ژوند بڼه کورنی ژوند

هغه میرمنې، په خپل ژوندې کې بریالۍ دي چې دا ۱۵عادتونه ولري

لیکنه: مریم شریفي
اعلان

ژباړه راټولونه : مریم محمدي

۱- هغه میرمنې چې په خپل ژوند کې بریالۍ دي، دوی هيچاته اجازه نه ورکوي څو ووايي چې پلانی کار نه شي کولی.

۲- بريالۍ او پياوړې ښځې کلک هوډ لرونکي دي او هيچاته د دې اجازه نه ورکوي چې په خپلو منفي خبرو سره د دوی موجوده چلند تغير او يا هم پرې تاثير وکړي.

۳- پياوړې ښځې پر نفس ډېر باور لري، دوی په اسانۍ سره وحشت نه کوي او همدا دليل دی چې دوی پر دې باور دي چې هر کار کولی شي.

۴- تل له خپلو تېرتنو زده کړه کوي، هغه داسې چې د نورو د ګرمولو پر ځای د تېروتنې پرمهال خپله مسؤوليت مني او له دې تېروتنې د راتلونکي لپاره تجربه اخلي.

۵- هر وخت په کامله توګه ارامې نه وي، ځيني وخت ناهيلي او ځيني وخت بيا غمجنې وي، خو ډېر داسې کېږي چې پر ځای نه کيني او د ښه راتلونکي لپاره له ځای پورته کېږي او هڅه کوي.

۶- پياوړې ښځې د متقابل چال او چلند، اړيکو او خلاقو پر وړاندې هيڅکله نه تسليمېږي، خو دا په دې مانا نه ده چې دوی پر سازش په کولو نه پوهېږي.

۷- پياوړې میرمنې کيدای شي وپوهېږي چې په پاتې عمر کې به څه ډول کار کوي، خو دا په دې مانا نه ده چې خپل وخت يوازې د راتلونکو کارونو په اړه په فکر کولو لګوي او بس.

۸- هغوی هر وخت هغه کارونه چې شوق او علاقه ورسره لري کوي يې.

۹- بریالۍ میرمنې مطالعه کوي، زده کړې کوي او دغه راز له خپلو تجربو ګټنه کوي او بلاخره هر کار په دې هدف کوي چې خپل راتلونکي ته لار پيدا کړي.

۱۰- پياوړې میرمنې تل په خپل قوي مؤقف کې وي او پرته له کوم ډار خپل نظر بيانوي. يوه پياوړي ښځه کولی شي چې په اسانۍ سره په پيچلي او ناسم حالت کې خاموشي اختيار کړي او تل صادقه و اوسي.

۱۱- بريالۍ ښځې تل د خپلې بريا په اړه فکر کوي، خو ځان غوښتونکې هيڅ نه وي.

۱۲- خپل وخت پر بې ځايه انديښنو نه تيروي، دغه راز که ملګري يې پرمختګ کوي نو نه پرې خپه کېږي او کله چې يې ملګري ښه خبر اوري نو نا ارمه کېږي نه.

۱۳- بريالۍ میرمنې منطقي وي، دوی د خبرو پر مهال پر خپلو ملګرو چغي نه وهي او قطعاً کوم چا ته د شکايت او توهين له لارې زيان نه رسوي.

۱۴- د نورو د ستونزو په حل کې مرسته کوي او له يوه کمزوري موقف ځان لرې ساتي او خپل احساسات په قوت سره کنټرولوي.

۱۵- بريالۍ میرمنې ډېر ملګري نه لري، ځکه دوی د اړيکو په جوړولو کې خورا دقت کوي او پوهېږي چې په اړيکو کې دقت پر ژوند څه ډول ممکنه مثبت اغيز لرلی شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي