خواړه روغه سټه

شین چای ګټور څښاک دی. خو څنګه باید وکارول شي؟

ژباړه او راټولونه: شریف شاهین

د افغانستان په هره دیره، حجره، دفتر او هر مجلس کې شین چای شته. د شين چای څښل زما په څیر د ډیرو خلکو لپاره اوس عادت ګرځیدلی. بې له شکه، چې شین چای د عمومي روغتیا لپاره خورا ډیر ګټور دی.

ډاکتران وايي، چې د ورځې په اوږدو کې له ۲ تر ۵ پیالو شین چای څښل ګټه لري، خو له دې زیات بیا د ګټې په ځای تاوان لري.

دوې دا هم وايي، چې که شین چای له خوړو سمدستي وروسته وڅښل شي، له ګټې یې زیان څو چنده زیات دی.

څیړونکي وايي، چې له خوراک سمدستي وروسته شین چای د انسان په بدن کې له خوړو څخه تازه اخستل شوې کالوري او پروټینونه ټول له مینځه وړي.

شین چای د خوړو ټولې هغه روغتیايې ګټې له کواښ سره مخ کوي، چې لا زموږ وجود ته جذب شوي نه دي.

ډاکتران سپارښتنه کوي، چې له خوراک وروسته د یو څه وخت لپاره صبر وکړئ، څو خواړه لږ هضم شي بیا شین چای وڅښئ.

کم تر کمه ۳۰ دقیقې وروسته له خوراک څخه چای وڅښئ.

ګرم چای:

د شین چای په اړه بله سپارښتنه داده، چې شین چای ګرم مه څښئ. ځکه ګرم چای معده او مرۍ خرابوي.

په ډیر ګرم چای کې شات هم مه ورګډوئ، ځکه بیا يې د شاتو کیفیت خرابیږي او کوالټي يې راټیټیږي. لږ يې پریږدئ، څو شین چای لږ سوړ شي، بیا شات پکې ورګډ کړئ.

د شنو چایو عموموي ګټې:

– شین چای د وزن په کنټرول کې مهم رول لري. د وجود وازدې او اضافي غوړ له مینځه وړي، او انسان نه پریږدي، چې زیات چاغ شي.

– شین چای د دماغو د قوت لپاره هم ګټور دی. شین چایو کې شته کافین د مغزو لپاره خورا ګټور دی.

– شین چای همدارنګه د سینې د سرطان په ګډون د کنسر یا سرطان د بیلابیلو ډولونو په وړاندې مبارزه کوي.

– شین چای د سالمو غاښونو لپاره هم ګټور دی. په وریو کې شته بکتریاوې وژنې او د غاښونو او وریو په سلامتیا کې مهم رول لوبوي. ځینو څیړونو دا هم موندلې، چې شین چای د خولې بدبوي ختموي.

– شین چای د شکر ناروغۍ د دوهمي ډول په کنټرول کې خورا ډیر مه دی. دا چای په وجود کې انسولین متحرکوي، او د بورې کچه راټیټوي.

– د زړه د ناروغیو کچه په لوړه فیصدې راټیټوي. یوې څیړنې موندلې، چې شین چای ۳۱ سلنه د زړه د ناروغیو په کنټرول کې مرسته کوي.

– شین چای د پوستکي لپاره هم ګټور ثابت شوې دی. د پوستکي اضافي غوړ ختموي او پوستکی ژر زړیدو ته نه پریږدي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */