اقتصاد ټولنیزې مسالې د ګټې خبرې ژوند بڼه

څنګه نور ته احتیاج نه شو!؟ د شتمنو خلکو ۱۰ عادتونه

لیکوال: کیسي ایما فایډن، د کورني اقتصاد مشاور
ژباړه: شریف شاهین

دا چې ځان نور ته محتاج نه کړو او وکولای شو، چې خپل ژوند او مالي سرچینې په منظم ډول تنظیم کړو؛ موږ باید پر خپل ځان یو شمیر اصول او قواعد ومنو.
ډیر خلک شتمن وي؛ ښې پیسې لري، خو په ډير کم وخت کې يې شته پیسې له لاسه ووځي او بیا یوې روپۍ ته هم حیران وي.

ددې لپاره چې موږ ځان دداسې یو حالت څخه وساتو او همیشه شتمن او مالداره پاتې شو؛ او نورو ته احتیاج نشو؛ موږ باید ځینې مالي عادتونه خپل کړو.
دلته موږ تاسې ته د شتمنو خلکو ۱۰ داسې عادتونو درښیو، چې هغوې يې د بل له احتیاجه ژغورلي دي.

 

۱ـ دوې په بې پروايۍ سره مصرف نه کوي.
هر څوک غواړي، ښه ژوند ولري؛ ښه يې وخوري او له بهرنیو سفرونو او هوټلونو څخه خوند واخلي. خو که موږ خپلې پیسې په بې پروايۍ سره مصرف کړو، یوه ورځ به مو نورو ته اړ کړي.

د بي پروا مصارفو ډولونه ډیر دي: د اجناسو بیحده خرید؛ په بهرنیو هیوادونو او هوټلونو کې بې دریغه مصارف او نور یې یادولی شو.

که غواړو چې موږ د نورو له احتیاجه خوندي اووسو او شمتمن واوسو؛ نو موږ اړ یو، چې خپل لګښتونه کنټرول کړو او کله چې لګښت کوو په پوره فکر او هوش سره یې وکړو.

 

۲ـ دوې پس انداز کوي.
هغه خلک چې د نورو له احتیاجه خلاص دي او خپل داريي يې خوندې ساتلې، د پس انداز عادت لري. دا ډول خلک له خپل عاید په تناسب همیشه کم مصرف کوي او له خپلې بړستنې سره سمې پښې غځوي. سمه ده، چې تاسې به ډیرې پیسې نه لرئ، خو د همغه لږو پیسو څخه هم پس انداز وکړئ. خپل اضافي او غیرې ضروري مصارف مو ان صفر ته راټیټ کړئ.
د خپل موبایل کریډټ، د بریښنا او ټلویزون بیل او ورته نورو شیانو څخه يې پیل کړئ. لومړې د همدې څیزونو په خرچ کې کموالی راوړئ. ورپسې په جامو او هوټلونو کې لګښت تر ډیره حد کم کړئ.

 

۳ـ په مصارف کولو کې له هنره کار واخلئ.
شتمن او مالداره خلک خپلې پیسې په چل او هنر مصرفوي. دوې خپل مصارف بیا بیا تر نظره تیروي او د هغې ارزیابي کوي. دوې هره میاشت د خپلو مصارفو مثمریت (ګټورتوب) سنجوي. دوې خپل ټول کړي مصارف لیکي او ارزیابي کوې يې؛ څو ومومي، چې څنګه يې مصرف کړی؛ په کومو برخو کې ستونزه ده او څنګه يې حل موندلای شي.
دا چاره تاسې سره د پیسو په موثر مدیریت کې مرسته کوي.

 

۴ـ پانګونه کوي.
په خیټه ماړه خلک د خپل راتلونکې په غم کې وي. دوې په خپل راتلونکې پانګونه کوي. تاسې هم هره ورځ د پانګونې لپاره یو څه اندازه پیسې بیلې کړئ.

 

۵ـ دوې ځان پوروړی نه ساتي.
ځينې قرضي زیات سود او ګټه اخلي. شتمن خلک په سود پیسې نه اخلي. دوې نه غواړي، ان د چا قرض په ځان پریږدي. پور، پوروړي ته روحي شکنجه ورکوي. بهتره ده، چې ځان له پور څخه وساتئ.

 

۶ـ دوې بودیجه ساتي.
مالداره خلک د خپل عاید څخه بودیجه جوړوي. دوې خپل عاید بودیجه کوي او بیا د هر یو اړین څیز لپاره خپله اندازه پیسې بیلوي. ځینو کورنیو ان د خپلو پیسو او عایداتو د مدیرت لپاره په خپلو موبایلونو او کمپوټرونو کې د بودیجې جوړونې اپلیکشنې اچولې دي. دوې خپلې پیسې د بودیجې په اساس مصرفوي.

 

۷ـ دوې هر کار په خپل وخت کوي.
په خیټه ماړه او د نورو له اختیاجه خلاص خلک خپل مالي مصارف نه ځنډوي. د بیلګې په ډول، دوې د بریښنا بیل له یوې میاشتې څخه بلې میاشت ته نه پریږدي. دوې هر مصرف په خپل وخت کې کوي. ددې چارې ګټې داده، چې بودیجه په ځای او د فنډ مطابق په مصرف رسیږي. په دوامدار ډول دا کار تاسې د نورو له احتیاجه ژغوري.

 

۸ـ دوې د خپلو بدو عادتونو سره مخه ښه کوي.
شتمن خلک یو شمیر اصول او قواعد په ځان مني. که داسې ونه کړي، دوې خپله شتمني او دارايي له لاسه ورکوي. دوې په دې پوهیږي، چې که د خپلو پیسو سم مدیرت ونه کړي، کیسه ترې خرابیږي. دوې د خپلو ټولو هغه عادتونو څخه لاس په سر کیږي، چې دوې ته سم نه ښکاري او یا د بې ځایه او بې ګټې لګښت سبب کیږي.

 

۹ـ پلان جوړوي.
شتمن خلک خپل موخې په واضح ډول ټاکي. دوې د خپلو ټولو فعالیتونو لپاره پلان جوړوي او د پلان له مخې مخکې ځي. کله موټر واخلي؟ څنګه یو کور واخلي؟ او کله او چیرته په رخصتۍ لاړ شي؟! دوې ددې هر کار لپاره د یو پلان له مخې عمل کوي.

 

۱۰ـ شتمن خلک د خپلې روغتیا خیال ساتي.
د خپلې دارايۍ په وړاندې باید مسؤل اووسو. شتمن خلک د خپل عمومي روغتیا خیال ساتي. دوې خپل صحت ته پام کوي چې ورسره هم مهاله خپلې پیسې هم خوندي کوي. دوې د ناروغۍ پر مهال په وخت ډاکټر ته مراجعه کوي، تر ډیره هڅه کوي، چې ناروغ نه شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */