ټولنیز ژوند

۵ لارښوونې چې خوښ او نیکمرغه ژوند ته مو ورسیخوي

ژباړه: محمد عزيز پردېس

خوښ او ارامه ژوند د هر انسان هيله ده، ټول له مختلفو لارو خوښ ژوند ته د رسېدو لپاره هڅې کوي او ستونزې ګالي. هېڅ داسې انسان به نه وي چې د ځان او کورنۍ لپاره خوښي او نېکمرغي ونه غواړي. د هرڅه او هر چا په پرتله تاسو خپله ډېر څه د ځان لپاره کولی شئ. دې ليکنه کې به تاسو ته د خوښ او نېکمرغه ژوند ۵ په زړه پورې لارښوونې په ډاګه شي.

۱) هره ازموينه د ښوونځي د يوې ازموينې په څېر وګنئ.
له خپل ځان څخه مو وپوښتئ: ( دا موقعيت کوم درس غواړي ماته يې راکړي؟ ) د ژونده هر وضعيت او موقعيت موږ ته د زده کړې لپاره يو څه لري. ځيني هغه درسونه دا دي: غښتلي شئ. روښانه اړيکې ټينګې کړئ. په خپل ځان باور ولرئ. مينه وکړئ. بښنه وکړئ. نوي څه وازمايئ.

۲) هرڅه بدلون مومي، خو سبا ته لمر بيا هم له همغه پخواني ځای څخه راخېژي.
بد خبر: هېڅ څه دايمي او تلپاتې نه دي. ښه خبر: هېڅ څه دايمي او تلپاتې نه دي.

۳) زړه توري کېدل او پرمختګ دوه متفاوت څيزونه دي.
داسې يو وخت رارسي چې د اشخاصو د تعقيبولو او يا هم د مسائلو د حل لپاره له هڅو کولو څخه ستړي کېږي، خو دا زړه توروالی نه دی، دا د کار پای نه دی؛ بلکې دا يو نوی پيل دی. د دې مسئلې درک دا دی چې تاسو ځانګړو اشخاصو او ځانګړو څيزونو ته اړتيا نه لرئ.

۴) ځان مو له منفي کسانو څخه لرې وساتئ.
هرکله چې د ژوند له منفي څيزونو څخه ځان لرې کړئ، نو د مثبتو څيزونو دروازې به ستاسو پر وړاندې پرانېستل شي. ژوند ډېر لنډ دی، هغه کسانو ته اصلا موکه مه ورکوئ چې ستاسو خوښي درڅخه واخلي. له منفي اشخاصو څخه واټن واخلئ، ځکه چې پر نفس ستاسو د اعتماد کچه ټيټوي. ځان مو د مثبتو کسانو سره بوخت وساتئ چې تاسو ته غوره څه در په برخه کوي.

۵) د بشپړې اړيکې په نامه څه شتون نلري.
د يوې بشپړې او کاملې اړيکې په نامه څه شتون نلري. د دوو لورو ترمنځ د چلندونو څرنګوالی او د يو او بل د تېروتنو او نيمګړتياو منل دي چې يوه اړيکه د بشپړتيا پر لور بيايي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی