ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې

د محصلینو د کورنۍ لپاره ۱۷ مهمې سپارښتنې

اعلان

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د هغو کورنیو لپاره مهم ټکي او سپارښتنې، چې محصلین لري:

۱ ـــ که چېرې د ښوونځي له زده کوونکي سره مو ستونزه لرئ او په اړه یې سر درګمه یاست، نو په ډاډ سره ویلی شم، کله چې پوهنتون ته لاړ شي، نو وضعیت به لاپسې خراب شي. که په ښوونځي کې ورسره ستونزه نه لرئ، نو کله چې پوهنتون ته ځي، نو له یوې واقعي تجربې سره مخامخ کېږئ.

۲ ـــ له خپل اولاد سره مو په اړیکه کې د توپیرونو رامنځته کېدو لپاره چمتو واوسئ.

۳ ـــ له کور څخه د هغوی لیدنه به په بشپړه توګه له هغه وخت سره توپیر ولري، کله چې په کور کې یې ژوند کاوه.

۴ ـــ هغوی آزاد پرېږدئ، هغوی د خپلې لارې د پیدا کولو په حال کې دي او په دې تګلوري کې به تېروتنې هم وکړي.

۵ ـــ که چېرې زوی مو د زده کړیالۍ په دوره کې، په کور کې مو ژوند کوي، نو هغه ته کافي وخت او فضا ورکړئ، ترڅو د کړنې (عمل) آزادي ولري.

۶ ـــ هڅه وکړئ، چې د خپل اولاد خبرو ته غوږ ونیسئ او لید لوري یې درک کړئ، حتا که چېرې په پرله پسې توګه د سترګو په وړاندې مو بدلون کوي.

۷ ـــ له خپل زوی سره دوه اړخیزې خبرې ولرئ، نه دا چې یوازې تاسو خبرې کوئ. هغه ته هماغه ډول درنښت وکړئ، چې تمه لرئ متقابل چلند وکړي.

۸ ـــ کله چې اولاد مو په ناڅاپي توګه، په وېرې او اندېښنې سره تاسو ته زنګ وهي، ځان مه خواشینی کوئ. یوه ورځ فرصت ورکړئ او بیا ورته زنګ ووهئ.

۹ ـــ زوی مو د کور له پېښو څخه خبر کړئ او که چېرې په کور کې ستونزې شتون لري، هغه ته ډاډ ورکړئ، چې د هغه نیمګړتیا نه ده او له کور څخه د هغه لرېوالی له دې ستونزو سره هېڅ کوم تړاو نه لري.

۱۰ ـــ د لومړي یا دویم کال په اوږدو کې، په هغه باندې فشار مه راولئ، چې له پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته به څه کوي.

۱۱ ـــ که هغه تصمیم لري، چې مهم بدلونونه رامنځته کړي، نو ترې ملاتړ وکړئ او سپارښتنه وکړئ، چې د خپل تصمیم په اړه لا ډېر معلومات تر لاسه کړي او له ټولو شته سرچینو څخه ګټه واخلي.

۱۲ ـــ که محصل مو زده کړې پرېښې وي یا غواړي خپل پوهنځي بدل کړي، نو له هغه سره خبرې وکړئ، هغه ته ډاډ ورکړئ؛ وې هڅوئ او ورسره مرسته وکړئ، چې ښه او آګاهانه تصمیم ونیسي.

۱۳ ـــ له خپل اولاد سره سیالي مه کوئ یا ونه غواړئ، چې هغه له خپلو سیالانو سره سیالي وکړي.

۱۴ ـــ د خپل اولاد د چلند له امله پوهنتون ته سپکاوی مه کوئ، لکه څنګه چې پوهنتون هڅه کوي، تاسوته د اولاد په خاطر مو سپکاوی ونه کړي.

۱۵ ـــ په اړیکه کې واوسئ. کله چې اولاد مو تمه یې هم نه لري، نو لیک ورواستوئ. که برېښنا لیک ولرئ، نو یوه غوره اړیکیزه لاره ده.

۱۶ ـــ که امکان یې شتون ولري، نو په رخصتیو کې د خپل اولاد لیدو ته ورشئ او په پوهنتون کې د خپل اولاد د ژوند د تجربې له فرصت څخه خوند واخلئ.

۱۷ ـــ که غواړئ د خپل زوی پوهنتون ته لاړ شئ، نو هغه ته خبر ورکړئ، دا د دې سبب ګرځي، چې د دواړو لورو له خواشینونکو حیرانتیاوو څخه مخنیوی وشي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل