سپورټ نړیوال کرکټ

بلاخره کریس ګیل د افریدي ریکارډ ختم کړ

د ویسټ انډیز لوبډلې پيلیز توپ وهوونکي کریس ګېل د پاکستاني لوبغاړي شاهد افریدي د زیاتو شپږیزو ریکارډ مات کړ.

ویسټ انډيزي ګیل د انګلیستان سره په وروستۍ سیالۍ کې خپلې شپږیزې تر ۴۷۷ ورسولې او په دې سره تر پاکستاني شاهد افریدي ورمخکې شو.

تر ده وړاندې شاهد افرید په نړیوالو لوبو کې تر نورو لوبغاړو زیاتې شپږیزې ۴۷۶ وهلې.

د راتلونکي ۲۰۱۹ کال یو ورځنیو سیالیو د نړیوال جام وروسته مخه ښه کوونکي کریس ګیل دغه کارنامه د انګلستان خلاف په کنګسټن اوول کې روان سیالیو په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې تر سره کړې ده.

په دغه لوبه کې کریس ګیل د ۱۲ شپږیزو پر مټ ۱۳۵ منډې جوړې کړې وې، تر اوسه په مجموعي ډول سره نوموړي تېز توپ وهونکي ۴۷۷ شپږیزې وهلي دی.

دغه بې رحمه توپ وهونکي ټولې شپږیزې په ۴۴۴ نړیوالو سیالیو کې له بونډریو اړولي دي.

تر دې وړاندې په نړیوال کرکټ کې ۴۷۶ شپږیزې پاکستاني لوبغاړي شاهد افریدي وهلي وه، نوموړي دغه ټولې شپږیزې په ۵۲۴ سیالیو کې ترسره کړې دي.

کریس ګيل په یو ورځنیو سیالیو کې ۲۷۶ په شل اوریزه سیالیو کې ۱۰۳ او په ټیسټ کرکټ کې ۹۸ شپږیزې وهلي دي.

د زیاتو شپږیزو لرونکو توپ وهونکو په نوملړ کې برینډن مکولم په دریم نمبر کې ۳۹۸ شپږیزو سره ځای لري، جی سوریا بیا ۳۵۲ شپږیزو په لرلو سره په څلورم مقام او هندي روهیت شرما بیا ۳۴۹ شپږیزو په وهلو سره په پنځم نمبر کې راځي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی