ټولنیز ژوند طبیعت

هغه ژوي چې نه مري؛ خو ژوندي موجودات ولې زړېږي؟

لیکنه: ياران

لیکنه: د استرلیا د ساینس اکاډمي
ژباړه: عدنان نجیبي

هېڅوک زړېدل نه خوښوي. ډېری انسانان هم هڅه کوي چې د زړېدو پروسه وځنډوي یا یې هم بیخي بنده کړي؛ خو د دې پروسې مخه نه شي نیول کېدای.

اخر ولې ژوندي موجودات زړېږي؟
دلته یو لغت شته چې زړښت یا پیري ور ته وایي. دا یواځې فرهاد دریا دی چې سندره کې وايي ژوند ښکلی دی؛ کومه دی چې ښکلی دی انسان زړېږي. زړښت د وجود د عادي فعالیت کموالی دی چې د وخت په تېرېدو منځ ته راځي. که د حجرو په بنسټ یې ووایو نو زړښت هغه پروسه ده چې د وجود حجرې په کافي اندازه نه وېشل کېږي او په تدریجي ډول مري. دا پروسه ټول وجود ته هم پلې کېدای شي (دا هغه پروسه ده چې یو ټول ژوندی ژوی بهرنیو فشارونو ته مناسب ځواب نه شي ویلی) یا هم مالوم ارګان یا نسج ته ځواب کې پاتې کوي لکه د ونو پاڼې چې د مني په موسم کې ژېړېږي او په ځمکه راپرېوځي.

له دې سربېره هم داسې لارې چارې شته چې موږ دا پروسه پرې یو څه ځنډولی شو یا هم دا پروسه پرې چټکه کېږي؛ خو د خلاصون لارې وجود نه لري. بیا هم داسې ژوي هم شته چې له دې پروسې په بشپړ ډول تېښته کولی شي.

هغه جیلي فېش یا دلمه کب چې نه مري !
د بیولوژي د علم په بنست که یې ووایو هغه یواځې د ژوو یوه نوع ده چې نه مري او هغه جیلي فېش یا دلمه کب دی؛ ساینسي نوم یې هم Turritopsis dohrnii دی. دا واړه او روښانه ژوي د نړۍ ګوټ ګوټ کې په سمندرونو کې په ځوړند حالت کې واقع دي او د وخت په تېرېدو سره د بېرته د خپل ژوند لمړۍ پروسې ته درومي.

ساینس
د یو نوی دلمه کب ژوند د مشبوع شوې هګۍ سره پیلېږي؛ چې دا هګۍ د لاروا د مرحلې له لارې وده کوي. د لاروا په مرحله کې دې هګۍ ته پلانولا ویل کېږي.د چټکې لامبا نه پس دا پانولا سطحې ته ځي او هلته د پایلېپ مرحلې ته وده کوي. دا د یو څه وخت لپاره په خپل ځای پاتې کېږي. چې بیا د پایلېپ په یوه کوچنۍ کالوني بدلېږي؛ چې یو له بل سره خوراکي توکي هم شریکوي.

د دلمه کب د نوعې په بنسټ، د دې پایلېپونو څخه یو یې د بډ یا غوټې په نوم یو جوړښت تولیدوي، یا هم شاید هر یو جلا برخې تولید کړي چې غوټه د هر پایلېپ په سر وجود لري او دا برخې بیا نورې کالونۍ څخه جلا کېدای شي. دا هغه پروسه ده چې د دلمه کب د ژوند راتلونکی پړاو ټاکي. د دې پروسې څخه لمړی کوچنی دلمه کب یانې ایفېرا او له هغه وروسته بیا بشپړ جیلي فېش یانې مېډوسا جوړېږي چې بشپړ کب وي او جنسي اړیکې هم ټینګولی شي.


د ډېری نورو دلمه کبانو لپاره همدا مرحله د ژوند پای وي؛ خو د Turritopsis dohrnii نوع (د یو څه نورو نوعو شتون هم امکان لري) د ژوند بله لاره لري. دوی چې کله د چاپېریال له لوري له کوم فشار سره مخ شي لکه ټپ یا بل څه نو ځان بېرته په شیشه‌یي نسج بدلوي او یو وخت بېرته په جنسي ډول فعال پایلېپ بدلېږي. داسې یو احساس انسان ته ور کوي لکه د پتنګ یو رنګینه بڼه چې په بل رنګین پتنګ بدله شي.

حقیقت دی د کبانو دا نوع نه مري. هو شاید د سمندري ښکاري ژوو په واسطه وخوړل شي یا هم په لګښت ورسېږي؛ که د ښکاري برید ته برابر نه شي نو بیا تل لپاره ژوندی پاتې کېدای شي.

هایدرا:
هایدرا یو څه د جیلي فېش یوې مرحلې یا پایلېپ ته ورته ښکاري. یوه نظریه خو داسې ده چې هایدرا او دولمه کب له یو فایلم څخه دي. لوله‌یي وجود لري، چې د وجود په یو سر کې خوله او بل سر کې هم پښې لري. ساده ژوي دي او ډېره ورځ په یوه ځای څملاستلو تېروي. تازه اوبو کې ژوند کوي لکه لویو ډنډونو او سیندونو کې.


د دایمي شتون دعوه؟ داسې مالومېږي چې دوی بیخي د زړښت پروسه نه تجربه کوي. د دې په عوض دوی فاسدېږي، خو د هایدرا بنسټیزې حجرې د لایتناهي بیا ځان رغولو وړتیا لري. یانې هر وخت کولی شي چې بیا ځان ورغوي. بس نو له همدې پروسې له لارې هایدرا د ټول ژوند لپاره ځان ځوان ساتي او نه مري.

لوبسټر یا سمندري خارچنګ هم په بشپړ ډول مرګ نه تجربه کوي.
خارچنګ یا هم په انګریزي لوبسټرز هم له هغه ژوو څخه دي چې د زړښت پروسه نه تجربه کوي. دوی د هایدرا په څېر هم نه دي؛ خو دوی د پای ته رسېدو پرته د خپله ډی اېن ای د بیا رغولو وړتیا لري.

د ډی اېن ای د کاپي کولو او د حجرو د وېش پروسه کې دوی، خپل هغه ساتونکې برخه چې د کروموزوم په بنسټ ده او ټیلومېرس ور ته وایي، کرار کرار وړېږي او کله چې ښه وړه شي نو بیا یوې مرحلې ته رسېږي چې نور ځان وېشلو ته نه پرېږدي.


دوی یو ډول انزایم جوړوي چې ټېلومېرس ور ته وایي او د همدې انزایم په مرسته ځان بېرته رغوي. دوی دا انزایم په خپله هره حجره کې په پراخه کچه تولیدوي او له همدې لارې ځان ځوان ساتي.

ټېلومېرس یواځې د سمندري خارچنګ لپاره ځانګړی انزایم نه دی؛ بلکه په ډېرو ژوو کې وجود لري حتی انسان کې هم وجود لري. خو په نورو ژوو کې د وخت په تېرېدو او زړېدو سره د دې انزایم د تولید کچه ټیټېږي.

لوبسټرز هم په اخره کې ډېر زیات لویېږي او د خپل کلک پوستکي څخه ووځي. دوی په دوامدار ډول غټېږي خو پوستکی یې ځان نه شي غټولی؛ نو مانا دا چې د دوی د ژوند مهال همدومره وي او بیا د جلا نوي اسکلېټ د تولید له لارې ځان ته ورته بل حیوات تولید کړي. سمندري خارچنګان همدرانګه د ناروغیو او سمندري ښکار کوونکو څخه هم بچ نه دي.

د تل لپاره ځوان پاتې کېدل؟
داسې نور ډېر ژوي هم شته چې د ډېرو زیاتو کلونو لپاره ژوند کوي او کړی یې دی. د نړۍ تر ټولو پخوانی ژوی هم سمندري ژوی وو چې مېنګ نوم ور ته اېښودل شوی وو. هغه هم ناڅاپه د ۵۰۰ کلونو په عمر مړ شو؛ کله چې څېړونکو هغه د اوبو څخه د څېړنې په موخه بهر راوویست او څېړنې پرې وکړې نو داسې نښې په کې هم وموندل شوې لکه د دوی بیخي ځوانو نوعو کې چې وي. یو بل ډول سمندري ژوي هم شته چې ګمان کېږي نږدې ۸۰ زره کاله ژوند یې کړی.

ایا هغه کلي به پیدا شي چې انسان هم ور سره د تل لپاره ځوان پاتې شي؟ موږ پوهېږو چې انسان کې د زړښت پروسه د یو لړ فکتورونو اړوند ده، چې په ‌ډېرو یې تر اوسه موږ نه پوهېږو. خو شاید دا د نورو نوعو بېلګې یو وخت په انسان کې هم په دې پروسو یو څه رڼا پرېباسي.

سرچینه: https://www.science.org.au/curious/earth-environment/animals-can-live-forever

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران