روغه سټه

د خوښ او بریالي ژوند لپاره دا ۱۷ ټکي یاد لرئ

په ژوند کى د بریا لاس ته راوړلو لپاره باید څه ترسره شي؟ د دی سوال لپاره ساده ځواب نشته مگر تاریخ او تجربو دا ښودلې چې ځینې کړنې او عادتونه داسې شته چې کولی شي ستاسو د خوشاله او کټور ژوند فرصتونه زیات کړي.
۱ – دا احساس وکړئ چې د خلکو هغومره پر ستاسو نظر نه دی لکه څومره یې چې ستاسی په اړه فکر کوئ.

کله چې ته یو موټر واخلې او یا په خپله وظیفه کې ترفیع واخلې , ډیری خلک نه پرې خبریږي او یا پام نه ورته کوي. ستاسو خپله خوشحالي باید د بل په قضاوت پورې اړه ونه لري.

که چیرته هم دوی د ستاسو کړنو ته پاملرنه کوي , نو باید بې تفاوته یې وبولئ.

۲ – د ښو دوستانو په ارزښت پوه شئ

هغه خلک چې له تاسو سره د زړه مینه لري هغه ستاسو د کمال، مهارت، ملکیت، مال او جایداد سره علاقه نه لري. هغه صرف له ستاسو سره لېوالتیا لري.

کله چې د یو چا په اړه ډاډه شئ چې درسره له زړه مینه لري، نو په هیڅ صورت یې له لاسه مه ورکوئ.

۳ – یوازې پیسې د خوښئ سبب نه شي کیدی

دا ومنئ چې پیسې ستاسو په ژوند کې خوشحالي نه شي راوستلی. د کوم شي سره چې مینه لرئ هغه تعقیب کړئ.
۴ – له هر چا سره باید د وس سره سمه مرسته وکړئ، خو تاسو یوازې خپل ضمیر ته مسولیت احساس کړئ .

د یو انسان په صفت مونږ دا مسوولیت لرو چې د نورو انسانانو سره مرسته وکړو. خصوصآ د هغه خلکو سره چې بی وسه دي او زمونږ کومک ته اړتیا لري.
په پای کې، تاسو خپل ځان‌ باید په خپله بریالیتوب ته ورسوئ، او دا په تاسو پورې اړه لري چې څه باید ترسره کړئ.

۵ – همیشه په ژوند کې پلان ولرئ.

اگر چې هر څه د الله (ج) په لاس کې دي، خو بیا هم د یو څه ناڅاپه پیښیدلو ته تیار اوسه.

ټول هغه څه وکړه چې په ژوند کې اړین دي. د مثال په ډول په دی ځان پوه کړه چې ستا شرکت څرنگه پرمخ وړل کېږي او یا څنګه ستاسو دولت فعالیت کوي. مگر دا هم ومنه چې که هر څومره ستا مهارت یا علم هم زیات وي نو بیا هم د ناڅاپه گډوډی او یا بشپړه بی نظمې مخه نه شې نیولی. نو د دی لپاره همیشه احتمالی پلان ولره.

۶ – بل چا ته دا اجازه مه ورکوه چې ستا په ژوند کې مداخله وکړي.

مونږه ټول انسانان په مختلفو ټولنو کې پیدا شوي یو، هیڅ کله چا ته اجازه مه ورکوه چې څوک ستا په ژوند کې خپله ایډیالوژي او نظر څرگند کړي. هغوی ستاسو ته د ژوند هدف باید ونه ښیی.
۷ – ستاسو د ژوند موخه باید یوازې ضروری اړتیاوې پوره کول نه وی، بل کې لوړ انتخاب باید ولرئ.

که تاسو غواړئ چې بریالي شئ نو باید له نورو خلکو سره سالم رقابت وکړئ. او کله چې په رقیبانو برلاسي شوئ نو باید بیا له ځان سره رقابت وکړئ.

۸ – د ځان په اړه پوهاوی خورا زیات گټور دی.

که چیرته ته خپل ځان داسی ویني لکه نور خلک چې تا ویني، نو ته کولای شی په اسانه ډول په ځان کې بدلون راولي. ستا روابط به له نورو سره ټینگ شی او په خوشحالی به له دوی سره ناسته پاسته ولرې.

۹ – په نن ورځ کې ژوند کول تاسو ته خوشحالي در په برخه کوي.

“که ته په ژور خفگان اخته وی نو ته په ماضی حالت کې ژوند کوې.
که چیرته ته اندیښمن یې نو ته په راتلونکې ( استقبال) کې ژوند کوې.
که چیرته ته خوشحاله وي نو ته په اوسني وخت ، نن ورځ (حال) کې ژوند کوی” لاو تزو.

مطلب دا چې د ژوند ورځنی چاری باید پر مخ یوړل شي او نه په هغه څه وخت ضایع شي چې ماضي وي.

دا باید ومنو چې په تیرو کې تغیر نه راځي او نه راتلی شي. بس ضرور نه ده چې په هغه کې سوچ وکړل شي. خپل د اینده ژوند ته بیداره اوسه او خوند ترې واخله.

۱۰ – د کامیابو خلکو سره ناسته پاسته او ملگرتیا وکړئ.

هغوی کولای شی ستاسو په ژوند کې ډیر ژر په مثبت ډول بدلون راولي. ستاسو به چټکه وده کې مرسته کوي او تاسو به ترې ډير څه زده کړئ.

۱۱ – زیات سفر وکړئ.

زیات سفر نه یوازې ستاسو پوهاوی د نورو خلکو او کلتورونو په اړه زیاتوی بل کې کولای شی ستاسو مغزو ته ارامتیا ورکړي.

۱۲ – ترې هغې مو چې د خوښې کار نه وي موندلی په دندو کې مو بدلون راولئ

که چیرته مو خپله دنده خوښه نه وي نو باید په یوه وظیفه کې پاتې نه شئ. تر هغه به خپلې دندې ته بدلون ورکوئ چې تر څو مو د خپل شوق یا خوښې دنده نه وي ترلاسه کړي.

۱۲ – باید روغتیا ته مو زیاته پاملرنه وکړئ.

که چیرته مو په روغتیایی ستونزو په دوامداره توگه سترگی پټی کړې نو نه یوازې ستاسو خپل مسلک به کامیابه توگه پرمخ نه شی وړلى, بلکې ژوند مو له نورو ډیرو غټو ستونزو سره مخامخ کولای شی.

باید زیات ورزش وکړی. هغه تمرین پر مخ یوسى چې ورسره مو مینه وي لکه والیبال، فوټبال…

ورزش مو وزن کموي او د مختلفو وژونکو ناروغیو مخه نیسي لکه شکر, د زړه سکته، د وینی لوړ فشار او داسې نور.

۱۳ – خپل عزت او حیثیت بايد وساتئ.

د صداقت، اعتماد او باور عادتونه له ځان سره وساتئ تر څو نور خلک ستاسو په اړه مثبت فکر وکړي.

۱۴ خپل ځان او نور خلک وبښئ.

کله کله پردي (بیگانه) یا ستاسو خپلوان مو ناهیلي کوي او یا زیان درته رسوي. غبرگون ورسره وښیه خو ضد، نفرت او یا لانجه ورسره مه کوه.

کرکه او ضد ستاسو یوه زیاته اندازه انرژي بې ځایه مصرفوي. نو د خپل ځان لپاره هم له چا کرکه او له چا سره ضد مه کوئ.

۱۵ – ژوند ډیر لنډ دی.

کوشش وکړئ چې د وخت نه گټه پورته کړئ ځکه ژوند نیمگړی دی. “ژوند د سترگو رپ دی باید یوه شیبه هم ضایع نه شي” پټ کانرای.

۱۶ – خوښي یو انتخاب دی.

د خوشحالۍ او خوشبینۍ انتخاب ستاسو په لاس کې دی. یواځی تاسو کولای شئ چې د یو بد حالت څخه کامیابي ترلاسه کړئ.

۱۷ – دا ومنئ چې هیڅ څه هم په ژوند کې بشپړ نه دي.

لکه په فلمونو کې کله کله هغه سم خلک هم نه کامیابیږی. پر هغه څه چې لرئ یې شکر وباسئ او منندوی اوسئ. هیڅ انسان په ژوند کې کامل نه دى. هغه اشتباهات لري. خو که له تیرو تیروتنو څخه مو څه زده کړئ، نو آینده ژوند به مو ډیر اسانه شي.

په ژوند کې که هر څومره وړه لاسته راوړنه هم ولرۍ باید ویې لمانځۍ. دا تاسو دې ته هڅوي چې د لا سترو بریاوو لپاره کوښښ وکړئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */