خواړه کلتور او هنر

د روسانو د چای څښلو له فرهنګ او ادابو سره اشنا شئ

لیکنه: بشر درویش

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش

چای څښل یوازې زموږ افغانانو فرهنګ نه دی، په نوره نړۍ؛ بالخصوص په ختیزه نړۍ کې د چای څښلو دود عام او هر هېواد ورته خپل ځانګړي اصول لري.

مثلاً: زموږ ګاونډی پاکستان شین چای ډېرکم هغه هم د کاوې په نامه له بورې سره جوش شوی او خوږ شوی څښي.

نور د خلکو زیات سروکار د شیدو له چای سره، چې دود پتې یې ګڼي وي.

روسیه د ختیزې نړۍ د یوه قوي فرهنګ لرونکي هېواد په توګه د چایو په برخه کې خپل اداب او ځانګړي خواص لري.

دلته به ورته کتنه وکړو:

د چایو فرهنګ
روسانو ته چای زموږ په شان ډېر ګران دی. هغوی هم په مختلفو شرایطو کې چای څښي او د مېلمه پالنې یوه عامه وسیله یې ده.

روسان هم تور چای خوښوي هم شین، البته په کوردننه یې زموږ د مختلفو سیمو په شان د خلکو ترمنځ د چای څښلو لېوالتیا او بڼه فرق سره لري.

د چایو کروندې
روسیه تور او شین چای دواړه تولیدوي. د سوچي ښار معتدله هوا د روسیې د سړې هوا باوجود په دغه هېواد کې د چایو د کرلو زمینه مساعده کړې ده.

په سوچي ښارکې د چایو کروندې د روسیې له هغو سیمو څخه د موټر د مزل له مخې ۹۰ دقیقې لیرې دي، کومې سیمې چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ د المپیک نړیوالې سیالۍ پکې ترسره شوې.

د چایو د استعمال بڼه
روسان د انګریزانو برعکس چای له شیدو سره نه ګډوي. هغوی شین او تور چای بېل ـ بېل دموي او څښي.

په روسیه کې د شین چای له زیاتیدونکي محبوبیت سره تور چای هم خپل مینه وال ساتلي. هلته ځینې خلک د چایو له چاینکو سره بوره ږدي، خو ځینې نور ورسره د مربع مختلف ډولونه له قاشقو سره مېلمنو ته ږدي.

د دې ترڅنګ روسان له هر ډول خوراکي توکیو سره چای څښي او له هر ډول چایو سره خوراکي توکي استعمالوي.

یانې د ډوډۍ پروخت چای څښي او د چایو پروخت که ډودۍ ونه خوري، خو ځانګړي پنیر، سره کړې غوښه او ورته نور خوراکي شیان خامخا لږ یا ډېر له چایو سره خوري.

د سماوات لومړنی کارونکی هېواد
روسیه د سماوات لومړنی کارونکی هېواد دی. نورو هېوادونو له دغه هېواد څخه د سماوات کارولو دود خپل کړی.

په روسیه کې د سماوات کارولو تاریخچه ان ۱۶ مې پېړۍ ته ورګرځي.

روسان له سماوات سره ځکه ډېره لېوالتیا لري، چې ښه ډېر خوټیدلی او ګرم چای یې خوښیږي.

چای او دوستانه بنډارونه
په روسیه کې چای معمولاً په هغو مجلسونو او بنډارونو کې کارول کیږي، چې ډېر دوستانه او صمیمي وي.

هلته خلک خپلو ډېرو نیږدې دوستانو سره چای څښلو ته کیني.

په رسمي او نورو مجلسونو کې بیا چې دوستانه بڼه ډېره ونه لري، چای څښلو ته چندان ډېره پاملرنه نه کیږي.

په دې مانا، چې له چا سره چای څښل په روسیه کې د هغه پر وړاندې د ډېر صمیمیت مانا لري.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي