ټولنیز ژوند زده کړې ساینس او ټیکنالوژي

له هیک کیدو وروسته څه وکړو؟

لیکنه: ياران

ژباړه: بشر دروېش

د هیک کیدو ستونزه په نړۍ کې یوه عامه او هره ورځ په میلیونونه ځله پېښیدونکې ده.

تاسې هم له دې ستونزې څخه حتماً ځان مستثنا نه ګڼئ، ځکه ټیکنالوژي دومره پياوړې شوې،چې له ډېرو تدابیرو سره بیا هم یو څوک ستاسې انټرنیټي ادرسونه هیک کولای شي.

د هیک کیدو زیانونه کم نه دي، یو مهم یې دا دی چې هیک کوونکی ستاسې ټول شخصي او محرم معلومات ترلاسه کولای شي. مثلاً: خصوصي عکسونه، د بانکي حسابونو پاسورډونه او مهم فایلونه.

دا چې له هیک کیدو هیڅوک ځان سل فیصده خوندي نه شي ګڼلای، غوره ده چې پوه شوو له هیک کیدو وروسته باید څه وکړو؟

دلته درته له هیک کیدو څخه وروسته د لازمو تدابیرو سپارښتنې کوو:

ولې هیک شوئ؟
په اول قدم کې باید پوه شئ، چې ولې هیک شوئ؟ دا پوښتنه مو د هیک کیدو په دلایلو حتماً پوهوي. ځکه هیڅوک بې دوسته او بې دښمنه نه دی او هرڅوک خپل دوست و دښمن په ډېرې اسانۍ سره پېژندلای شي.

پاسورډونه مو بدل کړئ
په یوه ټولنیزه شبکه، ویب سایټ یا بله برخه کې له هیک کیدو وروسته خپل ټول اړوند پاسورډونه بدل کړئ. ځکه تاسې له انټرنیټي برید سره مخ یاست. هره شېبه امکان شته، چې نور بریدونه هم درباندې وشي، نو ښه ده چې د دفع کولو لپاره یې لاس په کارشئ.

له هیک کیدو پرته هم باید په هرو شپږو میاشتو کې یو ځل خپل انټرنیټي، بانکي او نور پاسورډونه بدل کړئ.

د فون سیسټم مو سکین کړئ
له هیک کیدو وروسته زر خپل ټلیفون، کمپیوټر سکین او د نورو احتمالي زیانونو د اوښتو مخنیوی وکړئ.

خپل اکونټونه بیرته ورغوئ
که تاسې ګوګل، ایپل، فیسبوک، ټویټر یا مایکروسافټ کاروئ، کولای شئ چې خپل اکونټونه بیرته ترلاسه او ورغوئ. دا شبکې په دې برخه کې خپلو کاروونکو ته ځینې فرصتونه ورکوي، پوښتنې کوي، چې دوی یې په سم ځوابولو سره بیرته خپل اکونټونه ترلاسه کولای شي.

پوه شئ، چې د پیسو او نورو ګټو مسئله ده
د پیسو او ګټو مسئله نن سبا په هرڅه کې رول لري. د مثال په ډول: که تاسې بانک نه راوځئ، پیسې درسره وي او څوک غل برید درباندې کوي، حتماً مو ذهن ته دا درځي چې د پیسو په لوټلو پسې درغلی.
د اکونټونو هیک کیدل مو هم له دې مسئلې سره حتماً یو ډول تړاو لري. له پیسو پرته نورې ګټې هم کیدای شي مطرح وي. ممکن یو څوک ستاسې د شخصیت پرمختګ نه شي زغملای، ځکه مو اکونټ هیک کوي.

انټي ویروس نه کارواخلئ
د اکونټونو له هیک کیدو وروسته یو بل لازم کار دا دی، چې خپل فون ته انټي ویروس واچوئ، یا یې تازه کړئ. ځینې خلک فکرکوي، چې که یو ځل یې د ویروس ضد شیان په فون کې فعال کړل، ټول عمر به خوندي وي. خو داسې نه ده، د یوې مودې له تېریدو سره باید خپل انټي ویروس تازه کړئ.

د اکونټ هیک کیدل مو اعلان کړئ
د اکونټونو له هیک کیدو سره مو زر دوستان خبرکړئ، چې د اکونټ هیک کیدل مو اعلان کړي.
که داسې ونه شي، امکان شته چې هیکران مو له اکونټونو څخه غلطه استفاده وکړي او په جنجال مو واړوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران