د یوې خوشحاله کورنۍ لپاره مهمې لارښوونې

ژباړه مریم محمدي

څو ټکي دي چې که چیرې د کورنۍ مشران یې عملي کړي، خوښ ژوند به ولرئ، چې هغه دا دي:

۱- ډېر وخت د خپلې کورنۍ له غړو سره اوسئ، مګر په دې معنا نه چې ټوله ورځ د تلویزیون په لیدلو یا هم د تلفون په کارولو تیره کړئ، بلکې هدف دا دی چې، خبرې اترې وکړئ، لوبې وکړئ، ناز ورکړئ او د رخصتۍ ورځې لپاره داسې پلان جوړ کړئ، چې ټوله کورنۍ مو په کې برخه ولري.

۲- کور منظم کړئ، د کور پاکوالی او رنګ د اوسېدنکو په خوښ ساتلو کې ډېره اغیزه لري.

د کور د پردو، توشکو او دیوالونو رنګ باید داسې وي، تر څو د انسان په روح باند ښه اغیزه ولري، نه دا چې د ذهني فشار لامل شي، په دې برخه کې د کور له ډیزینرانو سره مشوره وکړئ.

۳- د جمعې ورځې ورزش مه هیروئ، په دې معنا چې د کور نارینه مشران، باید له خپلو اولادونو سره یو ځای پیاده د جمعې لمونځ ته لاړ شي، له راتک وروسته دې په ګډه چای وڅښي، دا کار د خوښۍ تر څنګ په تریبه هم ښه اغیزه لري.

۴- میرمنې دې پخلي ته پام وکړي، د کور میرمنو ته دا معلومه وي چې څوک په کومه اندازه مالګه، غوړي او بوره خوري، دوی ته په کار ده داسې خواړه پاخه کړي چې د ټولو خوښ شي، تر څو پر دسترخوان یې په ګډه او خوشالۍ سره وخوري.

۵- ټولو ته په پخلنځي کې ونډه ورکړئ، په کور کې د خوښۍ یو بل اصل دا دی، چې هر غړی وکولای شي خواړه پاخه کړي، په پخلنځي کې ګډ کار کول د کورنۍ راتلونکي نسل ته دا زده کوي، چې له یو بل سره په کار کې مرسته کول خوښي رامنځته کوي.

۶- ښې کړنې په نظر کې ونیسئ، د کورنۍ کوم غړی چې ښه فکر لري تل ښه کارونه کوي هغه وستایي، تر څو د کور نور غړي هم ښو کارونو ته وهڅیږي.

۷- زده کړو ته پام وکړئ، د تلویزیون لیدلو او تفریح کولو سره سره د کورنۍ غړي دې ته وهڅوئ، چې کتاب مطالعه کړي، د دې لپاره اونیز پروګرام جوړ کړئ، چې په یوه اونې کې دې یو کس نورو ته په لوړ غږ د کتاب معلومات ورکړي، خو نورو ته هم په کار ده چې ورته غوږ شي، تر څو ویونکی تشویق شي، لا ډېره مطاله وکړي.

۸- له ټولو اولادونو سره مو یو ډول رویه وکړئ، د مور او پلار لپاره ټولو اولادونه یو رقم دي، خو د اولادنو لپاره بیا دا خبره مهمه ده چې له دوی سره مساوي برخود وشي، لور او زوی تر مینځ توپیر ونشي.
په کومو کورونو کې چې اولادونو ته په یو نظر وکتل شي هلته خوښي او یووالی ډېر وي.

۹- لاسته راوړنو ته اهمیت ورکړئ، که د کورنۍ یو غړی له کوره بهر یا هم په کور کې داسې کار کوي چې د نورو د خوښۍ لامل کیږي، داسې کارونه یې بیا بیا ور یاد کړئ، همدرنګه که په کورس ښوونځي یا هم پوهنتون کې ښه درجه اخلي، ورته اهمیت ورکړئ.

۱۰ بخښنه زده کړئ، که په کور کې له چا سره مو جنجال راځي، ښه ده چې د یوې بخښنې په غوښتلو سره د ټول عمر کرکه له زړه لرې کړئ، دا کار باید له مشرانو شروع شي تر څو کشرانو ته ځان کم ښکاره نشي. بخښنه غوښتل زړه قراره وي او مینه ډېره وي.

سرچینه: نمناک