اقتصاد

درې داسې لارې چې ستاسو د ورځني کارونو د ترسره کولو بڼه بدلولی شي

لیکنه: نادیه ګوډمین
ژباړه: غازي عابد

ټوله ورځ کارکوونکو، مراجعه کوونکو، ایمیلونو او د موبایل زنګونو ته په پرلپسې ډول متوجه او ورسره مخ کیدل ډیر سخت او ستونزمن وي، ځکه په داسې حالاتو او د څو کارونو په منځ کې د مغز رسیدل یا پوهیدل او کار کول حتماً ستاسې زغم پراخیدو څرګندونه کوي او په هر شي د ښه تمرکز کولو قوې ته مو پرمختګ ورکوي.

دا خو معلومه خبره ده چې زموږ مغز د مزاحمتونو او ستونزو په مقابل کې غبرګون ښيي یعنې کله چې تر فشار لاندې راشو یا څو کارونو او شورماشور سره مخ شي، نو دماغ مو یو ډول غبرګون ښکاره کوي، ځکه نو په اوسني ډیجیټل چاپیریال کې فکري تمرکز ساتل سخت وي یا هم د ژوند په هره برخه کې سم فکري تمرکز کولو کې ستونزې لرو.

د ډایویډ روک په نوم یو عالم وايي، وايي، د ځینو عواملو (شور، غالمغال او پرلپسې څو کارونو ورغاړې کیدل) په وسیله د پام اړول نا څاپه اوښتلو ته وايي، چې دا ډول په ناڅاپه ډول سره د فکر بدلون ډیر خطرناکه هم وي، کیدای شي په داسې حال کې مو دماغ یو عکس العمل ښکاره کړي، چې د مغز دا عکس العمل اتوماتیک او د کنټرولیدو وړ نه وي. یعنې په بې اختیاره توګه یو عکس العمل ښيي چې دا غبرګون د سخت زیان سبب کیږي.

په ټوله کې باید ووایو چې تمرکز(یو شي ته خاصه توجه او پرې فکر کول) تل ثابت نه وي، ځکه هره ورځ له بیلابیلو داسې پيښو سره مخ کیږو چې هغه زموږ فکري تمرکز ګډوډوي او نه مو پریږدي چې پر مشخصو تګلارو فکري زوایه ورټوله کړو. دلته به د راک یوه خبره راواخله چې وايي؛ هره ورځ د شلو دقیقو لپاره په یوه څه ژور تمرکز کول مرسته کوي چې یو بدلون رامنځته کړي، یعنې که د یوه څه زده کولو او کولو ته ښه متوجه شو خامخا به مثبت بدلون وینو، ځکه کله چې یوه شي له ټولو اړخونو ښه په پام او فکر سره ګورو، د ګټې او تاوان اړخونه روښانه او پته یې راته لګیږي.

دا چې څنګه متمرکز و اوسو، یعنې د ستونزې د حل او پوهیدنې لپاره ښه پام وکړو، دلته مو په اړه ځیني نقاط راخیستي.

۱- لومړی تخلیقي یا نوښتګر کار وکړئ

اکثره وخت ځیني کسان لومړی هغه کارونه کوي، چې پر هغه باید اول کار ونه شي، خو که دا کار وشي، وروسته بیا درته نور مهم او هغه کارونه چې باید تمرکز پرې وکړئ سختیږي، ځکه په دې اندکو او وړو کارونو مو انرژي مصرفیږي او تمرکز کول یا د تمرکز قوه مو ډیره کمزوري کیږي.

راک وايي، که تاسې یو ساعت کار کوئ، ددغه کار په شروع کې چې کومه وړتیا لرۍ، دا استعداد د کار په منځ کې نه شۍ لرلی، ځکه هره پریکړه یا هر کار چې موږ ترسره کوو، دا زموږ دماغ ستومانه کوي او په اول کې مو دماغ تازه، خو وروسته ستومان وي.

ددې لپاره چې اغیزناکه فوکس یا یو شي ته سمه پاملرنه وکړئ، مثلاً که غواړئ چې په درس ویل، کار کول، موبایل جوړول، لیکل کول، ژباړه کول او نورو باندې ښه وپوهیږۍ، نو لومړیتوبونه وټاکئ او ترتیب شوې کړنلاره مو بیا ووینئ، لکه لومړی مو خپل کارونه چک کړئ، چې اول باید مراجعینو ته وخت ځانګړې کړې، که ایمیل چک کړې، که چا سره موبایل کې وغږیږې… کومو یو چې ډیر مبتکرانه او متمرکز کار غوښت یا یې د حل لپاره ډیر پام او توجه ته اړتیا وه، لومړی هماغه په سهار کې ترسره کړه، وروسته بیا نورو اسانه کارونو باندې پیل وکړه، لکه د ایمیلونو ډیلیټ کول، د ناستو یا میټینګونو تنظیم او داسې نور… خیر دی که دا پاتې شول، دا اسانه کارونه دي، سختو ته فکري تمرکز وکړ او دا اسانه وروسته د ورځې په اخره کې وکړه.
۲- خپل وخت مو په مدبرانه او فکر سره د اړتیا مطابق وکاروئ

راک وايي، د زرګونو خلکو له مطالعې وروسته مې دا وموندله چې په یوه اوونۍ کې د شپږو ساعتونو په اوسط موږ متمرکزه یوو، دا چې په دې شپږو ساعتونو کې به کوم کوم کارونه ترسره کوو، دا په موږ پورې اړه لري.

اکثره خلک په سهار وختي او یا هم د شپې په ناوخته کې ښه تمرکز کولی شي. همداراز د راک مطالعات ښيي چې ۹۰ سلنه وګړي له ادارې د باندې ښه فکر کولی شي، یعنې کله چې له کاري ځایه بهر ووځي، بیا یې فکري خلاصون موندلی وي او په یوه مسله یې ژر سر خلاصیدلی شی، دا ځکه چې فکري تمرکز یې په یوه څه وي، ډیر کارونه نه وي ورله غاړې.

خو په ټوله کې دا غوره ښودل شوې چې کله څوک ښه تمرکز یا په یوه شي باندې خپله ټوله توجه کولی شي، سخت او کلک کارونه باید په هماغه وختونو کې ترسره کړي، ځکه دلته یې فکري توازون برابر وي او فکري تمرکز یې په هماغه مشخصه برخه وي.

۳- ذهن مو کلک، منظم او ژور وروزئ

که چیرته څو کارونه په یو ځل مخ ته وړۍ، خو دا کارونه منظم وي، نو په دې حالت کې ستاسې مغز په چټکۍ سره ورته ځان برابروي.

خو که تل مو کارونه غیرې منظم وي، یعنې په تاسې یو غالمغال جوړ وي او دا کار مو د یوه روزمره عادت شکل ونیسي، بیا یې کنټرول سخت دی، هیڅ متمرکزه ذهن او قوت به ونه لرۍ. راک په دې اړه وايي چې په دې سره بیا ستاسې ذهن غیرې متمرکز روزل کیږي، هر وخت کې به په یوه موضوع باندې ډیر فکر نه کوۍ، په درسونو او کارونو به نه پوهیږۍ، لامل به یې دا وي چې تاسې په یوه کار باندې ډیر فکر، توجه او تمرکز نه کوئ.

نو په پای کې هڅه وکړئ چې ټول مزاحمتونه او بې ځایه پام اړونکي څیزونه له منځه یوسۍ، توجه او تمرکز یوه ځانګړي کار ته وکړئ، خیر دی که دا کار ډیر وړوکی هم وو، مثلاً کیدای شي په یوه ورځ کې تاسې پنځه دقیقې د یوې ستونزې د حل، د استاد د درس د ښه اوریدو او نورو لپاره بیخي ځانګړې او متمرکز کړئ، ستاسې په کوښښونو سره به دا پروسه همداسې پراخه شي، که چیرته بیا هم ستاسې ذهن نا رامه وو، بیا هم لاس په کار شۍ، ځکه راک وايي، چې ستاسې ذهن د فکري تمرکز کولو لپاره ژور او اساسي روزولو ته اړتیا لري او دا بیا همداسې کیږي چې باید په منظم ډول سره متمرکز و اوسئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */