کلتور او هنر

ګلزار عالم؛ د پاکستان هغه پوځي چې د پښتنو د انقلاب هنرمن شو

لیکنه: بشر درویش

ګلزار عالم د پښتو مشهور سندرغاړی دی. هغه د نورو ګڼو مشهورو سندرو ترڅنګ په کوزه پښتونخوا کې د پنجابي استبداد پر وړاندې د فخر افغان پاچاخان په مشرۍ د پښتنو د انقلاب ترټولو ډېر ځلیدلی هنرمن دی.

په دې لیکنه کې د ګلزار عالم د ژوند او فن د معلوماتو ترڅنګ د دې معلومات درکوو، چې هغه څنګه د پاکستان له پوځه جلا او د پښتنو د انقلاب په مشهور هنرمن بدل کړ؟

هنر ته مخه

ګلزار عالم له ۳۵ کلونو راهیسې هنر ته مخه کړې ده. د هغه پلار د پېښور او مور د کونړ ولایت اړونده وه.

هغه له ۱۹ کلنۍ راهیسې د سندرو ویلو ته مخه کړې. کورنۍ یې د دې کار مخالفت کاوه، تردې چې مور و پلار یو ځای وهه او له کوره تېښتې ته مجبوروه.

ګلزار د اسلام ارماني د یوه غزل په ویلو سره موسیقۍ ته مخه کړې. وروسته یې د ستارباچا په دربار کې د سندرې ویلو پروخت له رفیق شینواري سره پېژندګلوي شوې، چې هغه ځان سره په ۱۹۸۲ کې پېښور ټلویزون ته وړی او هلته یې سندرې ورثبت کړي.

ګلزار عالم د موسیقۍ زده کړې له مهدي حسن، غلام علي او رفیق شینواري څخه کړي.

دی اوس تر ۱۲۰۰ پورې د سندرو البومونه لري، چې د پښتو ترڅنګ پکې ۲ اردو البومونه او یوشمېر فارسي سندرې شاملې دي.

 

انقلابي ګلزار د پاکستان پوځي هم و!

ګلزار عالم پخپله یوه مرکه کې ویلي، چې د نېمه لوړو زده کړو ترڅنګ یې ۷کاله د پاکستان له پوځ سره دنده ترسره کړې ده.

د ده په وینا پوځ هغه وخت له دندې وویست او زنداني یې کړ، چې خپله ترټولو مشهوره دا انقلابي سندره یې وویله:

را واخلئ بیا د انقلاب سره نشانونه پښتنو زلمو!

دا خاوره انقلاب غواړي د ازادۍ انقلاب

له دې سندرې وروسته ګلزار عالم ۴ میاشتې د پاکستان له پوځ سره بندي كیږي. ترهغې وروسته ګلزار په بشپړ ډول هنر ته مخه کوي، د موسیقۍ مجلسونه؛ په خاص ډول د پښتنو د ویښتیا لپاره د سندرو په وسیله انقلابي مبارزه کوي.

د دې مبارزې په اوږدو کې ګلزارعالم په ځلونو ـ ځلونو بیا زنداني كیږي، خو جذبه یې نه سړیږي او لا پسې تودیږي.

د کفرفتوا ترکابله راوست!

ګلزار عالم نیږدې لس کاله مخکې پرخیبرپښتونخوا د متحده مجلس عمل په نوم د مذهبي ګوندونو د ایتلاف له واکمنۍ سره د پېښور پرېښودو ته اړشو.

هغه پېښور، چې ده ورته له ټول روح او ځان سره سندرې ویلې وې:

ما درته ټول عمر د ګلونو ښار ویلی دی

کله مې پېرزو یې په بمونو پېښوره!

ګلزارکلونه مخکې کابل ته راغی، دلته یې د ژوند سختې ورځې وګاللې، خو ښه و ځينو فرهنګپالو ورسره تر یوه حده وپالله.

استاد ګلزار په پېښور کې د وضعیت له نسبي ښه کیدو سره بیرته هلته لاړ، د هنري کارونه بازار یې ښه نه و، خو شخصي کاروبار یې پيل کړ.

دا ځل یې د مېښو یو فارم جوړ کړ،چې شیدې به یې ترې پلورلې. په دې کاروبار کې له پيله ورسره یوه ځایي ملا په انډیوالۍ لاس ورکړ، د کاروبار په تنظیم کې یې ملګری شو، خو وروسته یې ترې وغوښتل چې ټول کاروبار ده ته ورپریږدي.

کله یې چې ګلزار خبره ونه منله، ملا پرې د جمعې لمانځه په وعظ کې د کفر ټاپه ولګوله او له پېښوره یې کابل ته په ستنیدو اړ ویست.

ګلزار عالم اوس په کابل کې ژوند کوي.

شخصي ژوند

د ګلزار عالم د شخصي ژوند په اړه همدومره معلومات ورکړل شوي، چې شپږ اولادونه لري.
وېل کیږي، چې هغه دوه مېرمنې لري. یوه مېرمنه یې چې دلته په کابل کې ورسره ژوند کوي، رخسانه مقدس نومیږي.

رخسانه مقدس او ګلزار سره له دې، چې د هغه د هنري فعالیتونو له ثمرې خوشاله نه دي، خو وایي د اولادونو د ژوند ښه والی یې لوی ارمان دی.

د خوښې شاعران

ګلزار عالم رحمان بابا، خوشال بابا، حمید بابا، حمزه بابا، علي خان، خیبر اپریدی، خاطر اپریدی او رحمت شاه سائل د خپلې خوښې وړ شاعران یادوي.

هغه تر هرچا زیات د رحمت شاه سائل شعرونه ویلي. دلیل به یې د دوی ترمنځ فکري یووالی او د پښتنو د ویښتیا لپاره د رحمت شاه سائل لوړه شاعري وي.

یوه جالبه خاطره

د ګلزار عالم یوه خاطره دا ده، چې په ۱۹۹۲ کې له بل وتلي سندرغاړي استاد خیال محمد سره جرمني ته د یوه کنسرت لپاره تللی و.

د ده په وینا په لاره کې د اوږده سفر له کبله یې غوږونه او ستونی په درد شوي وو، کله چې ډاکټر ته تلي وو، ډاکټر یې له کوربه څخه د کار په اړه پوښتلي .

کله چې د ګلزار کوربه ویلي، چې دا د پښتو یو ستر هنرمن دی، ډاکټر یې له درملنې بښنه غوښتې او ویلي، چې دی په هغه کچه لوړ هنرمن نه دی، چې د یوې ژبې د یوه ترټولو لوی هنرمن قیمتي مرۍ معالجه کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي