سپورټ کورنی کرکټ

ګلبدین نایب هم غواړي، چي د کرکیټ بورډ ناخوالي ووايي.

د افغانستان کرکیټ بورډ ناندرۍ او ناخوالي هغه وخت پیل سوې، له کومي چي اصغر له لوبډلمشرۍ لیري او پر ځای یې ګلبدین نایب وټاکل سو.

نن ګلبدین نایب په ټویټر کي لیکلي چي لوبډلمشري یو لوی مسؤلیت دئ او زه به د کرکیټ بورډ هغه ناخوالي چي رامنځ ته سوي د حل لارو سره یې بیان کړم.

نوموړي داسي ټویټ کړئ:

تېره ورځ د بورډ د اجرائیه ریاست لپاره د کرکیټ بورډ نویو ټاکل سوو غړو د یاد ریاست لپاره د نوماندانو سره مرکې وکړې.

د کرکیټ بورډ په وینا چي په دې مرکو کي د بورډ پخوانی د رسنیو او بازار موندني مسؤل لطف الله ستانکزی بریالی او نوی اجرئیه رئیس وټاکل سو.

پخوانی اجرائیه رئیس شفیق الله ستانکزی د لیري کولو وروسته تراوسه د یاد ریاست سرپرستي اسدالله خان کوله.

کرکیټ ملي لوبډله د نړیوال جام څخه د هیواد پر لور د رارسېدو سره سم، د بورډ د اجرائیه سرپرست رئیس، د لوبډلي د مدیر او د لوبډلي د غوراوي کمېټې د پخواني مسؤل دندي وځنډول سوې.

اوس مهال د نوي اجرائیه رئیس د ټاکل کېدو سره سم، لا هم د غوراوي کمېټې د پخواني مسؤل دولت خان او د لوبډلي د مدیر نوید صیام کاکړ د دندو په اړه څه نه دي ویل سوي.

تېره ورځ کرکیټ بورډ افتاب عالم ته یو کلنه سزا هم واورول، خو افتاب عالم پر خپل فېسبوک پاڼي لیکلي وه، چي بورډ ورسره ناانصافي کړې ده.

د ګلبدین نایب د نني پوسټ وړاندي اسدالله خان، کریم صادق او تاج ملوک عالم هم د کرکیټ بورډ وروستیو ناخوالو ته په اشاره پر خپلو فېسبوک پاڼو لیکني کړي وې او د بورډ وروستۍ ناخوالي یې سختي غندلي وې.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.