افغانستان انتخابات سیاست

که حکیم تورسن ولسمشر شي لومړني فرمانونه به یې کوم وي؟

لیکنه: بشر درویش
اعلان

محمد حکیم تورسن د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو هغه نوماند دی، چې عجیبو غریبو خبرو یې د ډېرو پام خپل کړی.

هغه څو ورځې مخکې د یک تلویزون په یوه تفریحي خپرونه (ککتوس) کې مېلمه و، چې ځینې نوې جالبې یې پکې وویلې.

په دې لیکنه کې د یادې مرکې مهم ټکي شریکوو:

ژوند ته یې کتنه
تورسن وایي ۶۴ کاله مخکې د کابل په شوربازار سیمه کې زیږیدلی، خو له آره په قوم ازبک دی.

هغه یوه مېرمنه،۲ زامن، یوه لور او ۳ لمسیان لري.

تورسن د کابل پوهنتون د فارسي ادبیاتو ترڅنګ په یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې پوځي زده کړې کړي او تر ۱۳۷۱ پورې یې د ملي امنیت ادارې اړوند مختلفې دندې ترسره کړي.

پر خپلو ادعاوو ولاړ سړی
تورسن پر خپلو هغو ادعاوو ټینګ ولاړ دی، چې له نوم لیکنې مخکې ولسمشر غني، ډاکټر عبدالله، حاجي محقق او صلاح الدین رباني ورته راغلي او د ده د ټاکنیز ټکټ مرستیالي یې غوښتې.

دی په دې اړه، چې که ولسمشر غني یا بل څوک یې د ادعاوو د سپینولو لپاره څارنوالۍ ته شکایت وکړي، وایي حاضر دی چې دا ادعاوې ثبوت کړي.

د ده په وینا له داسې څرګندونو وروسته یې له ولسمشر غني سره د ولسمشریزو نوماندانو په ګډو ناستو کې لیدل شوي، خو غني ورته د داسې خبرو شکایت ځکه نه دی کړی، چې ده یې په اړه ریښتیا ویلي.

د یو میلیون ډالرو جوارګر
حکیم تورسن، چې د ډاکټر نجیب له حکومت وروسته په بهرنیو هېوادونو، خاصتاً المان کې یې ډېر وخت تېر کړی، وایي د طالبانو له سقوط وروسته کابل ته راغی او یو میلیون ډالر یې پر سیاحتي شرکت ولګول.

د ده په وینا د ۲۰۰۹ په ولسمشریزو ټاکنو کې له دې پیسو خلاص شو او اوس د ټاکنیزو مبارزو لپاره د پیسو له لحاظه مفلس دی.

د تورسن په وینا اوس یو میلیون افغانۍ هم نه لري.

د دوستم انډیوال، د غني کوڅه وال
تورسن، چې دوستم یې قومي دی، وایي له ځوانۍ نه ورسره انډیوالي لري.

د تورسن په وینا د ډاکټر نجیب پر وخت دی د نجیب نیږدې کس او دوستم د دوی قومندان و.

د تورسن په خبره دوستم مېلمه پال او ملګری سړی دی، خو دی په ځینو شیانو ورنه خپه دی.

د ډاکټر عبدالله په اړه تورسن وایي، چې اوس خوش تیپه دی، خو د جهاد د وخت عکسونه یې لري او هغه وخت داسې نه و.

د ولسمشر غني په اړه تورسن وایي، چې کورنۍ یې پخوا له دې کبله پېژني، چې د کابل په شور بازار کوڅه کې اوسیدل.

تورسن وایي غني د شوربازار په سانه سازۍ کوڅه کې زیږیدلی، ده نه مشر دی، خو ده ورسره د ځوانۍ له وخته نه پېژندل.

له ټرمپ نه نه ډاریږي
تورسن د تفریحي پوښتنو پر وخت په دې اړه، چې ټرمپ که پوتین نه ډاریږي، وویل له یوه نه هم نه ډاریږي.

د ده په خبره دی به سل فیصده خامخا ولسمشر کیږي او پاکستان سره د جګړې پرځای د خبرو له لارې د افغانستان ستونزې اواروي.

اریانا سعید یې خوښیږي
د مشهورې سندرغاړې اریانا سعید په اړه تورسن وایي، چې هغه هم ښه هنرمنده او هم د ښځو د حقونو د لاسته راوړلو لپاره د مبارزې ښه الګو ده.

تبلیغاتو نه ګیله من تورسن
تورسن وایي په ټولنیزو رسنیو کې د ده په نوم خلک دروغجن تبلیغات کوي.

هغه له ږیرې او دریشۍ سره د خپل حساسیت په اړه خپرې شوې خبرې تبلیغات ګڼي، خو وایي په دولت کې به یې دریشي رسمي لباس وي او دولتي چارواکي به یې په اغوستو مکلف کړي.

تورسن چادري ایرانی فرهنګ یادوي او وایي پر ښځو تحمیل شوی او دا مخالفت ورسره لري.

کاري لومړیتوبونه
تورسن، چې اوس هم خپله راتلونکي ولسمشري سل فیصده یقیني او حتمي ګڼي، وایي واک ته له رسیدو سره به سوله راولي، ځوانانو او مېرمنو ته به کار پیدا کوي او هم به د سولې د زمینه سازۍ لپاره عمومي عفوه اعلان کړي.

حکیم تورسن همدا شان د ارګ نه را تاو سمنټي محافظتي دېوالونه د ارګوالو لپاره شرم بولي او وایي پر ارګ له واکمنیدو سره به دا دېوالونه ایسته کړي.

هغه دغه راز د چارواکو لپاره د امنیتي خط سیرونو د لغوه کولو، د باډي ګاردانو د نه لرلو او له غاصبینو، فاسدینو او جاسوسانو سره د کلکې مبارزې ژمنې کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي