ټولنیز ژوند مخکښان

د ماکسیم ګورکي انګېزه بښونکې خبرې

ژباړه: عطا محمد میاخېل

۱ ـــ هغه څوک، چې د عمر تر وروستۍ شېبې پورې د خپل اولاد نوم په خوله لري، مور ده.

۲ ـــ یوازې میندې کولای شي د راتلونکې په اړه فکر وکړي، ځکه چې هغوی د اولادونو په زېږون سره راتلونکې جوړه کړې ده.

۳ ـــ کتاب لوستنې ته دوام ورکړه، خو هېر دې نه شي، چې کتاب یوازې یو کتاب دی او باید دا زده کړې، چې د ځان په اړه فکر وکړې.

۴ ـــ کله چې خوشالي په خپل لاس کې وساتې، نو کوچنۍ تر سترګو کېږي، خو کله چې له لاسه یې ورکړې، نو وبه ګورې، چې څومره ستره او ارزښتمنه ده.

۵ ـــ کله چې کار د خوښۍ او رضایت بنسټ وي، نو ژوند خوند دی، کله چې کار دنده وي، ژوند غلامي ده.

۶ ـــ انسا په هغه مقاومت سره، چې د چاپېریال په وړاندې یې کوي، ځان جوړوي.

۷ ـــ میندې له مرګ څخه پیاوړې او ځواکمنې دي، ځکه چې نړۍ ته پوهان او هوښیاران وړاندې کوي.

۸ ـــ د انسان ځانګړې ځانګړتیا انسانیت دی.

۹ ـــ د ژوند مانا باید په قوت او ځواک کې ولټوو او ژوند هره شېبه باید لوړه موخه ولري.

۱۰ ـــ کوم څه مې، چې خوښېږي دا دي، چې له هغه نارینه سره لیده کاته وکړم، چې وکولای شم، د درنښت د نښې په توګه خپله خولۍ له خپل سر څخه لرې کړم او ووایم: ډېره زیاته مننه، چې وزېږېدې، هرڅومره چې ډېر ژوندی واوسې، نو غوره ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل