خواړه روغه سټه

امیندواره میرمنې دې خپل مهالویش داسې جوړ کړي

لیکنه: مریم محمدي

ژباړه: مریم محمدي

اومیندوارۍ کومه ناروغي نه ده، خو یوه ډېره اساسه مرحله ده چې مور باید د خپلې روغتیا سربیره د راتلونکي ماشوم په اړه هم پوره پاملرنه وکړي.

هرې امینداورې مېرمنې ته په کار ده چې په دې وخت کې یو ځانګړی مهالویش جوړ کړي، نن درسره په همدې اړه معلومات شریکوو راسره اوسئ:

۱- استراحت وکړئ
له ذهني فشار نه لرې کیدل د هر انسان د روغتیا په ګټه ده، خو امیندوارو مېرمنو ته په کار ده چې له اندیښنو ځان لرې وساتي او هر ورځ باید ۱۰ ساعته استراحت وکړي.

۲- د کور ځیني کارونه مه کوئ
هغه کارونه چې د امیندوارۍ په وخت کې د خطر لا مل کیږي لکه: جارو وهل، اوړه لندول او د زیاتو وزنونو جگول دي، په دې کارونو کې باید له نور مرسته وغواړئ.

۳- منظم خواړه وخورئ
سهارنۍ مو هیڅکله مه پریږدئ ځکه چې ستاسو بدن زیاتې انرژي ته اړتیا لري، امینداورو مېرمنو ته په کار ده، چې د خوړو په مهالویش کې له درندو او ډېرو ټینگو خواړو لکه لوبیا، هگۍ او پالکو په کمه اندازه استفاده وکړي.

همدارنګه د ورځې په اوږدو کې پنځه وخته خوراک وکړئ، خو پام مو وي چې کم کم وخورئ تر څو روغتیا ته مو زیان ونه رسوي.

دغه راز هره شپه پنځه دانې بادام وخورئ تر څو ستاسو مغز نورماله وي، هفته کې دوه ځله ځیگر وخورئ، چې د وینی له کمښت سره مخ نشئ. همدارنګه د تازه میوو څخه زیاته استفاده وکړئ.

۵- څښاک درنه هیر نشي
هر سهار یو گیلاس شیدې او دوه دانې خرما وخورئ ځکه چې شیدې کلسیم لري او خرما مو تغذیه کوي.

دغه راز د ورځې په اوږدو کې ډېرې اوبه وڅښئ، ترڅو گُردې مو چرک یا ډبرې پیدا نکړي. د میوو جوس څخه زیاته استفاده وکړئ تر څو بدن مو مقاومت ولري.

۶- سپورت وکړئ
امینداورې میرمنې ته په کار ده چې هره ورځ هغه ځانګړي لوبې تعقیب کړي، کوم چې په دې مرحله کې ډاکټرې ورته سپارښتنه کړې وي، همدا رنګه پیاده ګرځېدل هم د دوی لپاره ګټور دي.

۷- په خپل سر درمل مه خورئ
ډاکتران ټینګار کوي هغه میرمنې چې امینداوره دي په خپل سر د درملو له خوراک څخه دې ډډه وکړي، د اړتیا په وخت کې نږدې صحي کلینیک ته لاړ ورشئ.

۸- نظافت ته مو پام وکړئ
د خپل ځان د پاکوالي خیال وساتئ، اوونۍ کې درې ځله حمام وکړئ، په ډېرو گرمو اوبو یاهم په ډېرو یخو اوبو له حمام کولو ډډه وکړئ.

۹- ډاکټرې ته مراجعه وکړئ
هره مور باید د امېندواري په دوران کې څلور وارې روغتون ته ولاړه شئ چې د مور او ماشوم صحي حالت معلوم شي.

۱۰- اضافه شیان مه خورئ
خاورې، مالګې، لرګي او داسې نور اضافه شیانه مه خورئ، ځکه صحت ته مو زیان رسوي. هغوی چې دا شیان خوري په بدن کې یې کلسیم کم وي چې دا کمښت د شیدو پنیرو په خوړلو سره پوره کولی شئ، یا هم ډاکترې ته مراجعه وکړئ.

۱۱- فولیک اسيډ وخورئ
هره مور بايد د امېندوارۍ په دوران کې فولیک اسيډ او فیروس سلفاټ درمل واخلي، امېندوارۍ ناروغي نه ده، دا یو طبيعي او فزیولوژیک حالت دی، د دې درملو اخیستل مور د وينې له کمښته راګرځوي او مور د امېندوارۍ په وخت کې ماشوم له خپلې وينې تقویه کوي.

۱۲- د ماشوم له پیدا کیدلو څخه درې ساعته مخکې روغتون ته مراجعه وکړئ تر څو تاسو ته کوم زیان ونه رسیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي