بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند زده کړې

هغه ټولنیز ټکي چې هر وخت ورسره مخ یوو او باید پاملرنه ورته وکړو

لیکنه: مریم محمدي

لیکنه او راټولونه: مریم محمدي

پوهان وايي داسې ژوند وکړئ، چې د نورو لپاره الګو اوسئ، په ټولنیز ژوند کې ځینې داسې کړنې دي چې په کولو او نه کولو یې ستا په شخصیت اغیزه لري، په دې متن کې به له تاسو سره ځینې معلومات شریک کړو چې په عملي کولو سره یې کولای شئ د نورو لپاره یو ښه مثال اوسئ.

له نننه وروسته راځئ، په ګډه دا کارونه شروع کړو:

۱- په لویو لارو او کوڅو کې کثافات مه اچوئ
۲- په پیسو او دیوالونو لیکل مه کوئ
۳- خلکو ته ازار او اذیت مه ورکوئ
۴- اوبه او برښنا وسپموئ
۵- نیالګي کینوئ
۶- ترافیکي قوانین مراعات کړئ
۷- د خپلو والدینو او مشرانو خیال ساتئ، د هغوی دعا واخلئ او تل یې احترام کوئ
۸- د ښځو درناوی کوئ
۹- امبولانس او اطفایه ته لار ورکوئ

پورتنو سپارښتونو ته په کتو ډېرې داسې لیکنې په مو لوستې وي چې، پکې د ټولنیز ژوند په کړنو ټینګار شوی، چې دا وکړئ هغه وکړئ، اوس درته داسې معلومات درکوم چې راځئ د خلکو په شخصي ژوند کې مداخله مه کوئ، او د هغوی شخصي حریم ته درناوی وکړئ.

د نورو په شخصي ژوند کې له دې پوښتنو په کلکه ډډه وکړئ:

۱- ولې واده نه کوي؟
۲- ولې دومره چاغ شوی یې؟
۳- ولې دې وېښتان توي شوي دي؟
۴- ولې کار نه کوې، او بې کاره یې؟
۵- څومره معاش دې دی؟
۶- ولې دومره ډنګر شوی یې؟
۷- ولې دومره خراب شوی یې؟
۸- رنګ دې ولې ژیړ دی؟
۹- ولې امتحان کې ناکامه شوې؟
۱۰- په قوم څه؟ او د کوم ولایت یې؟
۱۱- ولې دې له فلاني سره دوستي وکړه؟
۱۲- ولې فیسبوک کې دومره لېکنې اوعکسونه پوسټوې؟
۱۳- ولې عکسونه اخلي؟
۱۴- دا ډول کالي دې ولې کړي؟
۱۵ – ولې هر وخت په فیسبوک، ویبر او وټساپ کې انلاین یې؟
۱۶- کومه رشته ( پوهنځۍ) چې ته وايي دا مې بد راځي، ولې دې دا انتخاب کړی؟
۱۷- ولې دا کالي درسره ښه نښکاري؟
۱۸ دا رنګ خو تاسره ډير بد معلومیږي، ولې دې انتخاب کړی؟

یادونه: که له تاسو چا داسې پوښتنې وکړې، که نه غواړئ ځواب یې ورکړئ نو یوه نرمه خندا ورته وکړئ او ووایئ چې ولې غواړئ په دې پوه شئ؟

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم محمدي