ټولنیز ژوند خوندیتوب

د ژمي یو بل جنجال؛ د ویښتو له پښ څنګه ځان وساتو؟

لیکنه: بشر درویش

ژباړه: بشر دروېش

په ژمي کې ویښتان په عام ډول پښ کوي. د دې دلیل د نورو عواملو ترڅنګ د سر د پوستکي وچوالی دی.
د سر پوستکي د هوا د رطوبت له کبله معمولاً په ژمي وچیږي او په ویښو کې پښ پیدا کوي.

د ویښتو پښ به مو خامخا تجربه کړی وي، یو بد احساس انسان ته ورکوي او څوک نه غواړي، چې په دې موسمي جنجال اخته شي.

د ویښتو د پښ یو لوی سرخوږی دا دی، چې سر به مو خارښت کوي او تاسې به مجبوروي، چې ویې ګروئ.
دا کار په هره کچه خلکو ته نامناسب دی او نه ورسره ښایي، چې داسې وکړي.
دا ستونزه یوازې ښځینه وو پورې محدوده نه ده؛ نارینه هم ورسره مخ کیږي او ترې ځوریږي.
دلته به د دې ستونزې د مخنیوي په لارو چارو درسره وغږیږو:

منظم وینځل
د سر د ویښتو پښ نیول د ویښتو له نامنظم وینځلو سره هم تړلې موضوع ده.
په ژمي کې د هوا د یخوالي له کبله معمولاً خلک خپل ځان یا سر زیات نه وینځي.
دا کار سبب کیږي، چې ویښته او سر پاک نه وي. دا نه پاکوالی بیا سبب کیږي، چې د دوی د سر پوستکی وچ او کلک شي.
په دې حالت کې لکه چې وویل شول د سر ویښته پښ نیسي.
د سر د وینځلو لپاره زیات افراط هم مه کوئ. د ویښتو زیات وینځل هم ویښتو او هم د سر پوستکي ته ګټه نه کوي.
هڅه وکړئ، چې معتدل چلند ورسره وکړئ، نه یې زیات ووینځئ او نه کم.
د سر د وینځلو لپاره نه زیاتې سړې او نه زیاتې تودې وکاروئ، په دې برخه کې هم تعادل وساتئ.

ږومنځ یا برس وکاروئ
د ویښتو نه ږومنځول او نه برس کول هم ویښتو، خاصتاً د ویښتو پښ نیولو ته ښه نه دي.
برس یا ږومنځ کول له دې کبله، چې خاښونه به یې ستاسې د سر پوستکي سره تماس نیسي، دا پوستکی او پکې شته وینه په حرکت راولي.
د ږومنځ یا برس په استعمال کې هڅه وکړئ، چې نه د بل چا تاسې وکاروئ او نه خپل د بل کارولو ته پریږدئ.

د غوړیو منظم ماساژ
د ویښتو او سر غوړ ساتل، هغه هم د با کیفیته تېلو یا غوړیو په وسیله د سر د ویښتو د پښ ساتلو په مخنیوي کې مهم رول لري.
دا کار هروخت، خاصتاً په ژمي کې ډېر وکړئ.
د تېلو په برخه کې د زیتون، نارګیل او بادام غوړي زیاته ګټه درته کوي.

له لمر څخه ګټه واخلئ
د لمر له تودوخې مستقیمه استفاده هم د ویښتو د پښ ختمولو او هم په ژمي کې د نورو روغتیایي ستونزو په ختمولو کې مرسته کوي.
هڅه وکړئ، چې ژمی بې لمره تېر نه کړئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي