سینما او موسیقي

د (ګلي بوای) نوي وړاندې شوي فلم، بله برخه هم جوړیږي

د تازه نندارې ته وړاندې شوي فلم (ګلی بوای) لارښود وایې ژر ده چې د دغه فلم بله برخه به هم جوړه کړي.

ګلي بوای د هندي سینما د ځوان او تکړه فلم ستوري رنویر سنګ نوی فلم دی چې اوس یې د ګټې وټې بازار ښه ګرم دی.

ممکن همدا لامل وي چې د دغه فلم د ریلیز کېدو لا ډېر وخت نه کیږي چې د فلم لارښود د یې د بلې برخې د جوړېدو خبره کوي.

د یاد فلم لارښود زویا اختر او د فلم په مرکزي برخه د رنویر سنګ تر څنګ ځوانه د فلم ستورې عالیه بهټ هم کار کړی.

دا لومړی ځل دی چې عالیه بهټ د رنویر سنګ سره په یوه فلم کې يوځای راښکاره کیږي.

د فلم د ریلیز کېدو سره سم ډېر ښه ګټه وکړه او تقریبا ۱۲۵ کروړه هندۍ کلدارې یې ګتلي دي.

رنویر سنګ د هندي سینما د ځوانو فلم ستورو له ډلې یې هغه دی چې په اوس وخت کې یې کامیاب فلمونه نندارې ته وړاندې کړل.

رنویر تر ګلي بوای وړاندې سمبا او پدماوت هم بازار ته وړاندې کړي وه چې د مینوالو په پيدا کولو او ښه ګټه وټه کې بریالي شوي ول.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی