ادبیات سرسکالو کلتور او هنر

د حمزه په شاعرۍ کې د ښکلا انځور – مصطفی سالک

حمزه شینواری زموږ په زمانه کې یو داسې شاعر دی، چې د هنر شاهین یې دواړه وزرونه لري، خیال او فکر دواړه یې پاللي دي. که د هغه د حسن په تصور خبرې کوو نو رنګ په رنګ خیالونه او فکرونه مخې ته راځي.

د حمزه بابا د جمالیاتو لیدلوري بدل دي. هغه چې کله د خاورې خټې جوړ ښکاري نو د انسان ظاهري ښکلا یې ستایلې ده، چې دا ذوق تر ډیره له سیمیز او کلتوري رنګه اغیزمن بریښي.

خو کله چې بیا حمزه د تصوف په موډ کې وي بیا ورته حسن له مادي دنیا د لرې پراته روحاني جهان مرغۍ ښکاري دا لاڅه هغه په هرڅه کې هماغه یو حسن ویني چې ازلي او ابدي دي.

دریم ډول ښکلا چې حمزه ورته تم شوی، هغه د ښکلا دودیزې نظریې دي چې کله کله د حمزه د هنر په هنداره کې سترګګونه وهي.

او څلورم ډول ښکلا چې باید د حمزه په شاعرۍ کې وپلټل شي هغه فني یانې هنري ښکلا ده، دلته دا کتل په کار دي چې حمزه د شعر او هنر ښکلا ته په کومه سترګه ګوري.

د حسن سکه دوه مخیزه ده، یو پلو یې د جمال تصویر دی او بل پلو یې د جلال تاثیر، ګل او سپوږمۍ جمال لري خو سمندر او لمر جلال، جمالیات چې د هنر له ښایست سره سروکار لري، دا دواړه ارزښتونه بیل څیړي.

موږ په پښتو کې ډیر ځله ددواړو توپیر نه کوو، اویا یوه کلیمه د بلې ځای ناستې ګرځوو، البته اتفاق شونی دی او هغه داسې جمال ښکلا او جلال ښایست وبلل شي.

دا کار ځکه اړین دی، چې د اصطلاحاتو نه لرل د جمالیاتو په برخه کې د اکاډمیک او علمي کار د مخنیوي سبب ګرځي.

راځئ په ترتیب د ښایست او جمال دا جلا او بیل ډولونه د حمزه د غزل په هنداره کې څرک، څرک ننداره کړو.

حمزه او د انسان ښکلا:

د انسان د بدن د برخو توازن هغه ښکلی کړی دی، خو د انسان د ښکلا معیار نه ټاکل کیږي، علت بیا هم نسل، کلتور، جغرافیه، خټه او نور کیدی شي.

لویدیځ میشتي تر ډیره شنې سترګې، زرینې زلفې سپین رنګ، نری جوړښت، او لوړ قد د جمال د ذوق پارونکي ګڼي، دا ځکه چې له دغه رنګ او اډانې سره له زرګونو کلونو په لاشعوري ډول بلد دي.

خو دلته بیا غټې تورې سترګې، ځواکمن بدن او اوږدې تورې زلفې د ښکلا معیار ګڼل کیږي.

او چرته بیا تور رنګ او پپړې شونډې جمال دی. همدغه د ښکلا بیل معیارونه او تلې دي، چې د هنر او ښایست د افاقي کیدو مخه نیسي، او د یوې ځانګړې زمانې او ځای بندیوان یې ګرځوي.

بس حمزه خبره غوڅه کړې توپیر د زړه او سترګو جدا ادراک پیدا کړی.

فرق د زړه او سترګو د جدا، جدا ادراک دی

اوګنې جلوه دې هم دننه هم بهر ده

خو دا هم ده چې دننۍ جلوه حقیقت او د سترګو بهرنۍ جلوه مجاز دی.

حقیقت حقیقت دی، خو پر عام اکثریت د مجاز اغیز توند او تیز دی، د مجاز له حسنه هرڅوک خوند اخستی شي، خو د حقیقت جلوه لیدل زړه چاودون غواړي.

حمزه شینواری داسې شعري لیدلوری لري چې د انساني ښکلا کمال په ځوانۍ کې وي.

په موسم کښې د بهار صفت د ګل شي

ښکلي واړه شهرت مومي په ځوانۍ کې

رښتیا همداسې بریښي فولکلور هم په ځوانۍ کې پر ښکلا د صحت مهر لګولی.

چې مې د تورو زلفو وار و

د چا به کار و چا به هسې غږ کاونه

او د ښکلا مرکز سترګې بولي:

سترګې د ټول وجود استازې او هندارې وي، د ملاقات پر مهال ډیر کله لومړی نظر له سترګو سره جنګیږي، بله داچې سترګې د ګڼو عاشقانه موخو لپاره کارول کیږي تر دې چې جنګ هم کوي، دلته دا هم ویلی شو چې سترګې کتونکي ته هم د ښکلا مرکز کیدی شي ځکه په سترګو هم یو شمیر ښایستونه ګوري.

نشته د بل جز دې زړه راښکون هسې

حسنه شو مرکز دې عطا سترګو ته

دا بل بیت هم دغه خبره لري:

خدای ږو چې مرکز د ښکلا سترګې دي

ماته چې رامخ شې غرڅنی خو شه

حمزه د خپلو روایتونو امین شاعر دی، ان د ښکلایزو ارزښتونو د ساتنې د روایت امین هم، د سترګو په برخه کې یې ذوق پښتون ذوق دی.

مړې غټې تورې سترګې لوی باڼه درازې زلفې

بس داسې یو پیکر چې وي زیبا ګڼلی کیږي

د مزې خبره ده د حمزه له بیته ښکاري چې د سترګو ښکلا د نور پیکر او بدن بدرنګي جبرانولی شي وګورئ هغه صفتونه چې یوازې سترګې، باڼه او زلفې یې لري، ټول پیکر ښکلی کوي.

دا بیت هم ورته څه لري:

زه برندې سترګې او شډله ځواني حسن ګڼم

نه نرۍ ملا لکه ویښته نه ټیټې مړې سترګې.

پورته بیت کې حمزه یوازې د خپل ښکلایز ناپ تول خبره نه ده کړې، بلکې د نورو معیار هم ورته معلوم دی چې نرۍ ملا او مړې سترګې دي، دا زموږ ادبي معیار و ګنې ولسي ذوق هم د حمزه د ذوق په څیر بریښي.

حیا له ایمانه ده! خو حمزه شینواری حیا ته یوازې د اخلاقو له لیدلوري نه ګوري بلکې هنري استدلال یې دادی چې حیا ښکلا ده.

بلا دې واخلمه ای پیغلې حیا

تا اننګي کړه د جانان ګلونه

یو شمیر پوهان وايي چې حیا غریزه ده، نه دا چې کسبي دې وبلل شي، دا دومره پیاوړې جذبه ده، چې ښځې یې له مرګه پس هم په پام کې ساتي.

وايي چې په لرغونې مالیزیا کې د ښځو د ځان وژنې وبا خپره شوې وه، هوښیارو قانونپوهانو یې مخه ددې اعلان په خپرولو سره ونیوله چې کومې ښځې هم ځان وژنه وکړه جسد به یې بربنډ په کوڅو کې لیږدوو.

دا جذبه د ښځې نسوانیت ډیروي، چې خپله یوه ښکلا ده.

حمزه حیا داسې ښکلا بولي چې له پسول او سینګاره ماورا ده.

ستا یوه کمي د حسن چې سنګاره څخه نه وه

ما پوره کړه چې درمخ شوم ستا بارخو ته حیا راغله

په یوه بل بیت کې وايي چې ځواني دې فتنې کوي خو حسن یې ساتنه کوي او حسن نه مراد حیا ده.

حسن دی چې ستا نګهباني کوي

او ګنې فتنې خو دې ځواني کوي

دا بیت هم د لوستو دی:

ځي پلو لره دې لاس بې اختیاره

جوړ څوکۍ ته دې د حسن ځواني راغله

سینګار او حسن

سینګار د انسان لرغونې مشغولا ده، له ځنګله تر تمدنه یې چرته او کله هم ترې لاس نه دی اخستی، بلکې نور ژوي او ځینې مرغان هم خپلې ځالې په ځانګړو ډولونو پسولي.

د حمزه د شعر په هنداره کې د سینګار رنګ شوخ دی، کله یې سینګار ښایسته بللی او کله یې سینګار نا اړین بللی دی.

حمزه کچه خالونه یانې د رنجو او نور تلونکي خالونه، داسې ګڼي لکه د ښکلا سره شریک ګرځول، خپل جانان ته وايي چې ستا مخ لکه اسماني کتاب هسې دی او خالونه دې فاني نقشونه، نه ښايي ورسره.

کچه خالونه دې ښایست لره پیدا کړو شریک

فاني نقشونه کله ښايي له قرانه سره

بل ځای هم وايي چې سینګار اړین نه دی.

محسوس له ډیره حسنه کړي خوبرو کمي د حسن

اوس بویه بویه خلاص یې چې سنګار شي را به شي

خو کله کله سینګار د ښکلیو د غرور پیداکونکی ګڼي، ځکه چې اینه ورته حیرانه شي نو خامخا به غرور ټوکوي.

دادماغ دې له سنګاره مخکې نه وو

اینې درته څه وویل حیران یم

حمزه وحدت الوجودي صوفي دی، نو ثابته ده چې د ماورالطبیعت حسن د انځورونې هڅې یې کړې دي.د هغه په فکر وجود یو دی، او دا وجود ښکلی دی، همدغه یوه ښکلا ده چې بیل، بیل نمودونه لري.

بدلیږمه زه هم په هر ساعت که ته بدلیږې

هردم ولې ښکاریږي ستا جمال نوی نوی

حمزه بابا پر دې اړه نثري لیکنې هم لري، د خوشحال خان خټک یو شعر نومې کتاب کې داسې د وجود د راپیژندلو هڅه کوي.

(وجود مادي څیز نه دی، نو ځکه مونږ د هغه د تعریف کولو په وخت هغه اصطلاحات نشو وړاندې کولی کوم چې د مادې سره مختص دي مطلب داشو چې وجود مادي نه دی)

حمزه وايي وجود احساسیږي خو په لفظونو کې یې بیان نه شي کټ مټ هغسې چې د مڼې او انګور د خوندونو توپیر نه شي بیانیدی، خبره مو د حسن کوله څنګه چې وجود په هرڅه کې روان بولي نو ورته ژوند بریښي.

حمزه ستایه ښکلا چې دا د ژوند بله نامه ده

بې دې نه بل تعریف ډیرې خبرې ډیرې خولې دي

موږ د انسان او ماورالفطرت حسن پر اړه خبرې کوو، خو جمالیات تر ډیره د فن د ښکلا پر اړه غږیږي، پر دې اړه به هم څه ووایو. خو د انسان او میتا فزیک ښکلا پر اړه د حمزه فکر بیانول هم  راته اړین وبریښیدل.

د حسن پر اړه د حمزه نظر د هغه د نثر په کتابونو کې شته، که هغه رواخلو او بیا یې شعرونه شرحه کړو، نو دا چلند له ورایه سم بریښي خو په حقیقت کې ناسم دی، د نثر خبرې منظمې نزدې له تضاده ژغورلې او استدلالي دي، خو شعر په یو تخیلاتي او تصوراتي ذهني چاپیریال کې ویل کیږي ځکه نو فلسفه د هغه د اشعارو په شرحه کې پوره مرسته نه کوي، د حسن پر اړه حمزه ډیر شعرونه لري، چې د هغه په غزلونو کې خپاره دي، البته یو داسې فکر رنګی غزل هم لري چې لاندې باندې څلور بیتونه یې د حسن پر اړه د وینا هندارې دي.

نن اجازه راکړه تنقید کومه

عشقه په حسن باندې برید کومه

تنقید دادی:

چا وی چې حسن مربي دی د عشق

که اپوټه یې کړې تاید کومه

دی وايي چې چا حسن د عشق مربي وباله او ویې ویل چې مینه له حسنه پیدا کیږي، داسې نه ده که ووايي چې عشق حسن تخلیق کوي نو بیا یې ورسره منم. دا خو د بیت خبره وه، اصل خبره داده چې د حسن او مینې د تړاو خبره دومره ساده نه غوڅیږي.

چرته حسن مینه ټوکوي او چرته مینه حسن تخلیقوي. ځکه په راروان بیت کې تاید تردید ته غاړه ورکړې ده.

ښکلی تخلیق د محبت دی حسن

زه یې تاید هم یې تردید کومه

ښايي د مینې او حسن د ارزښت پر اړه همدغه زړه نازړه کیدل وي چې کله ورته مینه د ښکلا څپه ښکاري د یوه بل غزل بیت یې دی.

مینې ته حمزه چې فکر وکړ ما

دا هم د ښکلا يوه څپه ښکاري

ددې بیت مانا داده چې له ښکلا مینه پیدا کیږي نه دا چې له مینې ښکلا زیږي.

حمزه صوفي مشرب و، وحدت الوجود یې خوښ و، د هغه د صحت د اثبات په غزض یې لیکنې کړي بلکې روغ، روغ کتابونه یې لیکلي خو د شعر مضمون هماغه زوړ دی.

چې تاته وګورمه زه ښکارم

چې ځان ته وګورمه ته ښکارې

مخکې مو دا خبره کړې وه، چې د حمزه په شعر کې د ښکلا اندونه د هغه د نثر په رڼا کې څیړل ستونزې راولاړولی شي.

دا خو ده خو کله کله بیا حمزه بابا خپل یو شمیر شعرونه په خپلو کتابونو کې شرحه کړي مطلب دا چې په شعر او نثر کې یوه خبره ده چې په دې حالت کې د خبرې صحت بیخي خوندی دی.

حمزه بابا د خوشحال خان خټک یو شعر نومې اثر کې لیکي :

(د اشیاو د وجود په حقله شیخ اکبر یو مثال بیانوي، او هغه دا چې مونږ په خپل ذهن کې ډول، ډول نظریې جوړوو، رنګ په رنګ تصورات قایموو، تر کومه وخته چې زمونږ ارادې هغه تصورات او نظریات نیولي او ټینګ کړي وي، نو هغه ټول زمونږ یاد او ذهن ته مخامخ وي، خو چې زمونږ اراده یې پریږدي او د ارادې د شکنجې نه ازاد شي نو هم هغه تصورات او نظریات داسې ورک شي چې بیا یې زمونږ په ذهن کې هیڅ درک نه لګي.ګویا د تصوراتو او نظریاتو وجود زمونږ له وجوده و.او چې زمونږ وجود پریښود، د هغو وجود پاتې نه شي یعنی زمونږ د وجود ژورو کې فناشو، زما یو شعر دی.

بې دتا نه هر وجود وهم و خیال دی

او که دی نو ستا صفت او ستا جمال دی.)

د جمالیاتو او تصوف تر منځ مو ځکه تړاو راوست چې حمزه بابا لیکي چې مطلق حیات مطلق حسن دی( مطلق حیات مطلق حسن دی، او همدغه مطلقه انا ده.همدغه انا خپل بې انتها تخلیقي صلاحیتونه ظاهر ته راویستي دي، او ظاهر ته به یې راوباسي. ددی کل هر فرد ځان ته امتیازي حیثیت لري، صوفیا دې ته د حق علمي معلومات او اعیان وايي. د هر عین تعلق د حق د یوه اسم او صفت سره وي، او د هر فرد امتیازي جوهر هغه حسن وي کوم چې د هغه د عین مظهر وي. په نورو الفاظو چې د یوه فرد عین ته د ښکلا کومه برخه ورکړی شوې وي هغه د هغه عین په مظاهرو کې څرګنده وي. نو ځکه د حسن ټاکلی معیار ممکن نه دی.ځکه چې مطلق حسن د تحدی نه بالاتر دی.هغه عین ژوند عین علم او علم عین جمال دی. دا حسن یا جمال په هر فرد کښې  د هغه فرد د بنیادي وجود سره سم موجود دی، او اکثرو پوهانو حسن ته د تناسب او موزونیت نه عبارت ویلی دی)

حسن که هرڅو د توازن نه عبارت دی

روح د توازن په دې حسن کې عفت دی

حسن د خالق له خپل جماله عبارت دی

وریې کړو انسان ته چې حامل د خلافت دی

هم انساني انا او پوهه کې مخکې لیکي ( د حسن د ادراک لپاره دوه ظاهري حواس دي چې یوه باصره او دویمه سامعه….)

او دا هغه ځای دې چې زه به له بابا سره د اختلاف جرات وکړم، ټول حواس د ښکلا سرچینې دي او صوفیانو خو سربیره پر پنځو ظاهري حواسو پنځه باطني هم ذکر کړي، او باطني له روح او زړه سره تړلي بولي چې د حقیقي حسن ننداره د همدغو حواسو دنده بولي.

ګل په سترګو ښه لګي نو ښکلی دی، خوږوالی په ژبه ښه لګي نو ښکلی دی، حمزه بابا په خپله وايي:

حمزه د خوږ اشنا به درته څه صفت بیان کړم

ګوړه چې له هرې ډډې وڅکې خوږه وي

دلته حمزه بابا په لاشعوري ډول منلې چې دغه مهال ورته خوږوالی یوه ښکلا وه، خو په خپل کتاب کې وايي چې د ښکلا لپاره ایله دوه حواس ځانګړي دي.

دلته به همدومره بس وي، وحدت الوجود د تصوف تر سرلیک لاندې څیړل په کار دي، خو وحدت الوجود، تصوف، جمالیات او فلسفه بیلول ګران دي .

حمزه او د هنر ښکلا:

په جمالیاتو کې د هنر او ارټ د ښکلا پر اړه خبرې کیږي، او دا ځکه چې د فن او هنر ښکلا تر ډیره معروضي او عیني ده، چې هم پرې خبره کیدی شي او هم بل ته بیانیدی شي.

حمزه د خپل مهال ګڼ لیکني ادبي شعري ژانرونه خپل کړي خو شهرت یې له غزله دی، او د غزل ښکلا یې د کلاسیک او نوي شعر یو امتزاج دی.

کلاسیک په دې مانا که حمزه ولولو او کاظم خان شیدا ولولو نو دا احساس شي چې دواړه د هنرې ښکلا د پنځونې ګډ تخنیکونه او لیدلوري لري، خو د پښتونولۍ او ترکیبي انځورګرۍ خبرې یې نوښت دی، خو هغه هم داسې نوښتونه دي چې څرکونه یې زموږ د کلاسیک ادب په هنداره کې سترګکونه وهي، خوشحال دواړه لرل، خو حمزه قامیت ته د یوې فلسفیانه اډانې او شعري نظام بڼه ورکړی او دا نوښت دی، دا یوه اتفاقي خبره نه ده دا د حمزه هنري شعور دی، وايي:

هسې رنګ د جمیعت لټون پکار دی

د پښتو د زلفو لا خورون پکار دی

جام دې نوی وي زاړه شراب پکار دي

په تازه بندش کې زوړ مضمون پکار دی

اینه د نني تهذیب دې ښه ده

خو جوهر پرې د ساده پرون پکار دی

په نوي جام کې زاړه شراب په تازه بندش کې زوړ مضمون راوستل، او د نني تهذیب اینې ته د پرون جوهر ورکول، هغه څه دي چې هم د حمزه هنري جمالیاتي حس جوتوي

او هم یې مقام.

هسې خو د حمزه زمانه د شعري تخلیق د ارتقا زمانه وه، د غني خان، اشرف مفتون، سید رسول رسا، اجمل خټک او سمندرخان سمندر شاعري هم مخې ته راغلې وه، خو دوی له خپل کلاسیک سره هغه تړاو نه درلود چې حمزه درلود، خو نا مناسبه به وي چې د قلندرمومند نوم وانخلو هغه هم کلاسیک او معاصر شعري ښکلایز ارزښتونه لري، خبره د حمزه پر اړه روانه وه حمزه وايي چې انسان له خپل لاشعوره نه شي خلاصیدی، او چې نه شي خلاصیدی اړینه ده چې شعور او لاشعور نزدې والی ولري، او په وینايی که شعور له لاشعور سره په جګړه کې کیوزي پایله به یې په شخصیت کې ګډوډي وي.

نوموړی د هنر دښکلا ترکیب د اوسنیو او پخوانیو ادبي ارزښتونو له امتزاجه جوړوي.

او په کار هم همداسې ده، د پښتو شعر د ارتقا په تاریخ کې همدغه راز شاعري څیړل کیدی شي، که یو له بل سره اړیکه ونه لري نو دا خو بیا منطقي ارتقا نه شوه چې تاریخ پرې بحث وکړي.

انګلیسی ژبی نقاد ټي، ایس، ایلیټ هم یو مهال د ادب او شعر د تخلیق پر اړه ورته نظر درلود او دی چلند د نړۍ پر کچه د لوی شاعر په توګه مطرح کړ، خو یو شمیر زلمي د ایلیټ د نوښت فلسفه نه مني او استدلال کوي چې نوښت او زړښت نه سره جوړیږي.

دا نظریه بیانول دي، که د حمزه د شعر جمالیاتي شننه کوو، د بدیع، بیان، ادبي مکتبونو، او نویو تیوریو په رڼا کې باید وڅیړل شي.

خو یو مخ خلکو له حمزه سره دا روایت پالنه ونه منله، بلکې ویې ویل چې د حمزه شاعري نیا ده یانې زړه ده. څه ښه ځواب یې ورکړی.

حمزه که شاعري شوه دتا نیا او ته نیکه شوې

بیا څنګه دې دا پیغلې د غزل وزیږولې

او دا یادښت یې هم ورسره مل کړی:

(د ځینو نقادانو په خیال زما شاعري زړه شوې وه، یانې نیا وه نو طنزآ مې په دې مهمل غزل کې دا ذکر وکړو)

دې ادعا یوازې د حمزه غبرګون نه دی پارولی بلکې د وخت نقادان یې هم لیک ته اړ کړی و استاد تقویم الحق کاکاخیل لیکي:

(اوس هم د هغه دا درنه خوږه پښتنه ناوې نوو زلمو ته نیا ښکاري، ځکه چې ددې مخ بربنډ نه دی، لستوڼی یې نیمګړي نه دي، لوپټه یې په اوږو نه ده پرته.او مستې نرګسي سترګې یې په سپینه برقع کښې پټې دي. یا ځکه چې ددې د څهرې خدوخال ایرانی دی انګریزی نه دی، ددې د سترګو حیا شته شوخي نشته او دې ته مستې بې باکې قهقهې نه ورځي، اوس هم دا حال دی نو خدای خبر صبا به ترې څه جوړیږي. ښکاري دا چې دا دور ختمیدونکی دی، او په حمزه ختمیدونکی دی)

حمزه د هنري شعري ښکلا لپاره د خیال او الفاظو په شتوالي یو راز ټینګار کوي، خیال چې ورشي نو بیا د الفاظو لپاره چاڼ کوي.

چې یې اظهار لره الفاظ نه مومم

خیال ته زما هسې مضمون راغی

او کله چې خیال ته مناسب الفاظ نه دي غاړې وتي له شعره معما جوړه شوې ده، تقویم الحق کاکاخیل د حمزه ددغه راز شعرونو بیلګې راوړي.

دا احساس دی د خودۍ کمر زما

دی په ښکته که شته پورته پر زما

د حیرت کوربه خالي د مرات کور کړي

که هر عکس شو خالي بشر زما

ساده والی د حمزه د هنري ښکلا بله ځانګړنه ده.

حمزه هرڅو که اینه د لطافت وي غزل

ستا به جوهر د سخن دا وي چې ساده کړه ژبه

چې شیدا او حمزه لولو نو پوهیږو چې حمزه په رښتیا هم ژبه ساده کړې ده، خو دا هم باید ووایو چې د ژبې نګه محاوروي رنګ لږ څه تت دی، او کله کله ښکاریریږي.

د لاندې بیت دویمه مصرعه کې د ژبې د ساده توب او محاوروي رنګ کمال لیدل کیږي.

دا یو الوتونکی نظر هم دې غنیمت دی

نن خو د پخوا نه داسې ښه غوندې ښکاریږې

د ژبې ساده کول ، د محاورې او کور کلي ژبې ته ښکته کیدل، یوازې حمزه د هنري ښکلا لپاره دغه څه ارزښتناک نه دي بللي، ساده والی د نړۍ نزدې ټولو نقادانو ستایلی خو د ټاګور خبره هغه ساده والی چې پر څیزونو پرده نه وي غوړیدلی نه هغه ساده والی چې د حماقت دویم نوم دی.

حمزه په یوه بل ډول هم ښکلا پنځوي او هغه داسې چې یوه تجربه بیانوي د مینې نفسیات بیانوي یو بیت یې را اخلو نور به دا موضوع په بیله مقاله کې وڅیړل شي.

راشي په خلقو کې تنها نه راځي

مینه یې شته خو چې بدنام نه شي

حمزه وايي چې مینه یې ورسره شته خو له نوم بدۍ یریږي، دا خبره ورته محبوب په ژبه نه ده کړې بلکې د هغه د نفسیاتي چلنده یې دا اندازه لګولې ده. او هغه دا چې ورځي خو په خلکو کې، یوازې نه ورځي چې څوک ورته ګوته ونه نیسي ، حمزه د هنري ښکلا پنځونې لپاره دا هندي تخنیک ډیر کارکولی، خو دومره پام ورته نه دی شوی چې څومره په کار و، ای کاش چې حمزه بابا دی تخنیک ته تر بل هر تخنیکه ډیر پام کړی وی، ځکه همدغه شاعري یې تر نورې ډیره ژوندۍ ده.خو ددې باوجود تر اوسه حمزه په پښتو کې ددغه تخنیک تر ټولو مخکښ استاد ګڼم.

حمزه د هنري ښکلا د پنځونې په برخه کې د ترکیب جوړونی یو مخکښ او ماهر استاد هم و لاندې بیت یې ولولئ:

د نمرمخیو دیدن کله کله ښه وي

هغه حسن حسن مه ګڼه چې عام شو

نمرمخی یو داسې غزلیز شاعرانه ترکیب دی چې زه یې چرته هم ګورم حمزه رایادوي.

د کوچیانو لپاره کورپسري ترکیب جوړول هم وګورئ.

کور پسري ارمانونه مې پخلا کړه

کور یې یاره ستا د زړه نه بهر نشته

**

 

 

 

 

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل