ټولنیز ژوند ژوند بڼه

زموږ په خوشحالۍ کې لاندې څلور هورمونونه نقش لري

لیکنه: ياران

 ډاکټر احسان الله درمل

د یوه طبي پیام ژباړه او لنډیز:

“زموږ په خوشحالۍ کې لاندې څلور هورمونونه نقش لري:

1. Endorphins
2. Dopamine
3. Serotonin
4. Oxytocin

اینډاروفین زموږ په بدن کې د ورزش پر مهال ترشحېږي او له ورزش څخه پیدا شوي عضلاتي دردونه ټکوروي. همدارنګه نوموړی هورمون د ټوکو ټکالو د اورېدو پر مهال هم ترشحېږي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ هره ورځ نیم سات ورزش وکړئ او په ورځ کې یو ځل د کوم مشهور کومیډین یوه نیمه ویډیو وګورئ. دا به ستاسو په بدن کې د اینډاورفین کچه لوړه وساتي او خوښ به یاست.
(اینډاروفین د بدن داخلي او طبیعي درد ضد هورمون دی چې د خارجي مورفین غوندې کار کوي. هغه کسان چې د مورفینو معتاد دي، د ورزش او د ژوند د سټایل په بدلولو کولای شي چې د بدن د اینډارفینو کچه لوړه کړي او پدې توګه د خارجي او مضرو مورفینو، داخلي، طبیعي او بې ضرره بدیل پیدا کړي. ژ)

ډوپامین زموږ په بدن کې هغه مهال ترشحېږي چې موږ په ژوند کې خپلو وړو یا لویو موخو ته ورسېږو. نوې دنده، نوی موټر او نوی کور اخیستل ټول هغه عوامل دي چې د ډوپامین په ترشح کې مرسته کوي او موږ خوشحال ساتي. د کور میرمنې ځکه زیاتره مهال خپه وي چې دوی د خپلو کارونو په مقابل کې له سړیو څخه وړ ډاډ او داد نه ترلاسه کوي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ د خپلو وړو او لویو موخو د تکمیل لپاره هڅې وکړئ او نورو ته هم د هغوی د کار و زیار په مقابل کې معنوي ډاډ او داد ورکړئ. دا کار به ستاسو د ډوپامین کچه لوړه وساتي او خوشحالي به مو ملګرې کړي.

سیروټونین زموږ په بدن کې هله ترشحېږي چې د بل لپاره کوم کار وکړو. ځینې وخت زموږ هڅې زموږ لپاره هیڅ مادي ګټه نلري خو پوهېږو چې خلکو او ټولنې ته یې خیر رسي. دا بې بدیله هڅې چې صرف د نورو د خیر و رفاه لپاره کېږي، په انساني بدن کې د سیروټونین کچه لوړه ساتي او د یوه پټ وجداني سرور سبب کېږي. نو که خوشحالي غواړئ، صرف د ځان لپاره نه، بلکې د نورو لپاره هم ژوند وکړئ.

او بلاخره:

اوکسي ټوسین په انساني بدن کې هغه وخت زیاتېږي چې انسان له کوم بل انسان سره نږدې شي. خپل ماشوم، خپله کورنۍ او یا کوم دوست په غېږ کې ونېسي او یو بل ته مینه ورکړي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ له خپلو ماشومانو، کورنۍ او دوستانو سره مینه وکړئ او هغوی په غېږ کې ونېسئ.”

یادښت: د مزمنو دردونو او ډیپریشن پرمهال په بدن کې دغه هورمونونه کم وي. د ټولو نارکوټیکو دردضد او ډیپریشن ضد درملو د کار میکانیزم دا دی چې په بدن کې پورته ذکر شوي هورمونونه زیاتوي. خو د بدن فزیولوژیک قانون دا دی چې که موږ د هورمونونو تولید د خارجي منابعو لکه درملو پواسطه زیات کړو، نو داخلي او طبیعي تولید یې درېږي. له بلې خوا د نارکوټیکو او ډیپریشن ضد درملو زیات استعمال ګڼې نورې څنګزنې ستونزې را ولاړوي. نو پدې لحاظ د خوشحاله اوسېدو لپاره د درملو پر ځای ولې طبیعي او ډېرې ساده لارې چارې و نه لټوو؟ داسې لارې چارې چې بیخي اسانې او تر درملو سل چنده زیاتې اغیزناکې دي.

له لویه سره د خوشحالۍ او سرور ټولې چینې زموږ په درون کې دي، موږ ورپسې هسې بهر منډې وهو. د حافظ خبره په سرو زرو لیکل پکار دي چې:

سالها دل طلب جام جم ز ما میکرد
انچه خود داشت ز بیگانه تمنا میکرد

او:
پخپلو زړونو کې یې ولټوئ!
تر څو په یار پسې بهر ته به ځو؟
ژ.

#خوشحالي

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران