افغانستان خوندیتوب

د مهسا ماشومې تراژیدې؛ د حکومت بې وسی، بې پروايي او که بې کفایتي؟

لیکنه: ګلاب هېواد

ټول فیسبوک د مهسا نومې ګلالۍ ماشومې تراژیدۍ نیولی دی. څوک یې ویر ژاړي، څوک یې له ولسمشر څخه تښتونکو د علني اعدام غوښتنه کوي او څوک د ارګ هغه اعلامیه شریکوي چې په کې ولسمشر په دې پېښه د خپل شدید متاثر کیدو خبره کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي، مهسا نومې شپږ کلنه ماشومه د کب د میاشتې په ۱۵ مه نېټه د کابل له یو لسمې ناحیې څخه تښتول شوې وه، او له کورنۍ څخه یې د خوشې کیدو په بدل درې سوه زره امریکايي ډالر غوښتل شوې وو.

په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت خپره کړې، ددې شپږ کلنې ماشومې د وژل کیدو د سترې تراژیدۍ او په دې اړه د خواشینۍ یادونه نه ده شوې، خو دا په کې ویل شوې چې د پولیسو په بې دریغه هڅو کې دوه تښتونکې نیول شوې. البته له دې اعلامیې سره په خپاره شوي عکس کې بیا درې تنه نیول شوې ښکاري.

داسې ښکاري چې د کابل د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې پولیس دې ته منتظر و، څو ماشومه مهسا ووژل شي او په فیسبوک کې یې د مړې عکسونه غوغا جوړه کړي نو دوی به یې بیا عاملان ونیسي. هر څه چې دي خو دا ډول پېښې د کورنیو چارو د وزارت د جنايي جرمونو د مبارزې په مفسده اداره کې د فساد، بې پروایۍ او بې کفایتۍ څرګندونه کوي.

د پېښې په اړه له ارګه خپره شوې د ولسمشر غني د خواشینی اعلامیه هم د پام وړ ده . په اعلامیه کې جالب ټکی دا دی چې وايي”ولسمشر ټینګار کړی چې دا ډول جنایتکارانه عمل د منلو او قبلولو وړ نه دی. “

ما چې د ارګ د اعلامیې دا جمله ولوسته نو په کې عجیبه ستم ظریفي راته ښکاره شوه. د خدای بختورو، څوک شته چې ووايي دا ډول جنایت د منلو دی. ټول په دې پوهیږې چې دا ډول ستر جنایت د نه منلو څه چې ددې وړ دی چې اسمانې پرښتې د ارګ په شمول د کابل مځکه پورته او په بل مخ یې واړوي.

د ارګ اعلامیه دا هم وايي چې ولسمشر اړوند ادارو ته ددې قضیې د جدي تعقیب امر ورکړی. خو په اعلامیه کې د ماشوم تښتونې او انسان تښتونې د ورځ په ورځ پراخیدونکې پدیدې د پای ته رسولو او د دا ډول پېښو د نه تکرار په اړه څه نه دي ویل شوي.

بل جالب ټکي ته چې زما پام شو، هغه دا دی چې په ټولنیزو رسنیو کې د ارګ ډنډوره چیانو د ولسمشر پر همدې اعلامیې حوالې ورکړې او د ” ژوند ژوند ولسمشره!“ او یا د ” مهسا غږ واوریدل شو“ او نورو شعارونو یې بدرګه کړي ده.

ایا مسله همدلته پای ته ورسیده؟

اوس پوښتنه داده چې ایار د مهسا په وژلو او ددې د تښتونې د عاملانو په نیول کیدو او په احتمالي مجازات دا تراژیدې پای ته ورسیده؟
نه!!
همدا اوس د پلازمېنې کابل په شمول په ولایتونو کې سلګونه ماشومان او لویان د تښتونکو په منګولو کې په زیرزمینیو کې پراته دي. که د کورنیو چارو وزارت د هغو کسانو لیست خپور کړي چې، همدا اوس په بیلابیلو ولایتونو کې تښتول شوي او کورنیو یې له حکومت څخه د خلاصون لپاره مرسته غوښتې نو شمیر یې سلګونو کسانو ته رسیږي چې ډیر یې ماشومان دي. البته سلګونه نورې قضیې داسې دي چې کورنیو یې له امنیتې ادارو سره له ویرې او پر دې ادارو د نه باور له کبله ګرد سره تماس نه دی نیولی. دا تښتونې ټولې په هغو سیمو کې دي چېرې د افغان حکومت په فساد کې ډوبې امنیتې ادارې فعالې او واکمنې دي او له عامو خلکو په کې پولیس، د ملي امنیت مامورین او نور امنیتي مامورین زیات لیدل کیږي.

په ګڼو دې تښتونو کې یا د پولیسو چارواکي او یا دولتي ادرو او ټیمونو سره تړلي نور سیمه ایز زورواکي لاس لري.

د ماشوم تښتونو پېښو د ګڼو افغانانو ژوند نا ارامه کړی، ګڼ ماشومان یې ښوونځیو ته له تلو منعه کړي او د میلونونو ښارونو کې میشتو افغان کورونیو ژوند یې متاثره کړی دی.

هم دا اوس سلګونه ماشومان او لویان د تښتونکو سره په څاګانو او زیر زمینو کې په ځنځیرونو تړلي پراته دي.

حکومت بې وسه که بې کفایته او بې تفاوته

د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د افغان حکومت یوه ستره نیکمرغي داده چې نه معقول وسلوال اپوریسون لري، او نه معقول سیاسي اپوزیسون. خو دا په دې معنی نه ده چې د غني اداره هسې چې فیسبوکي فعالان یې وايي، له هره پلوه په تول پوره ده. دا سمه نه ده چې نه یې ولسمشر ساری لري، نه یې وزیران او والیان جوړه لري.

د جنايي جرمونو مسله په تیرو څلور کلونو کې په هغو سیمو کې چې حکومت بشپړ واک لري یوه له ټولو ځورونکو مسلو څخه وه. د کابل په شمول د افغانستان په ټولو ګڼ میشنو ښارونو کې د زیاتیدونکو جنایتو د لاسه نه د چا سره خوندي دی، نه مال او نه د لاس موبایل. امنیتې ادارې، د ولسي جرګې او ولایتي شورا ګانو استازي، له حکومتي ټیمونو سره تړلي ځايي زورور هغه لورې دي چې په لمنو کې د انسان تښتونې په څیر ستر جنایات پالل کیږي. خو د ملي یووالي حکومت په دې برخه کې له شعارونو پرته جدي اقدامات نه دي کړي. له څو ګوتو په شمیر پېښو پرته د سترو بوږنوونکو پېښو عاملان یا هیڅ نیول شوې نه دي یا مجازات شوې نه دي.

انسان تښتونه چې په ښارونو کې د افغان کورنیو او سوداګرو په وړاندې یوه ستره ستونزه ده، تر اوسه د یوې جدي ستونزې په توګه حکومت نه ده منلې او د ولسمشر غني په اصطلاح ( په یو ملي بحث ) نه ده بدله شوې.

کنه حکومت کمزوری نه دی. که وغواړي او اراده و اوسي، په څو میاشتو کې له ښارونو څخه د جنایاتو لمن ټولولی شي.

راځئ لرې به نه ځو، زه به درته په دې اړه چې ه حکومت وغواړي تر خپل واک لاندې سیمو کې د انسان تښتونې په شمول د فجیع جنایاتو مخه نیولی شي یوه بیلګه درکړم.

کله چې ولسمشر غني وغوښتل، خپل راتلونکې انتخاباټي ټیکټ جوړ کړي او په کې امر الله صالح د خپل لومړي مرستیال په توګه غوره کړي، نو یوه اړتیا دا رامنځ ته شوه چې ښاغلی صالح چې کلونه له رسمي دندې لرې پاتې شوی، باید لومړی حکومت ته رانژدې او د یو پریکنده شخص په توګه مطرح شي، څو د لومړي مرستیال په توګه په ټاکلو کې یې د رای ورکوونکو او د غنی د نورو سیاسي پلویانو ملاتړ تر لاسه او ملاحظې کمې شي.

هماغه وه چې ښاغلی صالح څو اونیو لپاره د کورنیو چارو سرپرست وزیر وټاکل شو. هغه ته واک ورکړل شو چې په دې موده کې د جنایتکارو په وړاندې اقدامات وکړي، د جنایتکارو هغه لیستونه چې کلونه حکومت د مضر احتیاط له کبله نه اعلانول په ډاګه کړي. ښاغلي صالح هم په څو اونیو کې پرلپسې اقدامات وکړل، یو شمیر جنایتکار ونیول شول، ځینې وویرول شول او زما دا هم یادیږي چې په وروستیو اونیو کې یې په کابل کې د جرمونو اندازه د لومړي ځل لپاره راکمه شوه. او که په همدې شدت دوام ورکړل شوی وی، اوس به د تښتونو او نورو جرمونو له ګوتو په شمار پېښو سره مخ شو.

خو د صالح له دې اقداماتو د حکومت هدف د جنایتکارو پر ضد مبارزه نه وه، بلکې د ولسمشر غني په ټیم کې د صالح د شمولیت لپاره د ملاتړ خپلول و. هماغه و چې انتخاباتي ټیکټ جوړ شو، کورنیو چارو وزارت بیرته خپل ژمنی خوب پیل کړ، او د جنایتکارو او مجرمونو د تعقیب او لیستونو مسله هم غلې شوه، نه یې بیا د ولسمشر فیسبوکي پلویانو یادونه وکړه او نه چارواکو کوم نوی اقدام اعلان کړ.

له دې هر څه مې هدف دا دی چې افغان حکومت په هغو سیمو کې چې د دوی تر واک لاندې دي چې عموما ښارونه دي، د وړو او لویو جنایتکارو ډلو او د هغوی د ملاتړو په ضد د اقداماتو او د هغوی د زپلو توان لري. خو ددې کار لپاره نیت، اراده او چارچوب نه شته. حکومت په خپله سیاسي لوبو او جوړجاړیو بوخت دی او امنیتي ادارو او چارواکو یې له غلو سره د جوال خوله نیولې. تر هغې چې حکومت په ښارونو کې د جنایاتو په وړاندې د بې تفاوتۍ په خوب ویده وي، نو ددې وطن ګڼ ګلالي ماشومان به یا د جنایتکارو په لاس وژل کیږي، یا به ترې د بدن غړي پرې کیږي او یا به د هغوی سره په تیارو خونو کې برمته وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ګلاب هېواد