افغانستان سیاست نړۍ

د پلار پر پله روان زوی؛ د اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن د ژوند لوړوـ ژورو نه خبرشئ

لیکنه: بشر درویش

سرچینه: اسوشیتد پریس ـ جون گامبرل
ژباړه: یاران وېب پاڼه – بشر دروېش

د سپتمبر د ۱۱مې له پېښې څو اونۍ وروسته حمزه بن لادن له عربي لباس سره یې په یوه تبلیغاتي ویډیو کې راڅرګند شو.

هغه یو آرپي جي هم له ځان سره لرله او په ویډیو کې یې د امریکا خلاف خبرې وکړې.

دغه هلک ۱۲کلن و، د یوه هلیکوپټر څنګ ته ناست و او شاوخوا یې ټوله له وسله والو مخ پټو کسانو ډکه وه.

په پاکستان کې د امریکا د سمندري ځواکونو په لاس د پلار له وژل کیدو کلونه وروسته یې هماغه هلک اوس د نړیوالو قوتونو د پام وړ ګرځیدلی.

په تازه ګام کې امریکا متحده ایالاتو پر دغه هلک یو میلیون ډالره انعام اعلان کړی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغه نوم د ترهګرو په تور نوملړ کې شامل کړی او هم یې پلرني هېواد(سعودي عربستان) له ده څخه د خپل تابعیت سند بیرته اخیستی.

دا ګامونه څرګندوي، چې نړیوال اوس ۳۰ کلن حمزه ته د یوه لوی ګواښ په سترګه ګوري. هغه د القاعدې مشر نه دی، خو له پلاره په دغه ورپاتې ترهګریز میراث کې یې د ځوان نسل د رهبر په توګه ځان ډېرځلولی.

حمزه بن لادین د وسله والو کسانو په منځ کې

د ایف بي آی پخوانی افسر علي صوفان، چې د القاعدې د بریدونو په تړاو یې څېړنې کړي وایي:

«دا د حمزه برخلیک و، چې د پلار پر پلونو پل کیږدي. هغه حاضر دی، چې د القاعدې رهبرۍ ته غاړه ورکړي.»

د حمزه بن لادن په اړه زیات معلومات نشته؛ په ځانګړي ډول په دې اړه چې هغه اوس چېرې دی، خو د هغه ژوند تر اسامه وروسته د القاعدې ډلې په برخلیک کې بې روله نه دی.

هغه ډله، چې که سوکه فعالیت کوي، خو له خپلو ریښو او سیالې ډلې (داعش) څخه زیات دوام کوي.

د حمزه بن لادن د زیږیدو په کره نېټې او سیمې دواړو د نظر اختلاف شته؛ خو ډېری څېړونکي باور لري چې هغه په ۱۹۸۹کې دې نړۍ ته سترګې غړولي.

په دغه کال اسامه بن لادن له شوروي ځواکونو سره جنګیدونکي افغان مجاهدین په مالي لحاظ حمایه کول.

اسامه د سعودي عربستان د یوې لویې ساختماني کمپنۍ د مالک د ۵۰ کسیزې کورنۍ غړی و.

نوموړی د افغان جهاد له پای ته رسیدو سره د یوې نوې ډلې د مشر په توګه راڅرګند شو. دا ډله د افغان جهاد په دایره کې رامنځته شوې وه او غوښتل یې په نړیواله کچه یو ورته بل جهاد پيل کړي.

دغه وخت له خیریه صابر سره د اسامه د واده څه وخت تېر شوی و. خیریه د سعودي په بندري ښار جده کې د ماشومانو روان شناسه وه.

وېل کیږي چې نوموړې د اسامه د یوې بلې مېرمنې د زوی سعد د درملنې پر وخت د نوموړي خوښه شوې او بیا یې واده سره کړی.

حمزه د خیریه او اسامه بن لادن د واده یوازینۍ ثمره ده.

الیزابت کندل چې په اکسفورډ پوهنتون کې څېړنې کوي او د حمزه په اړه پراخې مطالعې لري وایي:

«دغه هلک د ژوند له پيله تراوسه القاعدې سره مخ و، هغه له القاعدې سره وړوکی را لوی شوی، د هغه نوم په عربي ژبه کې د (زمري) او (قدرت) په مانا دی.»

حمزه ووړ ماشوم و، چې اسامه له سعودي نه تبعید شو.

اسامه د سعودی پرحکومت نیوکه کړې وه، چې ولې یې په ۱۹۹۱ کې د فارس خلیج د جګړې پروخت د امریکایي ځواکونو منځګړتوب کړی و.

دا خبره د سعودي په شهزادګانو بده ولګیده او اسامه یې سوډان ته په تګ مجبوره کړ.

ترهغې وروسته چې اسامه د امریکا خلاف جهاد اعلان کړ او ده ته د پناه ورکولو پرسر سوډان تر نړیوالو فشارونو لاندې راغی، اسامه په ۱۹۹۶ کې بیا افغانستان ته ولاړ.
دغه وخت حمزه ۷ کلن ماشوم و.

په ۱۹۹۸ کې په کینیا او تانزانیا کې د امریکا سفارت ته له بم ایښودنو سره، چې د ۲۲۴ تنو د وژل کیدو سبب شوې، د امریکا پرضد د القاعدې بریدونه زیات شول.

په ۲۰۰۰ کال کې په یمن کې پر یو ایس ایس کول د دې ډلې برید لږ ترلږه ۱۷ تنه ووژل.

حمزه دغه وخت له عربي لباس، پوځي وسایلو او عربي شعرونو سره د پلار ترڅنګ په تبلیغاتي ویډیو ګانو کې راڅرګندیده او امریکا ته یې ګواښونه کول.

په همدې وختونو کې د سپتمبر د ۱۱مې پېښې رامنځته شوه، چې تر ۳ زرو کسان پکې ووژل شول.

دغه وخت حمزه ۱۲ کلن او غالباً په افغانستان کې د شوروي اتحاد له میراثه د ورپاتې هلیکوپټرڅنګ ته ولاړ و.

د القاعدې د ادعا خلاف دا هلیکوپټر هغه نه و، چې القاعدې یې په مرسته په امریکا کې د سپتمبر پېښه رامنځته کړې وه.

حمزه په یوه زمزمه کړي شعر کې د طالبانو مشر او د خپل پلار وفادار ملګری ملامحمد عمر (د کابل زمری) یاد کړی و.

په دغه ویډیو کې هغه همدا شان تومانچه په لاس داسې اکټونه او د هوا پر لور ډزې کړي، چې ښيي له امریکایانو نه ډاریږي.

دا په افغانستان کې د اسامه او د هغه د کورنۍ وروستۍ شېبې وې. لږ وروسته امریکا پر افغانستان هېواد برید وکړ، طالبان یې وځپل او اسامه یې د توړې بوړې د غره له لارې پاکستان ته په تېښته کولو اړ ویست.

حمزه په یوه ځای کې لیکلي، چې پلار نه تر جدا کیدو مخکې، پلار یې ده او ورور خالد ته یې د تسبیح دعاګانې کوي او دغه دعاګانې هم ور ښيي.

د ده په وینا د بېلتون وخت یې دومره سخت و، لکه له سینې چې خپل ځیګرونه وباسي او هملته یې پریږدي.

له دغه وخته حمزه هم لکه خپل پلار نادرکه کیږي.

د ایران کلونه
حمزه بن لادن او مور یې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د هوایي بریدونو پر وخت د القاعدې د نورو غړو په شان پاکستان ته پناه وړي.

د څېړونکو او لاسته راغلو اسنادو له مخې ترهغې وروسته، چې د پاکستان په ایبټ اباد کې اسامه د امریکا د سمندري ځواکونو لخوا وژل کیږي، حمزه او مور یې ایران ته ځي.

هلته د القاعدې مشران دوی ته په خوندي سیمو کې پټنځایونه برابروي.

د ایران او القاعدې ډلې تړاو یوه پېچلې موضوع ده، ایران دا موضوع تل په کلکه رد کړې.

خو دا هم عجیبه ده، چې څنګه سخت دریځه سنیان په ایران کې د دغه هېواد له همکارۍ پرته اوسیدای شي.

دا سخت دریځه سنیان، چې القاعده یې هم یوه برخه ده، ایران مرتد او د شیعه ییزم له کبله له اسلامه وتی ګڼي.

له دې سره، د سپتمبر د یوولسمې د پېښې په اړه د امریکا د دولتي کمیسون راپور ښيي، چې په سوډان کې د بن لادن د استوګنې پر وخت د ایران او القاعدې اړیکې پیاوړې شوي.

سرچینه وایي، چې د دې ترڅنګ د لبنان د حزب الله ډلې هم د القاعدې پراخ ملاتړ کړی.

یاده ډله د ایران له لورې تمویلیږي.

د ایبټ اباد د برید پر وخت په ترلاسه کړو اسنادو کې امریکایانو موندلې، چې د سپتمبر د ۱۱مې له پېښې مخکې ایران د القاعدې جنګیالیو ته اجازه ورکړې څو خاورې ته یې ننوځي.

دوی د پاکستان په کراچۍ کې د ایران له کونسلګرۍ ویزې اخیستي او بیا ایران ته ورغلي.

د دغو اسنادو له مخې القاعدې له ایراني استخباراتو سره هم ښې اړیکې لرلې.

د راپور پربنسټ ایران ځکه د القاعدې ملاتړ کاوه او د پیسو ترڅنګ یې وسلې ورکولې، چې دا ډله د سعودي او امریکا پرضد جنګیده.

ایران له دغو دواړو هېوادونو سره ترینګلې او دښمنانه اړیکې لري.

شواهدو دا هم ښودلې، چې د سپتمبر پېښې ۸ الوتکه تښتونکي امریکا ته له ورتلو مخکې پر ایران را تېرشوي.

خو په دې اړه اسناد نشته، چې ایران یا حزب الله ډلې به له دغه برید سره همکاري کړې وي.

دا هم معلومه نه ده، چې ایران ولې د القاعدې غړو او د بن لادن کورنۍ ته د سپتمبر له پېښې وروسته د ایران د سفر اجازه ورکړه؟

هغه وخت د ایران مذهبي رهبر آیت الله خامنه یي او سمون پال ولسمشر محمد خاتمي یاد شوي بریدونه وغندل.

د دې ترڅنګ ایران د امریکا په مشرۍ له هغو بریدونو سره مرسته وکړه، چې د القاعدې له ملاتړه برخمن طالب نظام یې په افغانستان کې نسکور کړ.

له دې سره بیا هم د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش د ۲۰۰۲ تر جنورۍ پورې ایران د عراق او شمالي کوریا ترڅنګ د شرارت د محور یوه برخه وګڼله.

په ملګرو ملتونو کې د ایران پلاوي په دې اړه نظر ورکولو ته غاړه کېنښوده.

اسارت
د بن لادن مېرمنې خیریه صابر په ایران کې د القاعدې له آمرانو وغوښتل، چې نوی را زلمی شوی حمزه تر خپل نظر لاندې لوی کړي.

حمزه په دې اړه خپل پلار ته لیکلي، چې کوم اسلامي کتابونه لولي.

هغه په استولو لیکونو کې پردې ناخوښي ښودلې، چې ولې د جګړې په میدان کې د نورو جنګیالیو ملتیا نه شي کولای.

په ایبټ اباد کې یو لاسته راغلی لیک ښيي، چې حمزه خپل پلار ته لیکلي:

«مجاهدینو پخپلو مسلسلو بریاوو زه تر اغېز لاندې راوستی یم، خو زه په پولادي زنځیرونو کې اسیر یم او د دوی لاسنیوی نه شم کولای. اندیښمن یم، چې پاتې ژوند همداسې تېرنه شي.»

د حمزه د اندیښنو برعکس دا پولادي زنځیرونه سبب شول، چې هغه او د القاعدې نور غړي د بوش او اوباما د واکمنیو پر وخت په منځني ختیځ کې د دوی خلاف له سختو هوایي بریدونو خوندي پاتې شي.

د حمزه میرنی ورور سعد، چې له ایرانه زر وتښتیده او پاکستان ته لاړ، ډېر زر په ۲۰۰۹ کې د امریکا د هوایي برید ښکار او ووژل شو.

تریشا بیکن، چې په یوه امریکایي پوهنتون کې تدریس او د القاعدې په اړه څېړنې کوي وایي:

«هغه وخت ټول نیول کیدل او وژل کیدل، حمزه ځکه روغ پاتې شو چې به ایران کې و.»

حمزه همدا وخت د عبدالله احمد په نوم د یوه مصري له لور سره واده وکړ. د دغې نجلۍ نوم انتخاب ښودل شوی. د انتخاب پلار د امریکا لخوا تورن دی، چې په ۱۹۹۸ کې یې د امریکا پر سفارت د ترسره شوي برید پلان جوړ کړی و.

حمزه له ګډ ژوند څخه دوه ماشومان لري، چې یوه یې لور او بل یې زوی دی.

هغه پرخپلې لور د خپلې مور خیریه او پر زوی د خپل پلار اسامه نوم ایښی.

حمزه پلار ته په یوه لیک کې لیکلي وو:

«له خدای نه غواړم، چې د هغوی تصویرونه ستا په سترګو کې کیږدي، دوی خدای پیدا کړي څو ستاسو خدمت وکړي.»

لږ وروسته دا اوازه شدیده شوه، چې ایران د القاعدې غړو ته پناه ورکړې.

د بن لادن بل زوی خالد وروسته په یوه لیک کې، چې په انلاین بڼه خپور شوی و، د ایران مشرانو ته یادونه کړې وه، چې د دوی په خاوره کې یې وروڼه او خویندې له وهلو ټکولو کړیږي.

اسامه بند لادین په ۲۰۱۱م کال کې د امریکا سمندري ځواکونو د پاکستان په ایبټ اباد کې وواژه

له کلونو بند وروسته د القاعدې هغو غړو ته چې په ایران کې ساتل کیدل، یو فرصت په لاس ورغی.

د ۲۰۰۸ په وروستیو کې وسله والو کسانو د پاکستان په شمال لویدیځ کې د ایران یو دیپلومات وتښتوه.

دغه دیپلومات د ۲۰۱۰ په مارچ کې راخوشې او غالباً په بدل کې یې د حمزه په ګډون د القاعده یو شمېر نورو غړو ته له ایران څخه د خلاصیدو موقع په لاس ورغله.

اسامه ته د یوه لیکل شوي لیک له مخې، هغه غوښتل چې حمزه په یوه تحصیلي بورس قطر ته واستوي، خو زوی یې د پاکستان وزیرستان ته لاړ او هلته یې د وسلو کارولو تکتیکونه زده کړل.

د حمزه مور خیریه سمدستي ایبټ اباد ته په دې نیت لاړه، چې ګوندې ایکی یوازینی زوی یې هم هغلته لاړشي.

۲۰۱۱ د مۍ په دویمه د امریکا د سمندري ځواکونو یوې ځواکمنې ډلې پر ایبټ اباد برید وکړ او اسامه یې له یوه بل زوی خالد سره ووژل.

خیریه صابر او د بن لادن نورې مېرمنې او ساتونکي د دغه برید پرمهال ونیول شول، خو حمزه بیا ورک شو.

بیا ځلي ظهور
د ۲۰۱۵ په اګسټ کې د القاعدې د اوسني مشر ایمن الظواهری پر وېب پاڼې یوه ویډیو خپره شوه، چې پکې ویل شوي وو:

«د القاعدې یو بل زمری در پېژنو!»

دا (زمری) حمزه بن لادن و، هغه په دغه ویډیو کې راښکاره شوی نه و، یوازې غږیز پيغام یې خپور شو.

هغه وویل:

«څه چې امریکا او ملګري یې سخت ترې وېریږي دا ده، چې موږ د جګړې میدان له کابل، بغداد او غزې څخه واشنګټن، لندن، پاریس، تل ابیب او د امریکا او یهودانو د ګټو ټولو مرکزونو ته پراخوو.»

له هغه وخته تراوسه حمزه د القاعدې له ادرسه تر ۱۰ ډېر بېلا بېل پيغامونه ورکړي. کله یې د سوریې پر جګړې خبرې کړي او کله یې سعودي ته د ټرمپ لومړنی سفر او کله نور موضوعات بحث کړي.

کندال وایي:

«د هغه ویناوې یوازې د وینو تویولو ګواښونه نه دي، هرڅه چې وایي په ښه ادبي ډول یې وایي.»

سره له دې، چې القاعده تراوسه د اسامه د نیږدې ملګري ایمن الظواهري له لورې کنټرولیږي، خو داسې ښکاري چې دا ډله له اوسه په راتلونکي کې د یوې ځوانې رهبرۍ د لرلو لپاره تیاری نیسي.

له بلې خوا، د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواک بریدونه او د روسیې او ایران همکارۍ داعش ‌ډله نابودۍ ته نیږدې کوي.

دغه وضعیت له القاعدې سره مرسته کوي، چې د اسلامي جهاد د مدعې او ترټولو مطرحې نړیوالې ډلې په توګه دوام وکړي.

اسامه بن لادین او حمزه بن لادین

په برتانیه کې د امنیتي چارو د یوې څېړونکې ادارې ریس ساجان گوهل وایي:

«فکر کوم چې د داعش د وضعیت له خرابیدو سره نړیوال متوجه شوي وي، چې القاعده ډله لا نابوده شوې نه ده. القاعده له شور و غوغا پرته د پرمختګ او بیا ساه اخیستو په حال کې ده. القاعدې له دغه فرصت نه ښه ګټه اخیستې، نړۍ ټوله داعش پسې ده او دوی په خاموشۍ کې ځان بیا منظموي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۷ کې حمزه بن لادن (نړیوال ترهګر) وباله او د ۲۰۱۹ په فبرورۍ کې یې پرې د یو میلیون ډالرو جایزه اعلان کړه.

دا بدلونونه ښيي، چې نړیوال هغه یو لوی ګواښ ګڼي.

د ایف بي آی پخوانی مامور صوفان وایي:

«احتمالاً داسې اطلاعات شته، چې یوه بله پېښه نیږدې او پر لاره ده.»

خو څه چې د القاعدې ‌ډلې په منځ کې روان دي، یوه معما ده.

حمزه بن لادن د ۲۰۱۸ له مارچ څخه وروسته نادرکه دی. هغه په وروستي ځل د سعودي چارواکي په یوه پيغام کې وګواښل او نور پسې نادرکه شو.

د لادرکۍ په اړه یې یوه اوازه دا ده، چې هغه په یوه برید کې وژل شوی.

سي ای آی د ۲۰۱۷ په نوامبر کې یوه ویډیو خپره کړه، چې د حمزه د واده د مراسمو اړوند ګڼل کیده.

صوفان وایي:

«آیا هغه به ژوندی پاتې شي؟ آیا هغه به په کافي اندازه ژوند وکړي، یا هغومره څه به وکړي، چې پلار یې وکړل؟ په دې اړه موږ نظر نه لرو. ښایي همدا سبا د کومې بې پيلوټه الوتکې ښکار شي. ځکه پلان همداسې دی. دا به بالآخره د داسې خلکو برخلیک وي.»

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي