سپورټ سرسکالو نړیوال کرکټ

افغان لوبډلمشر وايي، بنګله دېش دوهم پړاو څخه پاتې کوو

ګلبدین نایب تازه په یوه مرکه کې ویلي، چې بنګله دېش به د نننۍ لوبې له امله دوهم پړاو ته پرېنږدي، ګلبدین نایب مطلب به نننۍ لوبه کې د بنګله دېش ماتېدل دي.

هغه بنګله دېش ته په کېنایي ډول ویلي دي، چې مونږ خو هسې هم د نړیوال جام دوهم پړاو څخه پاتې شوي یو، خو له تاسو به هم د دوهم پړاو څخه پاتې کړو.

نایب ویلي، چې مونږ لویدلي حالت کې یو؛ خو تاسو هم نه پرېږدو چې نننۍ لوبه وګټئ.

افغان لوبډله نن ماسپښین دوه بجې په روز بوول لوبغالي کې چې ساوتمپټن سیمه ده د سیالۍ ډګر ته کوزېږي.

دواړه لوبډله د انډول له مخې تقریبا سره برابرې برېښي.

د دواړو لوبډلو لوبه به هم خورا ګرمه وي.

بنګله دېش د نومر په جدول کې شپږم ځای نیولی.

افغانستان او بنګله دېش په تېر کې څو ځله سره مخ شوي دي، چې کله بنګله دېش او کله هم افغانستان بریاوې خپلې کړي دي.

۲۰۱۴ اسیا جام کې افغانستان د لومړي ځل لپاره بنګله دېش مات کړ.

۲۰۱۸ م کال اسیا جام لومړي پړاو کې بنګله دېش د افغانستان څخه ماته وخوړه؛ خو ګروپ پړاو کې بیا بنګله دېش افغانستان ته ماته ورکړه.

افغان لوبډلې بیا یو سیریز په بشپړ ډول له بنګله دېش څخه ګټلی دی.

خو ۲۰۱۵ م کال نړیوال جام کې افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې له بنګله دېش څخه ماته خوړلې وه او دا دوهم ځل دی، چې افغانستان له بنګله دېش سره په نړیوال پنځوس اوریز جام کې مخ کېږي.

افغان لوبډلې په روان نړیوال جام کې له څلورو کمزورو ماتو وروسته، ښه راتګ وکړ، انګلستان او هندوستان سره یې نسبتا ښې لوبې وکړې.

او نن ګلبدین نایب بنګله دېش ته هم ګواښ کړی، چې د نړیوال جام دوهم پړاو څخه یې پاتې کوي.

بل پلو بیا بنګله دېش کولای شي، په نننۍ بریا سره سریلانکا له پنځم مقام څخه راوغورځوي او پنځم ځای ونیسي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی