ټولنیز ژوند طبیعت

د ستونزو باجود مو د حالت بهترولو لپاره ۵ لارې تعقیب کړئ

ژباړه: نوراحمد فضلي

تر ننه د دماغي ځواک په اړه ډېري لیکني سوي دي. د انسان ذهن کولی سي چي احساسات او عواطف تنظیم کړي. البته د احساساتو تنظیم د هغوی د کنټرول په معنا نه دی. اکثره خلک همېشه وايي:” نه سو کولی چي خپل احساسات کنټرول کړو “. دا خلک د احساساتو کنټرول او د هغوی تنظیم سره ګډوي. د احساساستو له تنظیمه مو هدف دا دی چي هره لحظه خپل حال ته متوجه اوسئ چي څه احساس لرئ. د بېلګي په ډول: که بد خُلقه یاست یا د کوم شي له وجي عصباني یاست، وکولی سئ چي خپل ځان آرام کړئ. اړتیا نسته چي په وچ زور په هر رقم شرایطو کښي ځان خوشحاله وساتئ، ولي چي خوشحالي اجباري نه ده شونې ده هرڅه بدتر کړي. یوازي دومره کافي دي چي د ناراحتۍ پر مهال په خپله خوښه او خپل انتخاب سره تصمیم ونیسئ چي ځان آرام کړئ.

په دې مطلب کښي درته هغه ۵ لاري چاري یا روشونه وړاندي کوو چي کولی سئ د ټولو ستونزو سره سره بیا هم بهتر حال ولرئ:

۱: خپل حواس مو په بل شي بوخت کړئ
هرڅومره چي په ناراحت کوونکو افکارو کښي غرقېږئ، هغومره به بد احساس لرئ. ځکه نو ددې پر ځای چي همېشه په ماضی کښي واوسېږئ یا د راتلونکو موضوعاتو له پېښېدو وېرېږئ او اندېښمن یاست، د بېلابېلو فعالیتونو سره خپل حواس واړوئ. موسیقي واورئ، پلی تګ وکړئ یا بل کوم داسي کار چي ستاسي ذهن تغییر کړي؛ ترسره کړئ.

څېړني ښيي چي د حواس اړول د درونیو ناراحتیو په له منځه وړلو کښي خورا زیات تاثیر لري. د بېلګي په ډول: که د غاښ کښلو له پاره د غاښو ډاکټر ته تللي یاست او د خپل نوبت په تمه یاست، کولی سئ چي ورځپاڼه ولولئ یا د خپل ملګري سره د غیر مرتبو موضوعاتو په باره کښي خبري وکړئ. حتا کولی سئ چي د غاښ کښلو پر مهال هم خپل ذهن په نورو موضوعاتو بوخت کړئ. د حواسو اړول همدارنګه کولی سي چي جسمي دردونو په کمولو کښي هم خورا زیات تاثیر ولري.

۲: پېښو ته له بلي زاویې وګورئ ( پېښي بیاځلي ارزیابي کړئ)
د موضوعاتو په اړه د نظر بدلون کولی سي چي ستاسي پر احساس باندي اغېز وکړي. مثلاً که ستاسي ملګری له حده زیاتي خبري کوي، ممکن عاطفي ملاتړ ته اړتیا لري یا که ستاسي همکار همېشه په بېلابېلو پوښتنو تاسو آزاروي، کولی سئ پر دې فکر وکړئ چي شاید ستاسي مرستي ته اړتیا لري. پر دې فکر وکړئ چي ستاسي شتون د نورو له پاره ګټور دی؛ ستاسي دا طرز فکر کولی سي چي ستاسي د سکون او آرامښت سبب وګرځي.

د کارونو بیاځلي ارزونه د احساس د تغیر په موخه یو له خورا بهترینو روشونو څخه دی. څېړني ښيي چي د موضوعاتو په باره کښي د نظر تغییر، ستاسي د وجود فیزیولوژيکي غبرګون هم تغیروي. که د دنننیو احساساتو کنټرول د ځانو سره تمرین کړئ، د ناراحتۍ پر مهال به مو نور زړه نه تپېږي یا د عصبانیت پر مهال به مو نور لاسونه نه خُله کېږي.

۳: شوخ طبعی اوسئ
خندا مو ذهن بدلوي او همدارنګه تاسي ته مثبت حال درکوي. هغه ښه حالت چي له شوخ طبعیتۍ څخه ئې ترلاسه کوئ، د بهتر اجتماعي ژوند او جسمي سلامتۍ د ښه والي سره په اړیکه کښي دی.

کله چي یوه جالبه ټوکه کوئ یا ستاسي دوستان مو له کوم جالب څه څخه خبروي، ستاسي دا ښه حال کولی سي چي ستاسي د احساساتو په مدیریت کښي خورا مهم نقش ولري. څېړني ښيي چي معمولي شوخۍ ستاسي د احساسي حالت په تغییرولو کښي کم اغېز لري. ځکه نو ډېري په زړه پوري ټوکي پیداکړئ او بیا یې د خپلو خوشحالو او خنده رویه ملګرو سره شریکي کړئ او خپل ښه حال تقویه کړئ.

۴: ځان په یو بل وخت او زمان کښي تصور کړئ
د زماني واټن تغییر ستاسي سره مرسته کوي چي موضوعاتو ته په خلاص نظر وګورئ. مثلاً کوښښ وکړئ له راتلونکي څخه حال ته نظر وکړئ، په دې کار سره په آسانۍ سره متوجه کېږئ چي د نن ورځي اندېښمنوونکي موضوعات به په راتلونکو پنځو یا لسو کلو کښي هومره مهم نه وي.

کله چي نه سئ کولی کومه ستونزه حل کړئ، ناراحته یاست یا د کومي شخړي او مشاجري په وجه عصباني یاست، کولی سئ چي د ځان سره د زماني واټن په نظر کي نیولو سره مرسته وکړئ. ځان په راتلونکي کښي ووینئ او پوه سئ چي د وخت په تېرېدو سره ډېری موضوعات خپل اهمیت بایلي. دا ډول تفکر کولی سي چي تاسي آرام کړي.

۵: محیط تغییر کړئ
کله چي نه سئ کولی کومه ستونزه حل کړئ، خپل محیط تغیر کړئ. د محیط په تغیر کي کېدلای سي چي لوی تغییرات هم شامل وي لکه د کسب، له یوه څخه بل ښار ته کوچېدل او…
ځکه څېړني ښيي چي حتا ډېر کوچني تغیرات هم کولی سي خورا موثر وي. مثلاً کولی سئ چي د منفی ګرا خلکو سره د ناستي پاستي پر ځای، د یوه مثبت فکره همکار ترڅنګ کښېنئ یا ددې پر ځای چي غرمنۍ مو پر مېز تیاره وخورئ تر هغو قدم ووهئ. دا ټول کارونه کولی سي چي ستاسي د احساس ځواک لوړ کړي او حال مو بهتره کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي