سپورټ نړیوال کرکټ

محمد حفیظ د کلونو وروسته په کور کیښنول شو!

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمد حفیظ د پاکستان د کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې لخوا د کلونو لوبیدو وروسته په کور کیښنول شو.

الراونډر محمد حفیظ، چې له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې سره مل پاتې شوی دی او په اوسنۍ لوبډله کې د بل الراونډر شعیب ملک پرته هیڅ کوم پخوانی ملګری نه لیدل کیږي؛ اخیر هم په خرابې کار کردګۍ د لوبډلې د نوملړ څخه ګوزار شو.

د پاکستان کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ ایشیا کپ یا اسیا جام په نوم ۵۰ اوریزه سیالیو ته خپله لوبډله اعلان کړه، چې پکې محمد حفیظ د لوبډلې په ترکیب کې شتون نلري.

دغه پریکړه وروسته له هغې کیږي، چې نوموړي ته په وروستیو کې د زیمبابوې خلاف د ۵ یو ورځینیو لوبو په سیریز کې موقع ورکړل شوې وه، خو محمد حفیظ پکې ښه نه و لوبیدلی.

د کرکټ اسیا جام سیالیو ته د پاکستاني کرکټ بورډ لخوا په اعلان شوې لوبډله کې سرفراز احمد لوبډلمشر ټاکل شوی او ورسره په نورو لوبغاړو کې فخر زمان، امام الحق، شعیب ملک، بابر اعظم، هاریس سهیل، محمد نواز، شان مسعود، اصف علي، فهیم اشراف، محمد عامر، جنید خان، حسن علي، عثمان شینواری، شاهین شاه افریدي او شاداب خان شامل کړي دي.

که څه هم ۳۷ کلن الراونډر لوبغاړی محمد حفیظ په وروستیو کې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د غیرې قانوني توپ اچ,ونې انداز پر اساس له بند سره مخ شوی و او په پاکستانۍ لوبډله کې نه لیدل کیده، خو له راستنیدو وروسته اوس خپله د پاکستاني کرکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې له نظره ګوزار کړ.

محمد حفیظ په نړیوال کرکټ کې پاکستان ته د الراونډر ترمنځ لمړی مقام هم ګټلی و، خو په ورستیو کې د نه لوبیدو او کرکټ څخه د لیرې پاتې کیدو له وجهې اوس نوموړی د افغان الراونډر محمد نبي عیسی خیل وروسته دریم مقام کې ځای لري.

د کرکټ په اسیا جام سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ پاکستان، هندوستان، سریلنکا، بنګله دیش او د متحده عربي اماراتو او هانګ کانګ څخه یوه لوبډله ګډون کوي.

د ۱۴ م پړاو دې اسیا جام سیالیو وروستۍ لوبه به د روانې سیپټمبر میاشتې په ۲۸ مه نیټه ترسره شي، او هم به په دې پړاو کې هندۍ لوبډله د خپلې تیرې اتلولۍ څخه دفاع کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی