سپورټ نړیوال کرکټ

کرېس ګېل د ۳۰۵ شپږیزو په برکت یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۰۰۰منډې پوره کړې

کرېس ګېل چې د نړۍ په کچه په بې رحمه توپ وهونکو او د شپږیزو په پاچا مشهور دی، د ویسټ انډیز لپاره دوهم لوبغاړو شو، چې یو ورځنیو لوبو کې لس زره منډې پوره کوي.

له ده وړاندې د ویسټ انډیز پخواني کیڼ لاسي توپ وهونکي، برېن لارا لس زره منډې کړې وې.

دی چې د ۲۰۱۹ م کال څخه وروسته له یو ورځنیو لوبو استعفا کوي، په خپلې بې رحمه توپ وهنې د مینه والو زړونه لاسته راوړي.

کرېس ګېل او د انګلستان خلاف لوبې
انګلستان، ویسټ انډیز ته د درې ټېسټ، پنځه یو ورځنیو او درې شل اوریزو لوبو لپاره سفر کړی دی، ټېسټ لوبې ویسټ انډیزې دوه د یو پر وړاندې وګټلې.

څلورو یو ورځنیو لوبو کې دوه انګلستان، یوه ویسټ انډیز ګټلي او یوه لوبه باران بې پایلې کړې.

نوموړي د انګلستان لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې په ۱۲۹ توپونو د دولس شپږیزو په ملتیا ۱۳۵ منډې وکړې؛ خو انګلستان د دوی هدف پوره کړ او ویسټ انډیز ته یې ماته ورکړه.

دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې کرېس ګېل د ۴ شپږیزو په مرسته ۵۰ منډې وکړې، دې لوبه کې شېمرن هېټ میئر سلیزه ووهله او ویسټ انډیز انګلستان ته په ۲۶ منډو ماته ورکړه.

دریمه یو ورځنۍ لوبه باران لغوه کړه.

څلورمه یو ورځنۍ لوبه د چهار شنبې په ورځ ترسره شوه، په دې لوبه کې د انګلستان دوه لوبغاړو ایئن مورګن او جاس بټلر سلیزې ووهلې.

مورګن ۱۰۳ منډې، بټلر ۱۵۰ منډې، الېکس هېلس ۸۲ منډې او جاني بېرسټو بیا ۵۶ منډې وکړې.

انګلستان، ویسټ انډیز ته ۴۱۹ منډې هدف ورکړی و.

څلورمه یو ورځنۍ لوبه کې کرېس ګېل او جان کمپ بېل اوپننګ ته راغلل، کمپ بېل په ۱۹ منډو وسوځېد.

کرېس ګېل د خپلو بونډریانو باران جاري وساته؛ هغه په ۹۷ توپونو ۱۶۲ منډې وکړې، چې ۱۴ یې شپږیزې او ۱۱ یې څلوریزې وهلې وې.

د کرېس ګېل بې رحمه توپ وهنې ته د انګلستان غوره الراونډر بېن سټوکس په بولډ اوټ سره د پای ټکی کېښود.

ویسټ انډیز له انګلستان څخه په ۲۹ منډو ماته وخوړه، ویسټ انډیز په ۴۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۸۹ منډې وکړې.

هېنري ګېل د انګلستان خلاف په درې یو ورځنیو لوبو کې ۳۴۷ منډې وکړې او یوه لوبه پاتې ده، وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د مارچ په دوهمه نېټه ترسره کېږي.

کرېس ګېل او لوبې یې
کرېس ګېل ۲۸۷ یو ورځنۍ لوبې کړي دي، چې په دغو لوبوکې یې ۳۰۵ شپږیزې او ۱۰۸۸ څلوریزې وهلي دي.

نوموړي د کرکټ په کېریر کې تر ټولو زیاتې شپږیزې وهلي دي او په ۲۰۱۸ کال کې یې د شاهد افریدي د شپږیزو ریکارډ مات کړ.

کرېس ګېل په ۲۸۷ لوبوکې لس زره او ۷۴ منډې کړي دي او یوه لوبه کې یې ۲۱۵ لوړې منډې دي.

برېن لارا بیا ۲۹۹ یو ورځنیو لوبوکې ۱۰ زره ۴۰۵ منډې کړي دي.

کرېس ګېل دوهم لوبغاړی شو، چې تر برېن لارا وروسته ویسټ انډیز ته په یو ورځنیو لوبوکې لس زره منډې کوي.

کرېس ګېل له نړیوال جام وروسته له نړیوالو لوبو سره مخه ښه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی ابدالي