عمومي

هغه ۱۵ لارې چې پرې د خپلې کورنۍ یو والی، خوښي او سوکالي ساتلی او پراخولی شئ

دا لیکنه ویکي ویباڼې خپره کړې
ژباړه: غازي عابد

کله که په کور کلي، ماحول، د ټلویزیون پر پرده، پوسټرونو او بورډونو باندې داسې کورنۍ ووینو چې ترمنځ یې کرکه او نفرت وي، ډیره د ناخوښۍ او مایوس توب فضا په چارو او ژوند کې خوره وي، خو هغو کورنیو چې نفرت ته یې په خپل منځ کې ځای نه وي ورکړی، له ژونده خوند اخلي، په یووالي او خوشحالۍ کې شپې ورځې سبا کوي او تل ورسره مسکا او خندا مل وي.

دا طبعي خبره ده چې کورنۍ یا فامیلیونه سره خپل منځ کې توپير لري، ځکه هره کورنۍ خپلې ستونزې او مسلې لري، خو که همدا ته وغواړې په یوه ښه پریکړه او رول سره کولی شې څو خپله کورنۍ کې یو سالم بدلون او ښه والی راولې.

هغه داسې چې تل هڅه وکړې د کورنۍ ترمنځ نفرتونه لرې او د یوه روغه جوړه کوونکي رول خپل کړې.

دلته مو ځینې لارې چارې په ګوته کړي، چې څه ډول ښه کورنۍ او یو فرد یې په ښه والي کې رول ولري.

۱- کورنۍ مو په ښه ډول سره وپیژنئ

که چیرته خپله کورنۍ سمه ونه پيژنئ، نو ترمنځ به مو ډیر غلط پوهیدنه (سو تعبیرونه) او لانجې موجود وي. تل باید ورسره په همغږۍ کې اوسې او ښه یې وپيژنې.

له بدمرغه یې ووایو که له ښه مرغه چې اوس وخت کې د ډیرو بوختیاوو له امله د کورنۍ زیاتو غړو له یو بل سره ناسته پاسته نه ده کړې او د یو بل طبعیت او کړه وړه یې ښه نه دي پيژندلي.

باید هڅه وکړئ چې له خپلې کورنۍ سره ناسته پاسته زیاته کړئ، مثلاً په شریکه یوه لوبه وکړئ، فلم وګورئ او یا حداقل د ماښامنۍ یا بل وخت ډوډۍ، چای … خو سره یو ځای وڅښئ.

۲- خپلې کورنۍ ته درناوی وکړئ

ستاسې کوچنیان، ستاسې ښځه/میړه ستاسې دي، خو په یاد لره چې هغوی هم انسانان دي، هغوی به هم نظریات او وړاندیزونه لري، ځیني وخت ممکن ښه یا ښه نه وي، نو هیڅلکه هم له دې امله ورته مه غوسه کیږئ چې ښه نظر نه لرئ یا ښه مشوره یې درنه کړای شوه، ځکه هیڅ انسان نه دی پوره، بلکې هر انسان نیمګړی دی.

۳- وخت ورکړئ

هیڅوک نه غواړي چې په کوم کار یا ناسته کې له نظره وغورځول شي یا سترګې پرې پټې شي، ځکه نو هر یو ته باید وخت ورکړل شي، په دې سره به ته هر یو شخص بیل بیل وپيژنې او د هر ډول رامنځته کیدونکي سوه تفاهم مخه به هم ونیسې، همدا راز کیدای شي یوه ښه مشوره هم ترلاسه کړای شې.

۴- ټولو سره مساوي چلند وکړئ

خپله پرکټۍ/پرکټی یا خدمتګاره ښځه هم داسې د مینې او خلوص وړ وبوله لکه څرنګه چې ته د خپلې ښځې/میړه یا هم د خپل بچي له لورې نازول کیږي او مینه درکول کیږي، هر یو داسې ونازوه لکه ته چې نورې کورنۍ نازولی یې او تل له خپلې کورنۍ سره په خوښۍ او نیکمرغۍ کې پاتې شه.

۵- په چا باندې چغې او شورماشور مه جوړوئ

د کورنۍ په غړو باندې بې ځایه تیزې چغې وهل او یا ورسره شورماشور جوړول مو ترمنځ کرکه او نفر زیږوي، که په اسانه یې پوهولې شې، نو څه اړتیا ده چې په چغو او بغارو دې خپله انرژي مصرفوې.

په شور ماشور سره مو په اصطلاح د سترګو ااوو شلیږي او ښه اړیکې مو بیخي له منځه ځي، بیا چې څومره درباندې ژوند تیریږي په هماغه اندازه به یو بل ته مو کرکه زیاتیږي او هیڅ یووالی به نه موئ.

۶- هیڅکله تبعیض مه کوئ

داسې مه کوه چې د کورنۍ له یوه غړي سره یو ډول چلند کوې او بل سره بل ډول یعنې ښه چلند کوې، که دا کار وکړئ نو لازمي ده چې د کورنۍ ښې اړیکې به مو زیانمنیږي. غوره ده چې له ټولو سره ښه چلند وکړئ.

۷- د روغې جوړې طریقه زده کړه

که چیرته مو د کورنۍ غړو ترمنځ مخالفتونه او لانجې وي، نو هڅه وکړه چې داسې لارې چارې ومومې تر څو یې ترمنځ راپيښ شوي مخالفتونه او لاملونه له منځه یوسئ، مثلاً ورته ویل چې له دې څه نه جوړیږي، نه سره رغیږو، باید دا څو ورځې ژوند په خوښۍ تیر کړو…

۸- خپل منځ کې سره مرسته وکړئ

کله که مو مور او پلار یا د کورنۍ بل غړي سره مخ کیداۍ، مرسته کوئ، لږ وي او که ډیره، مثلاً کله چې کوټې ته ننوزي نو دروازه ورته خلاصه کړئ، د کور کارونو په ترسره کولو کې ورسره مرسته وکړئ او همداسې نور… ځکه په دې ډول سره به تاسې یو بل ته ګران شئ.

۹- کورنۍ ته اخلاص مندي وښيئ

د کورنۍ د غړو کلیزې په ډیره حیرانونکې او شانداره ډول سره ونمانځئ، یا هم کله که مو د کورنۍ کوم غړي بریالیتوب ترلاسه کړ او که کومه لاسته راوړنه یې خپله کړه، هغوی هم ونمانځئ، ځکه دا کار هغوی ته د یووالي او خوښۍ احساس ورکولی شي او ستاسې ترمنځ د اړیکو د ټینګیدو لامل کیږي.
۱۰- ناوړه کلمې مه کاروئ

د کورنۍ غړو ته یا خپل منځ کې خوابده وونکي او ناوړه کلمې مه استعمالوئ، ځکه که داسې وکړئ، نو ستاسې ترمنځ به پولې ونړیږي او بیا به تل خپل منځ کې په چغو او لانجو اخته یاست.

۱۱- ځیني وخت ځوانان د خپګان او یوازېتوب احساس کوي

لومړی له هغوی (د کورنۍ ځوانو غړیو) نه د خفګان په اړه پوښتنه وکړئ، که چیرته هغوی نه غوښتل چې په دې اړه درته څه ووايي، بیا یې پریږدئ. که فکر مو کاوه چې خفګان او یوازې والی یې زیات د اندیښنې وړ دی، نو بیا له نیږدې ملګرو یې وغواړئ چې ورسره کیښني او مرسته ورسره وکړي.

۱۲- هیڅکله وعده خلافي مه کوئ

که په ژمنه وفا ونه کړئ، نو د کورنۍ بل غړي ته به زیان ورسوئ او یا به هغوی داسې احساس کړي چې ګواکي تاسې دروغجن یئ او هر وخت به ورسره وعدې ماتوئ، یعنې بیا به یو بې باوره او بې وعدې شخص معرفي شې او تل به له ستونزو سره مخ یې.

۱۳- د بخښنې کولو هنر زده کړئ

کله مو هم چې د کورنۍ کوم غړي درسره زیاتی کوه، هڅه وکړه چې بخښنه ورته وکړئ او معاف یې کړئ، غوره به وي چې دا د بخښنې عادت په عام ډول سره ولرئ، ځکه په دې سره له ډیرو جنجالونو او ستونزې خلاصیدای شئ.

۱۴- پوچ خولی او ښکنځل کوونکی مه اوسه

هیڅکله د کورنۍ بل غړي ته ښکنځل مه کوه، خو که چیرته ته لږ ګپ شپي یې، یې به، خو په دې ګپ کې بیخي له حده مه وځه.
۱۵- په مناسبه لاره یې ورته نیمګړتیا په ګوته کوه

که چیرته مو د کورنۍ غړي کوم یو وران کار وکړ، یا یې هم تاسې سره ناځواني او خیانت وکړ، په مناسبه لار ورته د هغوی غلطي ور په ګوته کړئ، بې ځایه چغې پرې مه وهئ او ناوړه ژبه ورته مه استعمالوئ.

په دې هېله چې دا پورته ټکي عملي کړئ او خپلو کورنیو ته د یوه سوله ییز شخص او د خوشحالیو دریاب وګرځئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */