زده کړې مخکښان

د هډې ملا صاحب ( نجم الدین اخونزاده) څوک و؟

لیکنه: صفیه حلیم

د ۱۹ میلادي پېړۍ له نیمايي، په افغانستان کې د پېرنګي خلاف مبارزه کې د هډې ملا ډېر شهرت لرلو.

د هډې د ملا خپل نوم عبدالقدير، په خټه کاکړاخونزاده د غزني د شلګراو اوسېدونکې و. د ده پلار محمد حسن اخونزاده نومېدو چې ځینې نمسي او کړوسي يې وروسته په مومندو کې مېشت شول. عبد القدیر ښه لوړ دنګ او ښکلې سړى او په تندي يې شين خال و.

لومړیو دیني ذدکړو نه وروسته دی لوګر او بیا د كابل د تنورسازی جومات کې ډېره شو. د كوهدامن او پغمان جوماتونو ته هم ورتلو خو څرګنده نه ده چې څه وخت په “هډه” کې مېشت شو. ده د سوات د میا عبد الغفور په لاس بیعت کړې و او ښایی هلته د انګریز خلاف په څو غزاګانو کې هم ورګډ و. د خپل علم او روحانيت له کبله ورته د نجم الدين ( د دین ستورې) لقب ورکړې شو او په دغه نوم يې زیات شهرت وموندلو.

په ۱۸۷۹ م کې د بخارا نه، د دوست محمد خان نمسی، (امیر) عبدالرحمن کندوز ته ورغلو او هلته نه ټول ملک کې مخه ورو کسانو ته يې لیکونه واستول چې، “څه موده انګریزانو ته وګورئ، که زموږ خبرو ګټه ونه کړه، بیا خپل جهاد ته دوام ورکړئ.” په ۱۸۸۰ م کال د جولای په ۲۲ کابل کې د افغانستان نوې امیراعلان شو او دوه رسالې يې چاپ کړې چې “ترغیب الجهاد” او “تقویم الدین” نومیده. د دې ۶۰ کاپیانې د کونړ والي په لاس د هډې ملا ته د ۲۰۰ خروارغنم او ۵ خرواراوربشو سره یو ځای، ورواستول. عبد الرحمن په څو محازونو جنګیدو چې یوې خوا ته د خپلو تربورانو سره جنګ او له بلې خوا د انګریز او روس ته قناعت ور کول وو.

په ۱۸۹۳ م کې امیر د ډیورنډ تړون لاس لیک کړو خو د اپریدو پاڅون نه وروسته برطانوي حکومت عبد الرحمن ته ګواښ وکړو چې که ده په ډاګه د قبایلو غندنه ونکړه نو د تخت نه به يې لیرې کړي. شینوارو د هډې ملا ته خواست وکړو چې د دوی امیر شي خو هغه ورسره و نه منل. دی د امیرپه غوښتنه کابل ته روان و خو په لاره خبرشو چې دده د وژلو پلان جوړ شوې دی. نجم الدین په پټه قره باغ او له هغه ځایه مومندو ته ووتلو. ” په دغه مرسته کې د ایوب خان د مورلاس و چې د مومندو د سعادت خان لور وه. ”

امیر د اخونزاده معاون ته ولیکل، “دی (نجم الدین) د اسلام “روڼ چراغ” دې خو رڼا يې دومره ډېره ده چې هغه نه غواړي چې دا په ملک کې پاتې شي بلکه د پولې نه پورې غاړه سیمه دې هم ورباندې روښانه شي.” د افغانستان پوځي مشرانو د ملا نجم الدین سره اړیکې ساتلې وې او هغه ته به يې نغدې پېسې وراستولې. په دې کارانګریز په امیرعبد الرحمن بدګومانه شول.

په ۱۸۹۵ م کې د چترال په واکمن ټبر کې د بغاوت له کبله هلته انګریز پوځ کلا بند شو. ملا نجم الدین د مومندو نه خپل جنګیالي چترال ته ورواستول چې د انګریز کومکي لښکر ته خنډ جوړ کړي.

دی د مومندو په جړوبۍ (جوړوبي) کلي کې میشت شو. انګریزانو ورپسې پوځ ولېږلو نو ملا کلې پرېښودو. وایی چې د هډې ملا د غره په څوکه مصله غوړولې، نفلونه يې کول. کله چې پوځیان ورپسې لاړل نو هلته مچۍ پرې راپاره شوې چې غېبي مرسته وه. دغسې یوه کیسه د ادم خیلودرې د خواویزو د جنګ په اړه هم ویئل کېده چې د هډې ملا پکې شامل و. هلته هم مچیو او ډمبرو په انګریزپوځ حمله وکړه او دوی يې مات کړل.

د هډې ملا د ۱۸۹۷ م جولای په ۱۸ او ۲۰ نیټو د بونېر “سرتور فقیر” سره په مومندو کې یو ځای شو. څو ورځې وروسته دوی دواړو د خپلو جنګیالو سره په چکدرې حمله وکړه او د یوې اوونۍ د جنګ نه وروسته ماتې يې وخوړه. د هډې ملا د خپلو ملګرو سره کله چې د “بدمنې درې” نه تیریدو نو یو ځای اس تیندک وخوړو او دی ترې راپریوتو. وایی چې نږدې کور نه یوه ښځه راووتله او په ملا ته په ښیرو شوه چې د ده له لاسه يې خپلوان وژل شوي وو. هغه خپلو کسانو په تذکره کې شبقدر ته یوړو. نجم الدین اخونزاده بیا یو لښکر ترتیب کړو چې پکې د مومندو موساخیل، عیسا خیل، میرو خیل، بره خیل، لشکرخیل، اتامیرخیل او کوده خیل، خوایزی او خوږه خیل شامل وو. لږ شمېر صافیان او شینواري، د کونړ، ننګرهارعام وګړی او د افغانستان پوځ څو عسکرهم ورسره وو.

په ۸ اګست د ده غازیانو په شبقدر کلا حمله وکړه چې ټول ځواک يې د ۳۷۰۰ نه واخلې تر ۱۴۰۰۰ پورې اټکل شوې و. دوی “شنکر بازار” چورکړو چې د ګولیو نه علاوه اوړه او نوره غله يې ترلاسه کړل. خو په بارانونو، نه یواځې بارود له کاره ووتل بلکه اوړه يې هم خراب شول. دده مریدانو د هرې خوا نه ورته پخې ډوډۍ وراستولې چې هغه به هم د باران له کبله لوند خیشت شول. دومره بده ورځ پرې راغله چې نجم الدین ملا سره یو نمد او کټ پاتې شو.

اخوا امیرعبدالرحمن په کابل کې انګریز استاځي “مارټن” ته سپیناوی کوو چې دوی د ملا په اصل نه دي خبر او نه يې د خپلوانو درک معلومېږي. امیر د شینوارو ۴۰۰۰ نه زیات خلک د بغاوت په جرم ووژل. د قامي مشرانو نه يې څلورشیخان او دوه ملکان چې شنه بېرغونه يې رپولي وو، د کابل ذندان کې وغورځول خو نورترې وتښتیدل.

په ۱۸۹۷ م د ستمبر په ۴ نیټه، انګریزانو د امیر له خوا نجم الدین اخونزاده په نوم یو لیک ونیولو. په دې کې نجم الدین ته يې مشوره ورکړې وه چې ترڅو ورته امر نه وي شوې، په سرحد دې خپل پوځ نه راټولوي. لیک سره د افغان پوځ لوی درستیز له خوا ملا ته ۷ مارټیني ټوپکې او ۳ خچري په کارتوسو بار استول شوي وو. دا وسله دومره نه وه خو انګریز په امیرعبد الرحمن شکمن شول.

په ۲۵ نومبر ۱۸۹۷ م امیرد هند وایسرای ته ژمنه وکړه چې هروخت نجم الدین هډې ته راغلو نو د پارس د لارې به يې مکې یا مدینی ته ورواستوي. خو ملا ډېر سپین ږيرې شوې و او د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کلونو کې دی او امیر عبد الرحمن دواړه ناروغه او په ۱۹۰۱ م (۱۳۲۰ ه) کې وفات شول. د نجم الدین اخونزاده د مړینې نېټه ۱۳۲۰ ه د روژې ۲۱ ښودل کېږي چې عمر يې د ۷۰ کالو آوختې و.
نجم الدین اخونزاده هر ځای چې پاتې کیدو، لنګر به يې روان شو. د مرګ نه وړاندې ده د کونړ مير صاحب جان باچا ته د لنګر د جاري ساتلو وصیت وکړو.
دده په دین او عقیدت کۍ شک نشته اوانګریزانو هم دا منل چې هغه د خپل ملت لپاره ډېره قرباني ورکړه. د هډې ملا په اړه یوه ولسي سندره داسې ده،

د نجم الدین ملا صاحب، اصل مسکن يې دی شلګر
غیرت د خدای په دین کا، پرې به نه ږدي یو کاپر
اندړه موربه فخر کړي، په خپل زوی نجم الدین
چی وې ویسته د ملکه، د انګریز کفر و لعین

د ده مقبره د هډې په کلي کې د سردار محمد داود له خوا جوړه شوه.
صفیه حلیم

سرچینې

۱.زمونږ غازیان. محمد ولی ځلمی. د افغانستان د علومو اکاډمي. ۱۳۶۸ کال د اسد۲۸۱۱۵ -۱۱۶ مخ.

۲. د مومندو غزاګانې. سیال مومند. یونیورسټي بک ایجنسي. پېښور. ۱۳۵۴ ه.۱۲ او ۱۳ مخ

۳. پروفیسر عبدالخالق رشید. جواهر لال نهرو پوهنتون، ډېلي. ۲۰۱۶ م اي- میل.

۴. دهډې اخوندزاده مولانا نجم الدين. سر محقق عبد الله بختاني خدمتګار ١٣٨٦ ( ٢٠٠٧ م )

5. Under the Absolute Amir of Afghanistan. Frank A. Martin. 1900. Reprint Vanguard Books. Lahore, Pakistan. 1998. P. 110 and 112.
6. Islam and the European Empires. Edited by David Motadel.Oxford University Press.2014.
7. Punjab Civil Secretariat, Foreign/Frontier Files, Proceedings, August 1897.

د خپریدو ڼېټه- ۵ اګست ۲۰۱۷ م –

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صفیه حلیم