له نړۍ

حلاله ډیسکو

سعودي حکومت په جدې ښار کې یوه نایټ کلب ته د حلالې ډیسکو په نامه اجازه ورکړې ده، حلاله یې ځکه بولي چې وايي شراب به په کې نه څښل کیږي خو نورې میلې به په کې کیږي دا ډیسکو د ( وايټ ) په نامه ډیسکو یوه څانګه ده چې په متحده اماراتو کې پرانستې ده.

دا ګام د سعودي حکومت له هغو هڅو بلل کیږي چې له ځانه د سخت دریځۍ نوم لرې کول غواړي، چې په دې لړ کې یې د ښځو موتر وانۍ او لوبغالو ته د لوبو د نندارې لپاره ښځو ته اجازه ورکړې ده.

دا ډیسکو به د شپې له ۱۰ تر ۳ بجو پرانستې وي او هغه کسان به ورځي چې عمرونه یې تر ۱۸ کلونو ډیر وي.

خو ګڼ سعودیان د ډیسکو جوړولو سره مخالف دي، دوی وايي ټولنه یې یوه اسلامي او دودیزه ټولنه ده چې داسې چارو ته په کې باید اجازه ورنکړل شي.

لسګونه زره سعودیانو د (جده ډیسکو ) په نامه هشټګ کارولی او په وینا یې د حلالې ډیسکو مخالفت یې کړی دی.

ګن سعودیان بیرته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پولیسو فعالول غواړي چې د نا اسلامي او نا دودیزو چارو په تر سره کولو یې خلک بندیانول او سزا یې ورکوله، خو د نوي حکومت په راتلو سره د پولیسو دغه څانګه خورا کمزوري کړل شوې ده.

د نړۍ نورو مسلمانانو هم د حلالې ډیسکو په اړه ټولنیزو رسنیو کې طنزونه کړي او دا پوښتنه یې کړې ده چې حلاله ډیسکو یانې څه؟

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

انس عمار - کابل کې د یاران د ټیم غړی

انس عمار په کابل کې د یاران د کاري ډلې غړی دی چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې مطالب چمتو کوي.