پښتنه اداکاره ګلالۍ، نامعلومه کسانو وژلې او خاوند یې تښتیدلی

په خیبر پښتونخوا کې مشهوره سټیج اداکاره او ډرامو کارکوونکې ګلالۍ د نامعلومه کسانو لخوا وژل شوې ده.

ایکسپریس نیوز وایي سټيج اداکاره ګلالۍ په ډېرې بې رحمۍ نامعلومه کسانو وژلې.

د رپوټ له مخې، خیبرپښتونخوا په مردان سیمه کې د یوې نا پېژندل شوې مېرمنې جسد د مشهورې پښټو سټيج اداکارۍ ګلالۍ په نوم وپېژندل شو.

د معلوماتو له مخې، مردان کې د سټیج دغه ښکلې اداکاره ګلالۍ تېره ورځ نا معلومه کسانو په ډېره بې رحمۍ وژلې ده.

رپوټ زیاتوي چې دغه اداکاره په دې ورځو کې د خپل نوي زیږيدلي دوه میاشتني ماشوم سره مردان کې اوسېده.

د نوموړي پر قتل ځایي هنرمندانو، فلم او ډرامې کارکوونکو خواشیني څرګنده کړې ده او له حکومته یې غوښتي چې ژر تر ژره دې د ګلالۍ قاتلین ونیسي او د قانون منګلو ته دې وسپاري.

د وژل شوې اداکارې ګلالۍ د وژل کېدو قضیه په محکمه کې د نوموړې مور خلاصه کړې ده چې په عریضه کې د نوموړي د نوم ګلالۍ پر ځای لبنا لیکل شوې ده، دا په داسې حال کې چې ویل کیږي د نوموړې خاوند پټ شوی.

عریضه لیک

د پولیسو په وینا؛ په دریو کسانو یې دقتل تور دی او ډېر ژر به په دې تړاو پلټنې پيل کړي.

د یادولو ده چې تېرکال په مردان کې یوه بله د پښتو سټیج اداکاره سنبل خان هم وژل شوې وه.