېږي، خو کله چي واده کوئ، دا اطلاعات کولای سي چي ستاسي ژوند وژغوري.

شاید انسانان په خپلو رفتارونو او شخصیتونو کي یو له بله متفاوت وي خو رښتیا دا دي چي یو د بل سره ډېر شباهتونه لري او که د یوه سره ئې بلد سئ د بل پر پېژندلو به زیات بریالي اوسئ.

غوږ سئ او پام وکړئ
شاید نه به پوهېږئ چي څنګه کولای سئ یوه ښځه پر ځان مئینه کړئ او همېشه یې خپله معشوقه وساتئ خو دا کار یوه لاره لري؛ (توجه او پاملرنه) تر کومه چي ستاسي مېرمنه د ځان په لور ستاسي توجه او پاملرنه ویني؛ ستاسي عاشقه پاتېږي او په دې دوران کي د امنیت او خوندیتوب احساس کوي.

ددې توجه او پاملرني یوه له مهم ترینو او آسان ترینو لارو څخه غوږ نیول دي. مخکي مو هم وویل چي ښځي دا خوښوي چي هغوی ته غوږ ونیول سي خو ځیني نوري لاري هم سته. د ډېرو ښځو په آند، د ژوند کوچنیو ستونزو او مالي مشکلاتو ته توجه د پاملرني له علایمو او د نارینه توب قدرت دئ. که غواړئ چي دا دوه حسونه په هغې کي هم تحرک کړئ، باید ټولو هغو پيښو ته چي ستاسي په ژوند کي پېښیږي متوجه اوسئ او د ډيرو په پېش بینی کولو سره خپلو مېرمنو ته دا ډاډ ورکړئ چي ستاسي د حمایت او پاملرني تر کنټرول لاندي دي.

د مېرمني سترګو ته مو وګورئ
د ښځو د آرامولو یو له مهمو کارونو څخه دا دئ چي تاسي هغوی د وخت او شرایطو سره سم درک کړئ. کله چي غواړئ د مېرمني په اړه مو قضاوت وکړئ، اول تلاش وکړئ چي دنیا ته د یوې ښځي له سترګو وګورئ.

ددې کار د ترسره کولو له پاره باید لومړۍ مرحلې ته ور وګرځېږئ او د ښځو په اړه چي مو کوم پوهاوی او آشنايي ترلاسه کړې؛ له هغه استفاده وکړئ.

که تاسي د ځینو ناخوښو کارونو سره چي ښځي د جسمي او اجتماعي لحاظه د هغوی سره مخ دي او کومي ستونزي چي په همدې سبب ترشا پرېږدي آشنا او بلد اوسئ، لا ښه کولای سئ چي د خپلي مېرمني سره کومک وکړئ او په سختو شرایطو کي په تصمیم او انتخابولو کي ورسره مرسته وکړئ.

ژوند یې مه کنټرولوئ
ښځي خپلو خوشحالیو او ښادیو ته خورا زیات اهمیت ورکوي. که چېري واده هغوی له ټولو خوشحالوونکو لحظو څخه لېري کړي، ډېر ژر ناهیلي کېږي او ژوند ته د دوام ورکولو میل او علاقه بایلي. شرم نه دی چي کله یو له بل سره بازۍ او لوبي وکړئ، په ګډه په مېله او تفرېح ووځئ او ځیني ګډ ورزشونه ترسره کړئ یا داسي شرایط رامنځ ته کړئ چي د زړه له تله وخاندئ.

کله چي تاسي د هغوی د ژوند مهم ترین کس یاست او تر بل هرچا د هغوی سره ډېر وخت تېروئ، نو هغوی ته د خوشحالیو ورکولو ډېر مسئولیت یې هم تاسي لرئ. که خپل ګډ ژوند په مشخصو وختونو او ځآیونو سره په یو اداري کار تبدیل کړئ ډېر ژر به هغه بایلئ. نو تلاش وکړئ چي د ژوند تازه والی مو وساتئ.

تهدیدوئ یې مه
بل ګام خبري کول دي. تاسي باید د ځینو ستونزو او مشکلاتو په باره کي یا خو جنګ او جدل وکړئ یا دا چي د خبرو اترو له لاري هغوی حل کړئ. که د یو وبل پېژندني ته وخت ورکړئ کولای سئ چي دوهمي لاري ته ډېر نژدې سئ.

هیڅکله هغه په خپل سکوت او چوپتیا سره مه تهدیدوئ او که په ځینو مواردو کي د نظر اختلاف لرئ، په دلایلو مو مېرمنه قانع کړئ. که چېري هغه ستاسي ناراحتي ته متوجه سوې وي او د هغه پوښتنه کوي، تاسي په تریو تندي او سختۍ سره مه ورته وایاست چي: هیڅ! بلخوا، کوشش وکړئ چي د خپلو خبرو له لاري خپل ځان لا په هغې ډېر وپېژنئ او داسي لور ته حرکت وکړئ چي نور د دې ناراحتۍ ځای هلته وي نه.

قاضي اوسئ
که فکر کوئ چي ستاسي مېرمنه حساسه او حاسده ښځه ده، باید سبب یې په خپل ځان کي وپلټئ. سمه ده چي ځیني انسانان د خپلو رواني ستونزو له وجي به داسي علایم ښکاره کړي خو ډېری حاسد او حساس انسان، د هغه له پاره حتمن دلیل لري. که ئې سبب بیا بیا تکرار سي، کولای سي چي د هغوی سکون او روان د خطر سره مخ کړي. که تاسي هم ورته علایم په خپله مېرمن کي وینئ خپل رفتار او چلند ته توجه وکړئ.

هیڅ شی بې اهمیته و بې ارزښته مه فرضوئ. ډېر کوچني درواغ هم کولای سي چي د یوې ستري بې باورۍ سر کښېږدي. نو اول خپل ځان قاضي کړئ بیا مو مېرمن. د ځان سپین ښودلو له پاره هیڅکله پر هغوی باندي حمله مه کوئ او کوشش وکړئ چي د همېشنیو توجیو پرته او په خپلو کړنو و رفتارونو سره سره هغوی ته ډاډ ورکړئ.

د امن کور جوړ کړئ
د مېرمني د سکون او آرامش له پاره ارزي چي یو د امن کور جوړ کړئ. که هغوی په منطقي دلیل د ځینو انسانانو له حضوره ځورېږي، له دلیل پرته کولای سئ چي د خپل معاشرت اصلي اساس مو د هماغو انسانانو پر حضور جوړ کړئ.

کور یو له هغو ځایونو څخه دئ چي ښځي پر هغه باندي تکیه کوي، نو هغه هم ددې ځای او هغو خلکو چي دې ځای ته راځي په مدیریت کي راګډه کړئ او د هغو کسانو په همېشني حضور سره چي ستاسي مېرمن ځوروي؛ هغه اندېښمنه نه کړئ.

له بلي خوا، د کار یا ستومانتیا په بهانه ځانونه د تورتم په یوه تاریکه جزیره کي مه بندیانوئ. وخت ورکړئ د هغو کسانو سره د لیدو له پاره چي ستاسي دواړو ورسره لګېږي او له دې لاري ځان او خپلي مېرمني ته څو ساعته آرام او سکون وبخښئ.

ډېر دانا او عاقل مه اوسئ
ځیني وختونه لازمه ده دا چي سم او ناسم څه دي او څوک رښتیا وايي؛ هېر کړئ. کله چي هغه پر کومه خبره یا له کوم چا څخه ناراحته ده همېشه یې جملې مه ور صحېح کوئ. پرېږدئ چي خپل احساسات بیان کړي او خپل نصیحتونه مو پرېږدئ هغه وخت ته چي کله هغه آرام وي او یا که هغه له تاسي داسي یوه غوښتنه لري چي ستاسي له آنده ستاسي د ژوند له یو لړ اصولو او قوانینو خلاف یا په ټکر کي ده، ددې پر ځای چي د ډبري غوندي پر خپلو قوانینو او اصولو ټینګ ودرېږئ، د ژوند آرامښت او سکون ته مو فکر وکړئ.

که په رښتیا سره هم د هغې دا غوښتنه ستاسي ژوند ته رونق او ښکلا ورکوي نو بیا په کومه وجه د هغې سره مخالفت کوئ او په خپلو همېشنیو نصیحتونو سره د هغې ذهن او فکر ستړی کوئ.

حتمي نه ده چي همېشه دي تاسي پر حق اوسئ او ونه سئ کولای چي د خپلو نظریاتو سره دي د هغې مخالفت تحمل کړئ. څشي سم او څشي ناسم ډاډه اوسئ چي دوو نظریاتو تلفیق او په یوه وخت پېښېدنه تر هغه چي یو له هغو ترسره سي؛ ډېره بهتره ده. له بله اړخه ستاسي مېرمن شونې ده زیاتي کمزوریاني ولري یا د ډيرو تېروتنو مرتکبه سي.

حتمي نه ده چي تاسي یې ټولي تېروتني په یوه ورځ ور سمي او صحیح کړئ. که همېشه ئې غلطۍ ور نیسئ په دې سره د هغې په خپل نفس باور له منځه وړئ او فکر مه کوئ چي تاسي په یوه وار دومره عاقل سوي یاست.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي