ژوند او ژواک

کل سري تر ويښته لرونکو ډیر جذاب، هوښیار او په ځان باوري وي

په ګنجیانو او کل سرو پسې مه خاندئ. هغوې تر ویښته لرونکو خلکو ډير هوښیار، پر ځان باوري او جذاب وي.

تاسې هم ممکن وتلي تجاران، سینمايي لوبغاړي او سیاستمدارن لیدلي وي چې پر سر تار ویښته نه لري؛ دوی په خپلو کارونو کې ډیر لاس بري وي.

ددوې بریالیتوب کومه د چانس او بخت خبره نه ده؛ بلکې یوه څیړنه ښيي، چې هغوی چې پر سر یې تار ويښته نه وي جذاب، هوښیار او په خپل کاروبار کې مخکښ وي.

د پنسلوانیا پوهنتون د درې ډلو خلکو څخه غوښتي، چې هغوی چې پر سر ویښته نه لري او ویښته لرونکي خلک د خصوصیاتو له مخې سره پرتله و ارزوي. په دې خصوصیاتو کې جذابیت، راښکون، په ځان باور، او ځیرکتیا شامله وه.

د څيړنې موندنې ښيي، چې ګډونوالو کل سري نسبت ویښته لرونکو کسانو ته جذاب او باوري بللي وو.

دیادې څیړنې رپوټ لیکونکی البرټ اي منیس وايي، چې ممکن له دې وروسته نور خلک د خپلو ویښتانوود تویدلو تشویش ونه کړي.

د څيړنې په باور هغوی چې پر سر ویښته نه لري تر ویښته لرونکو خلکو ډير عجیب و غریب دي او ډیر هنر يې زده وي.

هغوی چې پر سر ویښته نه لري په تجارتي مسایلو کې ډیر وارد وي. دوې په چانه وهلو او کې ډیر لایقه وي او تجارتي معاملې ټولې په خپله ګټه پای ته رسوي.

نو که تاسې له هغوی سره چې پر سر ویښته نه لري د تجارت پیلولو پلان لرۍ، تیر شئ ترې. ګټه ترې نه شئ کولای.

یوه خبره چې څیړنه يې یادونه کوي، هغه دا ده، چې کل سري په بشپړه توګه پر سر تار ويښته ونه لري، یعنې هغه خلک چې نیم سر يې بې ويښتو او نیم يې ویښته ولري، له دې څیړنې کې نه دي شامل. څیړنه په پوره ډول کل سرو او ګنجیانو ترسره شوې ده.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */