سپورټ نړیوال کرکټ

ګرېم کرېمر د خپلې پېلوټې میرمنې له امله کرکټ تر یو وخته پرېږدي

اعلان

ګرېم کرېمر چې د زِمبابوې تکړه لېګ برېګ څوکه توپ اچوونکی دی، کله نا کله د زِمبابوې لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوی دی، نوموړی د موقت وخت لپاره کرکټ لوبو سره له دې امله مخه ښه کوي، چې مېرمن سره یې مرسته وکړي.

د ګرېم کرېمر مېرمن مېرنا کرېمر اوس مهال دوبۍ کې ده او هغه د یو هوایي شرکت پېلوټه ده.

لوبغاړي کرېمر ویلي چې د نوموړي مېرمن همېشه په پروازونو کې بوخته وي، هغه بشپړ یا پوره وخت کار کوي، ماشومانو ساتلو ته ډېر وخت نه لري؛ نو زه غواړم چې له هغې سره د کور په چارو کې مرسته وکړم.

نوموړي ویلي چې هغه به په موقت ډول له کرکټ سره مخه ښه وکړي او بیا به بېرته راستون شي.

د ګرېم کرېمر مېرمن مېرنا کرېمر پيلوټه ده

کرېمر د زِمبابوې کرکټ لوبډلې ته دعا کړې او وایي چې راتلونکي کې به بېرته لوبډلې سره یو ځای کېږم.

د زمبابوې کرکټ لوبډلې منېجر او ناظم له ګرېم کرېمر مننه کړې او د هغه لوبې یې د زِمبابوې لپاره د ملا تیر بللې دي.

ګیف مور ماکوني ویلي چې هغه به بېرته ژر لوبډلې سره یو ځای شي.

ګېف مور، کرېمر ته ویلي چې زما له خوا خپلې کورنۍ ته تسلي او ستړي مشي وایه.

ګرېم کرېمر
د ګرېم کرېمر بشپړ نوم الېکساندر ګرېم کرېمر دی، د سپټمبر په ۱۹ مه نېټه په ۱۹۸۶ م کال کې د زِمبابوې په هراری سیمه کې زېږېدلی دی اوسمهال ۳۲ کاله عمر لري.

تراوسه پورې شپږ لوبډلو کې لوبېدلی دی.

د لوبې کردار یې توپ اچونه ده، په ښي لاس لېګ برېک توپ اچونه کوي او په ښي لاس توپ وهنه هم کولای شي.

د ټېسټ لوبو پیل یې په ۲۰۰۵ م کال کې د بنګله دېش خلاف کړی په ۱۹ ټېسټ لوبو کې یې ۵۷ وېکټې اخېستي دي.

وروستۍ ټېسټ لوبه یې په ۲۰۱۷ م کال کې د سهیلي افریقا خلاف کړې ده.

د یو ورځنیو لوبو پیل یې د کینیا خلاف ۲۰۰۹ م کال کې کړی دی، ۹۶ یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۱۹ وېکټې تر لاسه کړي دي.

وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې په ۲۰۱۸ م کال کوالیفای جام سیالیو کې د عربي متحده اماراتو پر وړاندې کړې ده.

۷۸ شل اوریزو لوبو کې یې ۸۳ وېکټې اخېستي.

په ۲۰۰۸ م کال کې یې لومړۍ شل اوریزه لوبه د کاناډا خلاف ترسره کړې او وروستۍ شل اوریزه لوبه یې د افغانستان خلاف ۲۰۱۸ کال کې کړې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی