بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د خوشاله ژوند لپاره ۲۵ خبرې یاد ولرئ

لیکنه: مریم شریفي

ژباړه: مریم محمدي

۱- لمونځ او نور عبادت په خپله وخت کوئ.

۲- د ژوند له نعمتونو دې خوند واخلئ.

۳- کوښښ وکړئ، چې په ورځ کې لږ تر لږه درې کسان په مسکا ونازوئ.

۴- خپل ژوند له نورو سره مه پرتله کوئ، ته په دې نه پوهېږې، چې ستا سفر له کوم ځای نه تر کوم ځایه دی.

۵- کینه کول د وخت ضایع کول دي، نو پام چې وخت دې ضایع نه کړئ.

۶- له قوت، مينې او شوق سره ژوند تېر کړئ.

۷- د څو شېبو لپاره مسکا وکړئ.

۸- دا چې خلک ستا په اړه کوم فکر کوي، دا ستا د ژوند د سوداګرۍ برخه نه ده، یعنې د خلکو په خبرو پسې مه ګرځئ او مخکې لاړ شئ.

۹- د ملګرو او کورنۍ احوال مو واخلئ.

۱۰- تل مینه ناک اوسئ.

۱۱- کله چې سهار وېښ شوې، نو پر ژوند مو شکر اداکړئ.

۱۲- د ورځې لا اقلً ۱۰ دقيقې پیاده مزل وکړئ.

۱۳- هر ورځ د لسو د قیقو لپاره په يو ارام چاپېریال کې کېنئ.

۱۴- پرېمانه اوبه وڅښئ، لږ ترلږه په ورځ کې بايد دوه لېتره اوبه وڅښئ.

۱۵- هغه خواړه ډېر وخوره، کوم چې له ونو او بوټو څخه پيدا کېږي، یعنې سبزيجات او مېوه وخورئ.

۱۶- په ويښه خوبونه وګورئ، خو خیالات مو په رښتيا بدل کړئ او په ويښه يې عملي کړئ.

۱۷- هره ورځ خلکو ته يو ښه څيز ډالۍ کړئ، لکه خوراک، څښاک کتاب قلم داسې نور.

۱۸- په ورځ کې لوبو ته هم لږ وخت ورکړئ.

۱۹- له ځان سره مينه وکړئ، ځکه چې ته بې مثاله یې.

۲۰- ستاسو ښه والی لا نه دی رارسېدلی، انتظار وکړئ.

۲۱- ژوند ډېر لنډ دی، نو وخت مه ضایع کوئ او په ناروغتیا کې هم له وخت څخه کټه واخلئ.

۲۲- د هرې شېبې په بدل کې کوښښ وکړئ، چې نوي څه زده کړئ.

۲۳- هيڅ خبره نه ده، چې تاسې څه ډول احساس کوئ، بلکې پاسیږئ، واغوندئ، وګرځئ او شکر وباسئ.

۲۴- د تېر ژوند لانجې او مسئلې هېرې کړئ او د خپل ژوند ملګري ته يې هم مه یادوئ.

۲۵- د تېرې مياشتې په پرتله په دې میاشت کې ډېر کتابونه مطالعه کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي